زابل کې کابو ۳۰ زره تنه په یوې وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي

د زابل ولایت په شاجوي، شینکۍ، سیوري او شهرصفا ولسوالیو کې له یوې میاشتې راهیسې دېرش زره تنه کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.
د ځايي اوسېدونکو په وینا، د طالبانو سیمه ییز مسوولین د دې ناروغۍ په مخنیوي کي پاتې راغلي او د ناروغانو د درملنې لپاره امکانات نشته.
له بلې خوا، د دغو سیمو اوسېدونکې وایي، د دوی په سیمو کې دا ناروغي ځکه زیاته شوې چې د ناروغۍ د کابو کولو لپاره امکانات کم دي او په ډېری کورنیو کې ناروغان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د شاجوي د برج سیمې یو اوسېدونکی محمد ګل وايي: «دلته د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره هېڅ نه دي شوي موږ ټول له مرګ سره مخ یو کلیوال او د کورنۍ غړي مو د مرک په بستر پراته دي خو هېڅوک مو غږ نه اوري.»
د زابل ولایت د شاجوي ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی محمد رحیم چې په دغې ناروغۍ اخته شوی وايي چې تر مرګه رسېدلی خو تراوسه هم نه دی روغ شوی او د درملنې لپاره یې امکانات نشته.
محمد رحیم زیاتوي: «زموږ سیمه له کلینک او روغتونه ليرې ده کله چې په دې ناروغۍ اخته شوم او تر کلینک پورې رسېدم مرګ مې په خپلو سترګو ولید، اوس لا هم زموږ په سیمه کې ډیری کسان په دې ناروغۍ اخته دي او لا هم د درملنط امکانات نشته.»
د زابل د سیوري ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ګل بیا وایي د کورنۍ یوه غړي یې د تور ټوخي له امله ژوند له لاسه ورکړ او دا د روغتیايي مسوولینو د ناغېړۍ له امله ده.
نوموړی زیاتوي: «زما کوچنی ورور په تور ټوخي خطرناکه ناروغۍ اخته شوی و خو پر وخت یې درملنه ونشوه او د روغتیاپالو د ناغېړۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړ، له حکومته غواړم چې زموږ په سیمه کې د روغتیايي خدماتو برابرولو ته پام وکړي.»
اخوا، د زابل ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا مسوولین وایي، سیمو ته ټیمونه لېږل شوي خو په خبره یې د ناروغیو کابو کول یې یې له وسه وتلی کار دی.
د زابل د طالبانو د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، هڅه کوي دا ناروغي کابو کړي خو په وینا یې چې امکانات نه لري.
د نوموړي په خبره کولرا او د تور ټوخي ناروغي په زیاتېدو ده.
هغه زیاتوي: «له تېرې یوې میاشتې راهیسې د زابل په کابو څلورو ولسوالیو کې کولرا ناروغي خپره شوې او درملنه یې زموږ له وسه پورته ده، مرکزي حکومت او مرستندویه بنسټونه دې په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د عامې روغتیا مسوولینو ویلي و چې د زابل په سیوري او شینکۍ ولسوالیو کې ۵۰۰ تنه په تور ټوخي ناروغۍ او په شاجوي او شهرصفا ولسوالیو کې بیا دېرش تنه په کورونا اخته شوي دي.
مسوولینو ویلي وو چې په دغو سیمو کې ۱۵ تنو د تور ټوخي او ۲۱ تنو هم د کورونا له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې تر شپېته زره زیات کسان په کورونا ویروس اخته شوي وو.