د پېښور د بريد په تړاو د ټي ټي پي مسووليت منل او نه منل

علي سجاد مولايي

د دوشنبې پر ورځ، د جنورۍ پر ۳۰مه د ماسپښین د لمانځه پر مهال، دوو ځانمرګو بریدګرو په پېښور کې د پاکستاني پولیسو په «پولېس لاین» سیمه کې په یوه جومات کې خپل چاودېدونکي توکي وچاودول. دا برید د ګڼو ملکي او پوځي تلفاتو لامل شو او په پاکستان کې په وروستیو لسیزو کې تر ټولو بې ساری برید و. په دغه برید کې تر سلو زیات کسان وژل شوي او تر ۲۷۰ نور ټپیان شوي دي. له دې مخکې په پاکستان کې وروستی لوی او وژونکی برید د ۲۰۱۴م کال په ډسمبر میاشت کې شوی و، چې د پاکستاني طالبانو تحریک په پېښور کې د پوځ اړوند پر یوه ښوونځي برید وکړ او د زده کوونکو په ګډون یې ۱۵۵ تنه ووژل. د دوشنبې ورځې برید د پېښور په یوه ګڼ میشته سیمه کې شوی دی. د خیبر پښتونخوا د پولیسو اړوند اته څانګې په «پولېس لاین» سیمه کې فعالیت لري او هره ورځ له ټول خیبرپښتونخوا څخه په زرګونو مراجعین د خپلو ستونزو د اواري لپاره دې ځای ته ورځي. ډیر احتمال شته چې بریدګر د خپل هویت کارت په ښودلو دغه ځای ته ننوتي وي او هغه جومات چې برید پکې شوی په یوه وخت کې د څو سوو کسانو د ځاېیدو ظرفیت لري. دا برید د انجینرۍ له نظره په حساب شوي ډول ترسره شوی. دا په دې مانا چې بریدګر پر ځای او هدف پوره کنټرول درلود. بریدګرو خپل چاودېدونکي توکي د جومات د یوې ستنې ترڅنګ وچاودول چې له امله یې د جومات چت ونړېد او ګڼ کسان یې تر خاورو لاندې مړه او ټپیان کړل.

د مسوولیت منل او د مسؤلیته تېښته

د برید په لومړیو ساعتونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک سره د تړلې جماعت احرار ډلې یوه جګپوړي قوماندان سربکف مهمند د برید پړه پر غاړه واخیسته او دا یې د خپل یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو غچ وباله. یوه پاکستاني خبریال عمران طاهر هم ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان یوه بل غړي احسان الله احسان هم د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. خو تر برید څو ساعته وروسته د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني دا خبره رد کړه. هغه ټینګار وکړ چې د دې ډلې د تګلارې/ منشور له مخې، د ټي ټي پي کسان هېڅکله جوماتونه او نور عامه ځایونه نه په نښه کوي.

د ټي ټي پي ځینې غړي په افغانستان کې د طالبانو کړني خپل معیار بولي او وايي: «طالبانو هم په افغانستان کې په سلګونو ځانمرګي بریدونه کړي او ملکي وګړو ته په کې زیانونه اوښتي دي.» په هغه وخت کې هېچا هم اعتراض ونه کړ.» د پاکستاني طالبانو ډلې دغه غړي زیاتوي: که د عملیاتو دغه طریقه د افغانستان لپاره ښه وه، نو د پاکستان لپاره ولې بده ده؟ د تحریک طالبان پاکستان دغه ډله دا ډول بریدونه د جهاد برخه ګڼي؛ خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د تحریک طالبان پاکستان لپاره کوم نظر لومړیتوب لري؟

د عمر خالد خراساني د قتل غچ؟

وروسته له هغې چې پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست، داعش خراسان ادعا کړې چې دغې ډلې په پېښور کې د پولیسو لاین پر جومات د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د پوهانو په وینا، د اعماق سایټ ته منسوب بیان چې په ټولنیزو شبکو کې خپرېږي، جعلي دی. له بلې خوا، داعش خراسان د اوس لپاره په پاکستان کې د فعالیت لوژستیکي او پوځي وړتیا نه لري. خیبر پښتونخوا صوبه د ټي ټي پي مرکز دی او امکان نلري چې داعش خراسان په دې سیمه کې دومره لوی برید پلان کړي.

په خبر کې ویل شوي، داعش خراسان تل د هغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي چې نورې ډلې یې مسوولیت نه مني. په بله وینا، داعش خراسان د هغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي چې آن په کې یې لاس نه درلود. دا د دوشنبې ورځې په برید کې هم پلي کېږي. داعش خراسان په افغانستان کې خپل پخواني تکتیکونه کاروي.

پایله

ټي ټي پي ولې د برید له مسؤلیته تښتي؟

امکان نلري چې ټي ټي پي د دوشنبې ورځي برید مسؤلیت په دوو دلایلو په غاړه نه اخلي:

ـ د برید پر وړاندې د خلکو کرکه: د مرګ ژوبلې د ارقامو له خپرېدو وروسته د پېښور د برید پر وړاندې د خلکو د کرکې یوه لویه څپه رامنځته شوه او پاکستاني اتباعو د دغه برید پلان کوونکو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه. د دې لپاره چې په خلکو کې خپل محبوبیت له لاسه ورنکړي او د خلکو له کرکې سره مخ نه شي، ټي ټي پي د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له ټي ټي پي د پوځ غچ: د دوشنبې ورځې برید ته د خلکو د بې ساري غبرګون له امله د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ لوی درستیز پېښور ته تللي او ژمنه یې کړې چې د دغه برید عاملینو ته به سزا ورکړي. د سه شنبې په ماښام د پاکستان پوځ بیړنۍ غونډه وکړه. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي چې ترهګري دا مهال د پاکستان د حکومت لپاره تر ټولو مهمه مسله ده.

د پاکستاني طالبانو دغه چلند له افغان طالبانو سره ډېر ورته والی لري. افغان طالبانو هم د دا ډول خونړيو بریدونو مسوولیت په غاړه نه اخیست.

ورته لیکنې

Back to top button