د عجم اوغلو او رابینسون په روایت، افغانستان کې د ملګرو ملتونو فساد او بې کفایتي
لیکوال: میرزایي

د « ملتونه ولې له ماتې سره مخ کیږي» کتاب چې (ډېر بحثونه یې د واک، سرمایې او بې وزلي) په اړه دي، د اقتصاد له تر ټولو مهمو کتابونو ګڼل کیږي. دا کتاب په دې لټه کې دی چې ولې د نړۍ د شمتنو هېوادونو لکه: متحده ایالتونو، بریتانیا، المان، جاپان او دغه راز د بې وزله هېوادونو لکه: د سويلي اسيا، لاتینې آمریکا او افریقايي هېوادونو عوايد د نه پرتلې وړ دي.
دارون عجم اوغلو او جمیز رابینسون چې د دغه کتاب لیکوالان دي، په دې برخه کې د یو لړ لاملونو رول لکه: جغرافیا، د اوبو او هوا وضعیت، طبیعي سرچینې او فرهنګ مهم نه بولي او اقتصادي پرمختیا د بنسټونو د تګلارو په څرنګوالي پورې اړوند بولي. دوی کومه تګلاره چې د بې وزله هېوادونو د اقتصادي پرمختیا لپاره وړاندې کوي، داده چې د هېوادونو مشران باید د دولت او ملت د اړیکو د ټینګښت لپاره اساسي ګامونه واخلي او داسې بنسټونه رامنځته کړي، چې د خلکو په اراده جوړ شوي وي. د دې کتاب له خپرېدو تر دامهاله د دې نظریې په اړه بحث او خبرې اترې لا هم روانې دي. د دې ترڅنګ چې دا کتاب ډېر د هرکلي وړ وګرځېد، خو د طرحه شویو نظرنو په اړه يې یو شمېر نیوکې هم شوي، چې دا یوه طبیعي موضوع ده.
زموږ موخه دا نه ده، چې د دې کتاب په اړه خبرې وکړو. دلته يې یوازې د پینځلسم څپرکي په اړه د بحث کړکۍ خلاصوو ځکه د افغانستان په اړه خبرې لري.
د « ملتونه ولې له ماتې سره مخ کيږي؟» لیکوالانو له بې وزله هېوادونو سره د بهرنیو مرستو د ناکامۍ په اړه بحث کړی او په دې برخه کې یې د افغانستان د دولت او بنسټونو د جوړولو په موخه د بهرنیو مرستو د ناکامۍ په اړه په تفصیل خبرې کړي دي. د دغه کتاب هغه راپور ته ستاسې پام را اړوو، چې په دې اړه د ملګرو ملتونو د نه قناعت وړ رول ورسره ثابتیږي.
د بې وزله هېوادونو خلک معمولا، د نړیوال بنسټ په توګه د ملګرو ملتونو د سازمان په اړه مثبت نظر لري. د دغو هېوادونو اوسېدونکي پوهیږي، چې ملګري ملتونه په ناورین وضعیت کې هڅه کوي چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د جګړې د ناورین مخنیوی وکړي او دغه راز د کورنیو متخاصمو او مخالفو ډلو ترمنځ همغږي او تفاهم راولي يا د جګړې له امله قحطي ځپلو سره مرستې کوي. خو که د افغانستان په څېر هېواد په اړه، چې اقتصاد یې بهرنیو مرستو پورې تړلی، لږ فکر وکړو داسې ښکاري چې ملګرو ملتونو ونه شوای کړای چې دلته د خپلو کړنو په اړه خپلواکي وساتي. په دې برخه کې دغه سازمان د نړیوال زبرځواکو او اصلي ملاتړ کوونکو په پیروۍ، ددې پرځای چې د یوه بې پلوه سازمان په توګه عمل وکړي، د يوه لوري څنګ يې نيولی او سیاستونه یې د نقد وړ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستندویه ماموریت د یوناما په لنډ نوم یادیږيد ياد شوی دفتر، په ځلونو د افغانستان په کورنیو سیاسي شخړو کې په علني ډول د یوې ډلې د ګټې لپاره کار کړی او خپل بې پلوي توب یې په جدي توګه تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د ټولو په یاد دي چې یوناما د درغلګرو واکمنو د مټ په توګه د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو د ټولټاکنو په ناورینونو کې عملا د دولتي بنسټونو په کمزوري کولو کې ټاکوونکی رول درلود.
