روږدتیا؛ یوه ناوړه ښکارنده
لیکوال: رحمت الله آرین

فلیپین سلګونه زره انسانان ووژل، هغه انسانان چې هېڅکله یې هغه برخلیک چې روږدیتوب ورسره مخ کړي وو، د هغه غوښتونکي نه وو. په ۲۰۱۶م کال کې د فلیپین جمهور رییس دوترته، د بشر د حقونو د نړۍوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو سازمان د هغو د تورنو په غبرګون کې وپوښتل: «د بشریت پر وړاندې کوم جنایت؟ ایا هغوی (روږدي) انسانان دي؟» یوازې فلیپین نه دی چې له روږدو کسانو سره یې بد چلند کړی، بلکې ډېری خلک هم له روږدو انسانانو سره غیر مناسبه له سپکاوي او ذلت ډک چلند کوي. ته وا هغوی د عادي ژوندانه مستحق ندي. روږدي انسانان له عادي ژوندانه بې برخې دي؛ هغوی د خپلې تغذیې لپاره په ډېرانونو ګرځي او خپل خواړه برابروي څو د هغو په مرسته خپل ژوند تضمین کړي. ژوند هغوی سره ناوړه چلند وکړ او د هغوی شرایط یې پیکه او تور کړل. څنګه کېدای شي انسانان هغې کږې لارې ته مخه کړي چې پایله یې تباهي او له منځه تلل دي او هېڅ ګټه نه لري؟ روږدتیا ته د هڅېدلو لامل څه دی؟ څنګه دغه پدیده چې په ټولنه کې یې ټول پر ضد دي، دوام کوي؟ انسان او ټولنې لپاره د روږدتیا او روږدیوالي پایلې څه دي؟ ډېر شمېر دولتونه، شرکتونه او وګړي شته چې د مخدره توکو له سوداګرۍ او تولید نه ګټه اخلي او د اقتصاد د یوې برخې د غوړېدو لامل کېږي، خو د یوه هېواد ډیری اقتصادي برخو ته زیان رسوي. ځوانان چې د اقتصاد څرخ په حرکت کې راولي، له ټولو نه زیاد د روږدتیا د اخته کېدو له خطر سره مخ دي. سرتېري چې روږدي دي، نه شي کولای په سم ډول خپله دنده پرمخ یوسي. په ټولنه کې غلاوې، وژنې او بې نظمۍ ډیری قضیې د روږدو کسانو او د روږدتیا د پایلو له امله رامنځته کېږي. هغه کورنۍ چې مشران یې په مخدره موادو روږدي شي، له کړاو ډک ژوند به ولري. هغه دولت چې له روږدتیا سره مخ دی، په ټولنه کې د امنیت د ټینګښت او ټولنیزو اړیکو د تنظیم لپاره اړ دی چې له دې پدیدې سره مبارزه وکړي.
د روږدتیا له پدیدې سره د افغانستان مخ کېدل
روږدتیا یوه رواني، ټولنیزه او اقتصادي ناروغي ده چې د انسان د بدن او شیمیايي موادو ترمنځ د تدریجي فعل او انفعال او د ټولنیزو، رواني، اقتصادي او سنتي ځانګړو یو لړ شرایطو د اغېز له امله منځته راځي. کله چې انسان له یوه کار نه خوند واخلي یا په بل عبارت پاداش ترلاسه کړي، د هغه د مغز له ټیټې برخې نه د دوپامین او نوراپي نفرین په نوم مواد سرایت یا خپریږي او د هغه په حیاتي مرکزونو اغېز اچوي او د خوند او پاداش احساس هغه ته ورکوي. له دې امله، د یاد عمل تکرار یا بیا ځلې ترسره کولو لپاره هڅه کوي. د مخدره موادو کارول د پاداش ورکونې یا هڅونې سیستم د راپارولو لامل کېږي؛ په بل عبارت کله چې یو څوک د مخدره موادو په کارولو پیل کوي، هغه د خوښۍ احساس کوي. بل ځلي چې که غواړي هماغه خوښي ترلاسه کړي، باید مخدره مواد ډېر وکاروي. هرځلي د کارولو اندازه زیاته او د زمان واټن کمېږي او په پایله کې یې یو کس په موادو روږدی کېږي.
لسګونو کلونو جګړو او بې ثباتۍ، ډېری افغانان له رواني ستونزو لکه اندېښنو، خپګان او د (PTSD) له پېښې وروسته د فشار له اختلال چې روږدتیا ته د یو کس د هڅولو له مهمو لاملونو دی، اخته کړي دي. افغانان په داسې حال کې د روږدو وګړو د زیاتوالي له ګواښ سره مخ دي چې ډېر لږ د درمان او تداوي امکانات په واک کې لري او د اعتیاد د پرېښودو ملاتړي مرکزونه هم معیاري نه دي او کمزوری عمل کوي.
