د يو او بل منل او د اولسونو ترمنځ سوله؛ هغه څه چې افغاني ټولنې ورک کړي دي
عادله زماني

په دې ورځو کې د افغاني ټولنې، په تېره بیا ټولنيزو رسنيو؛ لکه فېسبوک او انستاګرام کې به د دومره نوې، خو ډېرې عامې ښکارندې سره هرو مرو مخ شوي ياست. دعوې، شخړې او مجازي رټنې د هېوادوالو ترمنځ روانې دي؛ په داسې بڼه چې هېڅ داسې پوست به په ټولنيزو رسنېو کې نه وي خپور شوی چې په کومنټونو کې به له دننه او بهر څخه څو افغانان، په دعوو بوخت نه وي او خبره به يې ښکنځلو ته نه وي رسېدلې.
دعوې بېلابېلې ډلبندۍ لري او داسې تر نظره کېږي، چې هره ورځ د دا ډول ډلبندۍ ډېرېږي، خو تر ټولو لويه ډلبندي پکې قومي، ژبني، حزبي او جنسيتي شخړې دي.
داسې انګېرل کېږي چې موږ هغه خلک يو چې تقريبا په هره زمينه کې شخړه لرو او کلونه کېږي چې د يو او بل منل مو هېر کړي دي.
ګټه اخيستونکو او موقع لټوونکو خلکو تل د افغانستان له مجازي نړۍ په اسانۍ سره، دا موضوع درک کړې ده چې تقريباً هره ورځ د ټولنيزو رسنيو کاروونکو ترمنځ د بحث او جنجال لپاره نوې موضوع رامنځته کېږي. دا موضوع- تر ډېره- خواشينوونکی خبر نه دی. د ټولنيزو رسنيو کاروونکو ثابته کړې ده چې ددې وس لري د يوې بهرنۍ لوبډلې پر وړاندې د يوې ملي ورزشي لوبډلې بري په څېر د خوښۍ خبر تر عنوان لاندې، د شخړې لپاره هم يوه موضوع ومومي او پر يو او بل باندې توندې نيوکې وکړي.
دا منو چې افغاني ټولنه د بېلابېلو قومونو ټولنه ده. کلونه کلونه کېږي، چې ددې خاورې په غېږ کې له مختلفو ټبرونو او قومونو څخه خلک د يو او بل ترڅنګ اوسېدلي دي، خو نور هېوادونه هم له داسې تنوع څخه بې برخې نه دي او نن ورځ ډېر کم داسې هېواد موندلی شو چې په بشپړ ډول د يو قوم او يو مذهب لرونکي وي.
نړۍ د ډول ډول انسانانو ټولګه ده چې له بېلابېلو نژادي، باوري، مذهبي او ټولنيزو برخو له يو او بل سره تړلي دي.
د سوله ييز ژوند اړتیا د يو او بل ترڅنګ د فردي او ډول ډول نظرياتو منل دي، هغه موضوع چې په يوويشتمه پېړۍ کې په بېلابېلو هېوادونو کې حل شوې ده او اوسمهال په نړۍ کې په ډېره کمه اندازه، د قومي او مليتي جګړو شاهدان يوو.
خو دا څه شوي چې د افغانستان مجازي فضا له دې څخه ډکه ده چې د يوه هېواد خلک پر يوه او بل بريدونه کوي؟
ولې دې يو ملت بايد له هرې وړې او لويې موضوع څخه د خپلو هېوادوالو د رټلو لپاره کار واخلي؟
وايي چې د هند پخواني نامتو رهبر مهاتماګاندي، د خپلې مشرۍ مسوولیت، د مينې او برابرۍ له پیغام سره ټولو خلکو ته بيان کړ.
د نوموړي چلند د نړۍ د نورو رهبرانو لکه ناپلئون بناپارت چې وېل به یې«حق د توپ له خولې راوځي!» برعکس ؤ او ګاندي په دې عقيده ؤ چې ايمان د اشخاصو له منلو سرچینه اخلي.