یوناما یو له هغو بنسټونو څخه دی چې تل یې د افغانستان په دولتي دستګاه کې د فساد پر شتوالي اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې د بې ثباتۍ د لوی عامل په توګه یاد کړی دی. سربېره پردې، دا هم تریخ واقعیت دی چې خپله دغه بنسټ هېڅکله له فساده خوندي نه و او افغانستان ته د بهرنیو ملیاردونو مرستو په حیف او میل کې یې مسقیمه لاسوهنه درلوده. د « ملتونه ولې له ماتې سره مخ کیږي» د کتاب لیکوالانو دې موضوع ته په ډېره ښه توګه اشاره کړې ده. د کتاب د لیکوالانو په وینا، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو له سقوط او د مجاهدینو او لویدیځ په ملاتړ له ځواکونو سره له هوکړه لیک وروسته، فکر کېده چې د افغانستان په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانېستل شوې او خلکو هیله درلوده چې طالبان نور هېر کړي.
هغو هېوادونو چې له روان بهیر نه یې ملاتړ کاوه دې پایلې ته رسېدلي وو چې افغانستان بې شمېره مرستو ته اړتیا لري. د کتاب د لیکوالانو په وینا، هغه څه چې په دې کلونو کې ترلاسه شول د حیرانتیا وړ نه وو، ځکه د تېرو څو لسیزو تجربو وښوده چې له ماتې سره مخ شویو او د پیاوړو بنسټونو نه بې برخې هېوادونو سره بهرنۍ مرستې که څه هم په ثابت ډول ترسره شوي خو بیا هم دغه مرستې له ماتې سره مخ شوي دي. « هغه مهال له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرستې شوې وې، خو د هغو ډېره لږه برخه د بنسټونو په جوړولو، ښوونې او د عمومي حیاتي خدمتونو په برخه کې په لګښت ورسېدې. په داسې حال کې چې ډېری بنسټونه لا هم ویجاړ او د ګټې اخیستنې وړ نه وو، ددې مرستو لومړنۍ برخه د یوه هوايي ډګر لپاره ولګول شوې،چې د ملګرو ملتونو د سازمان چارواکو او نور نړیوالو چارواکو لپاره یې خدمتونه کول.
د یوناما دويمه اړتیا موټر چلوونکي او ژباړونکي وو. له همدې امله هغه کسان چې په انګلیسي ژبه پوهېدل د ژباړوونکو او یو شمېر د ښوونځيو ښوونکي یې د موټر چلوونکو او ملازم په توګه له ځان سره په کار وګمارل او د عادي افغانانو په پرتله یې له حد نه زیاتې تنخواوې ورکولې. له دې جوتیږي کله چې یو لږ شمېر په انګلیسي ژبه بلد خلک بهرنیو مرسته کوونکو ته د خدمتونو رسولو په توګه په کار وګمارل شول، مرسته شوې پیسې د دې پرځای چې د افغانستان د بنسټونو پر جوړولو لګول شوي وای، د هغه دولت د کمزورتیا لامل شوې چې ټاکل شوې وه د ثبات او بیارغونې په برخه کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.» (۵۹۳ پ)
د څو میلیونو ډالرو د مرستو قضیه چې هدف ته ونه رسېده!
لیکوالان د یوې کیسې په اړه حیرانوونکی بحث کوي چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو ترمدیریت لاندې د مرستو په برخه کې د پراخ فساد موجودیت څرګندوي. کیسه د هېواد په یوه کلي کې له یوې سیمه ییزې راډیو د یوې خبرتيا د خپریدو ده. خلک له راډیو اوري چې ټاکل شوې د کليوالو د کورونو د جوړولو لپاره يې څو میلیونه ډالره مرستې وشي. له اوږده ځنډ وروسته، د څو میلیوني کڅورې څخه یوازې هغه څه چې خلکو ته رسیږي، د کورونو د جوړولو لپاره لږ شمېر د چت دستکونه دي چې د هېواد په سوېل لویدیځ کې د مجاهدینو د یوتن سیمه ییز مشر اسماعیل خان د لاریو په مرسته، یادو خلکو ته ورکول کیږي.
