په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو په عملیاتو کې څه د پاسه شپېته ماشومان وژل شوي

۸صبح، کابل: د هغو نویو شمېرو له مخې چې د بریتانیا دولت د یوه خیریه بنسټ په واک کې ورکړي، لږ ترلږه ۶۴ ماشومان په افغانستان کې د دغو پوځیانو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
دا شمېرې چې تازه خپرې شوې، د هغو شمېرو کابو څلور برابره دي چې له دې مخکې د بریتانیا دفاع وزارت یې په اړه اعتراف کړی و.
دغه وزارت له دې مخکې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د شپاړسو ماشومانو د مړینې لپاره یې ګرمه ورکړې ده.
د بریتانیا دولت د «وسله وال تاوتریخوالي خلاف اقدام» خیریه بنسټ د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې دغه ماشومان د ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۴ کلونو کې د بریتانیايي ځواکونو په ګډون نښتو کې وژل شوي دي.
هوايي بریدونه او په متقابلو ډزو کې راګير پاتې کېدل، ددغو ماشومانو د مړینې مهم لامل بلل شوی او د بریتانیا دفاع وزارت د ملکي وګړو مړینه یوه تراژيدي بللې ده.
دغه خیریه موسسه باوري ده چې ښايي د بریتانیايي ځواکونو له خوا د ثبت شویو ملکي وګړو تلفات له واقعي شمېر څخه کم وي او د وژل شویو ماشومانو شمېر ۱۳۵ تنو ته رسېږي.
ددغه خیریه بنسټ په وینا، ښايي چې له دغو ۱۳۵ تنو څخه ځینې یې بالغ وي، خو په افغانستان کې په متوسط ډول د عمرونو د سن د ټیتوالي له امله، ددې احتمال زیات دی چې د دوی عمرونه له اتلس کلنۍ کم وي.
د نویو مالوماتو له مخې، د مړینې لپاره د ګرمې ورکولو د ۸۸۱ موردونو له جملې چې ادعا یې شوې، یوازې له څلورو یوه برخه یې د بریتانیا له خوا منل شوې او دوی ته ګرمه ورکړل شوې ده.