له بادغیس څخه نږدې ۲۰۰ طالبان د حج مراسمو ته روان دي

۸صبح، بادغیس: په بادغیس ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د اوسېدونکو له سهمې څخه نږدې ۲۰۰ طالبان، د حج مراسمو ته روان دی.
نن چهارشنبه (د غوایي په ۱۳ مه)، سرچینو وویل چې ټاکل شوې د بادغیس ولایت له سهمې څخه د حج مراسمو ته د طالبانو ۱۸۷ غړي واستول شي.
۸صبح ورځپاڼې ته د لېږل شوي نوملړ له مخې، ۱۲ کسان د قادس ولسوالۍ، ۱۰ کسان د آبکمري، ۲۴ کسان د مقر، ۴۶ کسان د بالامرغاب، ۴۰ کسان د مرغاب، ۲۹ کسان د جوند او ۷۴ کسان د بادغیس له مرکز څخه دي.
ورته وخت کې سرچینې وايي چې طالبانو پرته له پچېاچونې، خپل غړي د حج ته تلونکو په نوملړ کې ځای پر ځای کړي دي.
تر دې مخکې طالبانو په هرات ولایت کې هم خپل جنګیالي د حج د متقاضیانو په منځ کې د ښوونکو (معلمینو) په توګه ځای پر ځای کړي ول.