د غور په بکک کوتل کې شاوخوا ۲۰ مسافر وړونکي موټر په واورو کې بند پاتې دي

۸صبح، بامیان: سیمه ییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلی، چې د کابل – غور پر لویه لار شاوخوا ۲۰ فلانکوچ ډوله موټر چې لسګونه مسافر پکې سپاره دي، بند پاتې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شمېر مسافر وړونکي موټر د يکشنبې په ورځ د سلواغي په ۳۰مه د کابل – غور د لويې لارې د تړل کېدو له امله د بکک کوتل پر دواړو غاړو کې بند پاتي دي.
دوو تنو مسافرو چې نه يې غوښتل نومونه يې په ډاګه شي ۸ صبح ورځپاڼې ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې شل فلانکوچ موټر چې لسګونه مسافر چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، د بامیان ولایت د یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ په مرکز کې د کوتل بکک دواړو غاړو ته او د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې کوتل ته څېرمه کلیو کې بند پاتې دي.
د مسافرو په وینا، په غور کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د بکک کوتل د خلاصولو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.
په غور کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کابل – غور پر لویه لاره د بکک کوتل د ژمي په موسم کې د سختو واورو له امله د موټرو پر مخ تړل کیږي.