عبداللهیان طالبانو ته: د اوبو شتون یا نشتون فني مسئله ده نه سیاسي بیانیه

٨صبح: له هلمند سین نه د ایران د حقآبې پرسر د شخړو پر دوام، ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د تازه بیانیې په غبرګون کې ویلي دي، چې د سیاسي بیانیې په صادرولو د هلمند په سیند کې د اوبو شتون او نشتون مسئله نه حلېږي.
حسین عبداللهیان نن جمعه د غوایي په ٢٩ مه، په یوه ټویټ کې د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي په اړه د طالبانو د وروستۍ بیانیې په وړاندې غبرګون ښودلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: «سیستان له وچکالۍ رنځ وړي. د اوبو شتون او نشتون، فني او عیني څېړنې ته اړتیا لري نه سیاسي بیانیې ته“
نوموړي په دې ټویت کې ګیله کړې چې په ځلونو یې د حقابې د موضوع او دغه راز له کجکي بند د پلاویو د لیدنې او ددغه بند د اوبو د کچې د سنجش په اړه یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خبرې کړي؛ خو تر اوسه پورې په دې برخه کې د طالبانو له لوري هېڅ ډول اقدام ندی شوی.
په دې وروستیو کې، د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ له هلمند سینده ددغه هېواد د حقابې پرسر شخړې، مخ پر زیاتېدو دي.
دغه شخړې د ابراهیم رئیسي له ګواښونو را وروسته، نور هم زیاتې شوې؛ د ایران جمهور رئیس سیستان او بلوچستان ته د سفر په ترڅ کې طالبانو ته ګواښ وکړ چې ددغه ایالت حقابه به له هغوی نه واخلي.
تر دې وړاندې حسین عبداللهیان هم ویلي وو چې تر هغو چې فرصت شته، طالبان دې د کجکي بند اوبه خوشې کړي.
طالبانو د ایران د جمهور رئیس د څرګندونو په غبرګون کې، د یوې بیانیې په ترڅ کې وویل چې که چېرې ایراني چارواکي اوبه غواړي، دغه غوښتنه دې په مناسبو عبارتونو مطرح کړي.
د هیرمند د اوبو د تړون پر بنسټ، افغانستان اړ دی چې په کلني ډول ٨٢٠ میلیونه متر مکعبه اوبه، ایران ته ورکړي. خو طالبان بیا وایي چې په کجکي بند کې ذخیره شوې اوبه لږې دي او ایران دې باران ته په تمه اوسي.