په هغه وخت کې چې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې وې، ګاندي د هندوانو په لاسونو د څو تنو مسلمانانو د وژلو په غم کې، روژه ونيوله او نړۍ ته يې د خپلې خواشينۍ پيغام په دې ډول ورساوه.
همداسې ده چې د يو ميليارد او ۶۰۰ ميليونه نفوس لرونکی هندوستان نن د يو او بل په منلو سره مخ ته روان دی او په قوت سره پخپل اقتصاد کار کوي.
ليدل کېږي چې افغانان په يوه پخوانۍ ملي کینه کې ښکېل شوي دي! ټول د ګناهکار په لټه کې دي او کېدای شي دا ګناهکار يې هر هغه څوک واوسي چې نظر یې د هغوی د نظر مخالف وي.
اوس دا مخالفت د دوی يا همټبر او همژبی دی او يا هم هغه څوک دی چې له بل قوم څخه دی؛ خو دومره پاملرنه نه کېږي چې که يوه بېړۍ ډوبه شي؛ نو ټول مېشت وګړي به یې له منځه ولاړ شي او طوفان هېڅمهال هم د يو ښار له اوسېدونکو، د هغوی د قوم او ټبر پوښتنه نه کوي.
په دې ورځو کې له بل هر وخته زیات د سولې خبرې اورېدل کېږي. افغانان سولې ته په عام ډول فکر کوي. البته د سولې هيله د هېواد د هرې کورنۍ ۴۰ کلنه هيله ده چې لري يې، خو واقعيت دادی چې په دې حساسو ورځو کې، مونږ د بل هر وخت په پرتله سولې او د هغې ارام بښونکي رنګ په اړه فکر کوو.
سوله به بهرنۍ يا بيروني ډالۍ نه وي. نه مې يادېږي چې په تاريخي کتابونو کې مې د هېڅ يوه اولس په اړه لوستي وي چې سوله، ثبات او آرامش هغوی ته ډالۍ شوی وي او یا په وړیا ډول ورته رسېدلي وي. په واقعيت کې نن چې کوم خلک په سوله کې ژوند کوي، هغه يې په خپلو لاسونو ترلاسه کړې ده.
افغاني ټولنه چې څرنګه په جدي توګه د رسنيو سياسي خبرونه او سياسي خپرونې څاري، نو اړينه ده چې خپل حالت ته پاملرنه وکړي او د ملي روغې جوړې، عمومي بښنې او ګذشت په لور ځانونه برابر کړي.
موږ باور لرو چې د بهرنيانو له دښمنۍ سره په جګړه کې يوو، په داسې حال کې چې په خپله ټولنه کې سخت د يو او بل په رټلو بوخت یو.
د يو څو مخالفو نظرونو په وړاندې درېږو او د خپلې خبرې خلاف هره خبره نه منو. حال دا چې د يوه لاس پنځه ګوتې يو ډول نه دي، نو څنګه شونې ده چې ټول هېواد په يوه نظر او يوه باور وي؟
افغاني ټولنه سولې او د سياسي ډلو سره یو ځای کولو ته له رسېدو مخکې په کلکه د ټولنې له هر وګړي له خوا يوې عمومي بښنې ته اړتيا لري.
نننۍ افغاني ټولنه د نورو له منلو وړاندې، بايد خپل ځان ومني، پرته له دې آن سوله به هم ونشي کړی چې موږ د يوې روښانه او سوکاله راتلونکې په لور بوځي.
د ټولنې هر وګړي ته په ټولنيز زغم سربېره يوه عمومي بښنه اړینه او لازمه ده. لکه څرنګه چې زموږ د هېواد نوموتی شاعر مولانای جلال الدین محمد بلخي چې وايي:
«تو مگو همه به جنگند و ز صلح من چه آید
تو یکی نهای هزاری، تو چراغ خود برافروز»