عبدالله عبدالله په افغانستان کې د جرمني نظامي ماموريت د غځېدو هرکلی وکړ
۸صبح

۸صبح، کابل: د ملي مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله په هېواد کې د جرمني هېواد د نظامي ماموريت د غځېدو هرکلی کړی دی.
د جرمني هېواد پارلمان د روان کال د وري په پنځمه د پنجشنبې په ورځ د يوې نوې طرحې په تصويبولو سره د جرمني هېواد پوځ ته اجازه ورکړه چې د دې هېواد يو زر او ۳۰۰ سرتېري د ناټو ماموريت د يوې برخې په توګه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې پورې په افغانستان کې پاتې شي.
په افغانستان کې د جرمني هېواد اوسنی نظامي ماموريت د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۳۱مه نېټه پايته رسېده. جرمني د ناټو لومړنی غړی دی چې په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت غځوي.
په ورته وخت کې عبدالله عبدالله د وري مياشتې په اتمه نېټه په يوه ټوېټ کې وليکل، دا چې جرمني هېواد په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت د ۱۰ نورو مياشتو لپاره وغځوه، د دغه اقدام هرکلی يې کوي.
عبدالله عبدالله دغه تصميم مسؤلانه او په افغانستان کې د سولې پروسې او ټيکاو د ملاتړ لپاره يو ګام ګڼلی دی.
د دوحې د هوکړې په اساس بايد ټول امريکايي سرتېري او متحدين يې د مې تر لومړۍ (د غويي ۱۱مې) نېټې پورې له افغانستانه ووځي.
د امريکا ولسمشر، د جو بايډن حکومت د دوحې هوکړې پر بيا ارزونې بوخت دی.
جو بايډن په خپل لومړي رسمي کنفرانس کې وويل چې، له افغانستان په ټاکلې موده کې د بهرنيو ځواکونو وتل ستونزمن دي.
طالبانو له ټاکلې موده هاخوا د بهرنيو ځواکونو د هر ډول حضور په اړه خبرداری ورکړی دی.
ناټو لا تر دې دمه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو يا نه پاتې کېدو په اړه کوم تصميم نه دی نيولی.
امريکا او متحدينو يې د ناټو غړو هېوادونو په وروستۍ ناسته کې ټینګار وکړ چې يوځای افغانستان ته تللي دي او په مناسب وخت کې به د شرایطو به برابرېدو سره يوځای له افغانستانه ووځي.