عبدالله: هـېـڅ پـرېکـړه د خـلـکـو په غیاب کې نه شي کېدای
د ۸صبح پښتو مجله

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې د سولې په بهیر کې د خلکو په غیاب کې هېڅ پرېکړه نه شي کېدای. هغه زیاته کړه: «د افغانانو په غیاب کې هېڅ پرېکړه نه شي کېداي چې یو څوک طالبانو ته وعده ورکړي چې دا کار ستاسو راتلونکی تضمینوي او یا د هېواد راتلونکی تاسو ته سپارو، ځکه دا د افغانستان د خلکو حق دی.»
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس د مرغومي په ۱۴مه نېټه د دغې شورا د ښځو چارو کمېسیون د پرانیستلو په مراسمو کې ووېل چې د هېواد راتلونکی په خلکو پورې اړه لري.
هغه زیاته ووېل: «له لیرې وویل شول چې څوک باید وي او څوک نه وي، هر بحث چې وي په مذاکراتو کې یې مطرح کړئ. افغانان سوله غواړي، د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې تنوع، افکار، فکر او نظر موجود دي، خلک خپل حقوق لري او نن چې د ښځو د مسایلو خبره ده، کوم چا ښځو ته حقونه او آزادۍ سوغات نه دي ورکړې، د هېواد په معاصر تاریخ کې تل ښځو فعاله ونډه لرلې او په تېرو شلو کلونو کې یې خپل ځواک او توانمني ښودلې ده.»
عبدالله عبدالله زیاته کړه، ډېر شواهد شته چې ددې ښودنه کوي طالبان په هدفي ترورونو او وژنو کې لاس لري.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ووېل چې د مذاکراتو ځای او میز مشخص شوي او طالبان هر بحث هلته مطرح کولی شي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ټینګار وکړ چې خلک دې پایلې ته رسېدلي چې جګړه او د خلکو په نښه کول د حل لار نه ده. د هغه په وینا، هر لوری چې د جګړې د دوام مسوولیت پرغاړه اخلي باید پایلې یې هم وارزوي؛ ځکه په افغانستان کې د تېرې څلوېښت کلنې جګړې یوازینی درس دا دی چې هېڅوک په زور پر خلکو خپله اراده نه شي تپلی.
عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې هېڅوک د ښځو حقونه نه شي ترې اخیستی، ځکه ښځو حقونه او آزادۍ په سوغات کې نه دي اخیستي او د سولې په مذاکراتو کې هم دغو حقونو او آزادیو ته پاملرنه کېږي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس فکري تنوع د یوې متمدنې ټولنې اړتیا بولي خو زیاتوي چې باید دا فکر د ترهګرۍ، خلکو د ترور، جګړې او وژنو له لارې پلی نه شي.
داسې ښکاري چې عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې په تلویحي توګه په روسیه او ایران کې د طالبانو د پلاويو څرګندونو ته ځواب ورکړی دی. د طالبانو پلاویو دغو دواړو هېوادونو ته د سفر پرمهال ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت د مذاکراتو او د دوحې د موافقه لیک له مخې له منځه ځي. د طالبانو پلاویو په خبري ناستو کې وېلي چې د دوحې په هوکړه لیک کې چې طالبانو له امریکا سره لاسلیک کړی، د اوسني حکومت پرځای نوی اسلامي حکومت رامنځته کېږي.
د ملي امنیت شورا هم دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او وېلي یې دي چې د نظام د میکانیزم او جوړښت په اړه بحث له وخته مخکې خبره ده او لومړی باید په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي. دغې شورا همداراز وېلي چې د دوحې موافقه د ټولو بین الافغاني مسایلو په اړه د تصمیم لپاره مطلقه مرجع نه ده.
د دوحې هوکړه لیک د تېر کال د کب په لسمه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه. د امریکا نوی حکومت ددغه هوکړه لیک او د هغې مادو ته د طالبانو د ژمنتیا د څېړلو په حال کې دی.