۸صبح، کابل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وایي، چې افغانستان کې له زدهکړو د نجونو او ښځو بېبرخې کول له دیني لارښوونو سره خلاف دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه موضوع سه شنبه د سلواغې پر څلورمه نېټه د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په ناسته کې بیان کړې ده.
عبداللهیان په دې ناسته کې همداراز په افغانستان د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په وینا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل نه یوازې د دغه هېواد د مرستې رسوونې او بیارغونې په پروګرامونو کې مرسته کوي، بلکې ترهګریز ګواښونه، د بېځایه شویو ستونزه او د نشهیي توکو قاچاق به هم راکم کړي.
د ویلو ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د زدهکړو له نړیوالې ورځې سره هممهاله مطرح شوې دي.