عبدالله: په ښه نیت او مشروع دفاع سره مذاکرات روان دي

د ۸صبح پښتو مجله

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس وايي چې له طالبانو سره مذاکرات په ښه نیت او مشروع دفاع سره دوام کوي.
عبدالله عبدالله د چنګاښ په ۲۲مه نېټه د هېواد له یو شمېر مطرح مېرمنو سره په ناسته کې د هېواد د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې او وې ویل، که څه هم تاوتریخوالی پراخ شوی، خو سولې ته د رسېدو لپاره هم فرصتونه زیات شوي دي.
د هغه په وینا، دولت د داسې سولې په لټه کې دی چې په هغې کې د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وشي او د وګړو حقونه ضایع نه شي.
عبدالله وویل چې د تاوتریخوالي او د سیمو د نیولو لپاره د هڅو په زیاتېدو، سوله نشي راتلای.
هغه زیاته کړه: «موږ په ښه نیت سره د سولې پروګرام پرمخ بیایو، خو دا ټکی هم باید جوت شي چې که څوک د جګړې له لارې د خپلو نظریاتو د تپلو په لټه کې وي، مشروع دفاع به کوو او دا د ټولو خلکو غوښتنه ده.»
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس وایي چې امنیتي ځواکونه په سختو حالاتو کې په مېړانې له هېواد او خلکو دفاع کوي او خلک او سیاستوال ددوی د سرښندنو احسانمن دي.
عبدالله د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د ولسي خلکو د هڅو ستاینه وکړه او د ملیشه جوړونې په اړه یې اندېښنو ته ځواب ورکړ او زیاته یې کړه چې افغانان سختې ورځې تېروي. هغه د هېواد د سیاستوالو ترمنځ پر وحدت او یووالي ټینګار وکړ او سوله یې د ټولو غوښتنه وبلله.
ښاغلی عبدالله هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو ورځو کې به د سولې فرصتونه برابر شي.
ټاکل شوې عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ دوحې ته ولاړ شي او له طالبانو سره وګوري. حامد کرزی، محمد محقق، محمدکریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار، محمدیونس قانوني، سیدمنصور سعادت نادري او یو شمېر نور سیاستوال ددغه پلاوي غړي دي.

Back to top button