دا چې دغه دستکونه ډېر غټ و او د ګټې اخیستنې وړ نه و، خلک اړ شول چې له هغو نه د خپلو کورونو د تودولو لپاره کار واخلي. « پوښتنه داده، هغه څو میلیونه ډالري مرستې چې په اړه یې د یاد کلي له خلکو سره ژمنې شوې وې، څه شوې؟» له هغو مرستو نه ۲۰ سلنه یې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر د لګښتونو لپاره په لګښت ورسېدې، نورې یې د دويم لاس د قراردادي په توګه یوه غیر دولتي سازمان ته ورکړل شوې چې ۲۰ سلنه یې په بروکسل کې په خپل مرکزي دفتر ولګولې او په همدې سره دا مرستې درې ځای نور ووېشل شوې او هرې ډلې ته ۲۰ سلنه برخه ورسېده چې ډېری یې د اسماعیل خان باروړونکو لاریو ترلاسه کړې ترڅو خلکو ته مرسته شوي دستک ولېږدوي. ددغو دستکو مرسته هم په خپله یوه معجزه وه.» ( ۵۹۳-۵۹۴ پ)
عجم اوغلو او رابینسون وايي: « مطالعو ښودلې چې تر اوسه یوازې ۱۰ نه تر ۲۰ سلنه مرستې خپلو ټاکل شویو موخو ته رسېدلي دي. په دې اړه د فساد ډېرې دوسیې شته چې په هغه کې، د ملګرو ملتونو چارواکي او یو شمېر سیمه ییز چارواکي تورن دي. داسې نه چې ډېری بهرنیو مرستو کې فساد شوی؛ بلکې ډیری مرستې د بې کفایتۍ له امله په سم ډول لګول شوي نه دي.» (هماغه پاڼه)
بهرنۍ مرستې او د نامطلوبه رژیمونو پاېښت
د « ملتونه ولې له ماتې سره مخ کيږي» کتاب لیکوالان د یوې بلې مهمې موضوع په اړه وايي: سره له دې چې په نړۍ کې له بې وزلي سره د مبارزې په موخه بهرنۍ مرستې د یوې تګلارې په توګه د لویدیځو هېوادونو له سیاستونو څخه شمېرل کیږي، خو دا بهرنۍ مرستې به بیا هم په ځلونو خپلو موخو ته ونه رسیږي او له ماتې سره به مخ شي. د عجم اوغلو او رابینسون په باور، که باور په دې و چې د بهرنیو مرستو له لارې به له بې وزلۍ سره مبارزه وشي، دا یو غلط باور دی ځکه دا د فقر اصلي لاملونو ته د نه پاملرنې لامل کیږي.
امینه محمد، طالبان او ولسي اعتراضونه
په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي مرستیالې امینه محمد څرګندونو ډېر بحثونه راوپارول چې د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي وو، څو د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه فکر وکړي. دوحه کې هم یوه ناسته جوړه شوه چې ویل کیږي له طالبانو سره د تعامل څرنګوالی یې د اجنډا یوه برخه وه. داسې هم ویل کیږي چې په ملګرو ملتونو سازمان کې یو شمېر چارواکي په دې نظر دي ترڅو د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژندل شي او په مقابل کې یې، له هغوی یو شمېر امتیازونه ترلاسه شي. خو طالبانو بیا تر اوسه پورې د خپل مشرتابه له پرېکړو څخه سرغړونه نه ده کړې او د نړۍ فشارونو او غوښتنو ته یې هم مثبت ځواب نه دی ویلی. له همدې امله، ناشونې به وي چې طالبانو ته امتیاز ورکول، ددې لامل شي چې هغوی ښځو او نجونو ته د زده کړې او کار کولو حق ورکړي. د دې امکان هم شته چې دغه ډله له رسمیت پېژندلو وروسته، په یوې داسې خونړۍ ډله واوړي چې په باور به یې د نړیوالو اصولو ته نه پاملرنه نه یوازې دوی ته زیان پېښولی شي، بلکې د دې ډلې پر وړاندې د نړيوالو بنسټونو د همیشني نرمښت سبب کیږي. یوناما په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان خلکو لپاره د پام وړ کارونه نه دي کړي، له همدې امله اړتیا ده چې د یاد سازمان د کړنو په اړه په څرګند ډول خبرې وشي او کمزوري ټکي یې په ګوته شي. د طالبانو د رسمیت پېژندنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د یوشمېر چارواکو هڅې، نه یوازې د هېواد د وضعیت د ښه والي په برخه کې مرسته کوي چې په هېواد کې د بشر د حقونو او انساني وضعیت د لا پیچلتیا لامل کیږي. دا چې د ملګرو ملتونو د سازمان د مشرتابه په کچه یو شمېر کسان هڅه کوي هغه رژیم چې هېڅ انساني او نړیوال ارزښتونو ته ژمن نه دي، هغوی په رسمیت وپېژني، د دې ښکارونديي کوي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د مشرتابه د یوې برخې لپاره، افغانستان کې بې وزلي او د بشر او د ښځو له حقونو څخه دفاع هېڅ ارزښت نه لري، بلکې پرځای یې ددغه سازمان د ملاتړ کوونکو هېوادونو لومړیتوبونه او دغه راز د خپلو لسګونه زره ډالري میاشتنۍ تنخواوې ارزښت لري. تمه ده چې د امینې محمد د څرګندونو په اړه د افغانستان د خلکو اعتراضونو او غبرګونونو د ملګرو ملتونو د سازمان چارواکي راویښ کړي دا چې په کومه لاره چې روان دي د ترکستان پر لور نه ده!