د افیوني موادو تولید ( تریاک، مورفین او هیرویین) په افغانستان کې له لویو اقتصادي فعالیتونو نه شمېرل کېږي چې په ۲۰۲۱م کال کې د هغه له قاچاق نه له ۱.۸ نه تر ۲.۷ میلیارده ډالر عاید ترلاسه شوي دي. په هغه کال کې، د افیوني موادو ټول ارزښت، چې کورنۍ ګټې اخیستنې او صادرات هم پکې شامل دي، د ملي ناخالصو تولید له ۹-۱۴ سلنو پورې جوړول. په ځینو سیمو کې د افیوني موادو کښت، د پام وړ کرنیزه ځمکه کې کرل شوي دي. د بېلګې په ډول هلمند کې ۲۰ سلنه کرنیزې ځمکې افیوني موادو ته ځانګړې شوې دي او هېره دې نه وي چې د هېواد یوشمېر ولسوالۍ ډېر سهم لري. همداراز دغه کار د ډېر شمېر کسانو لپاره د کار زمینه هم برابروي. په ۲۰۱۹ کال کې افیوني موادو د هېواد د کلیو شاوخوا یو په دریو تولید جوړول چې شاوخوا ۱۹۰ زره او ۷۰۰ دندې یې خلکو ته برابرې کړې وې.
هغه محدودیتونه چې د اقتصادي فرصتونو پر وړاندې شتون لري، خلک د تریاکو، چرسو او د هیروین او میتامفتامین د کښت په لوري هڅوي. په دې هېواد کې د مشروع اقتصادي په چارو کې د فعالیتونو حوزه وړوکې ده او دغه چاره کولای شي د مخدره موادو بازار د ملي اقتصاد په لوی سهم واوړي. د افغانستان په ډېرو ځایونو کې، خلک د مخدره موادو له کښت نه پرته نورو کرنیزو فعالیتونو ته مخه کوي؛ ځکه له هغه کار سره بلد دي او د کښت او د حاصل په راټولولو کې مهارت لري، د چاپېریال شرایط (خاوره، اوبه او هوا) د هغه کار لپاره برابر دي او ښه بازار هم لري. همدارنګه هغه څوک چې د مخدره موادو کښت ته مخه کوي، ددې لپاره دي چې په شاوخوا کې یې نور خلک د هغه کښت ته مخه کوي او هغوی دغه جریان ته ننوځي او د هغه د دوام لپاره مرسته کوي. خو که چیرې دغه جریان د غوره ځایناستي له لارې مات شي، خلک هم نوي جریان ته ګام ږدي.
د علاقې لاملونه، کړنلارې او محدودیتونه
د هرې ټولنې د غړو د علاقې لاملونه سره توپیر لري یا په بل عبارت هغه لاملونه چې خلک په یوې ټولنه کې اعتیاد ته مخه کوي او له هغه نه د مخنیوي په موخه حل لارې لټوي، د یوې ټولنې له بلې ټولنې سره توپیر لري. یو له هغو لاملونو چې په افغانستان کې خلک اعتیاد ته مخه کوي، مخدره موادو ته لاسرسی دی. په ۲۰۲۰ کال کې، د نړۍ ۸۵ سلنه تریاک په افغانستان کې تولید شول. په نشه یي موادو هم په دین او هم په قانون کې بندیز لګېدلی دی، خو په دې هېواد کې دوو بنسټونو هېڅ یوه هم د مخدره موادو د بندیز په برخه کې بریالي نه وو. په افغانستان کې مخدره مواد، په ډیری ځایونو او د ځینو ډلو ترمنځ په مشروع توکو تبدیل شوي دي. د مخدره موادو له قباحت نه د کمېدلو په امر کې، ژبې ګټور رول درلودلای دی. هغه څوک چې له مخدره مواد نه ګټه اخلي (روږدي کسان یا هم هغه وګړي چې د خوشحاله کېدو په موخه یې کاروي) له ټول هغه باور سره چې د دین پر وړاندې یې لري او له ټولې هغې وېرې او شرم چې د قانون په وړاندې یې لري، له داسې جملو او کلیمو نه کار اخلي چې ددغه عمل له قباحت نه یې کموي او دا کلیمې دومره دوکه کوونکې دي، چې د دین په وړاندې د حیا پرده، چې په افغانستان کې له پیاوړو بنسټونو نه دی، لیرې کوي. له عبارتونو، ضرب المثلونو او یا په بل عبارت له ژبې نه د یوه میکانیزم په توګه ګټه اخلي.
د مخدره موادو ډېر کښت او تولید، د دې لامل شوي چې په شاوخوا چاپېریال او ورپسې په ټول هېواد کې د هغه بیه راټیټه کړي. له همدې امله کله چې یو کس له یوې ستونزې سره د مخ کېدو د بېلګې په توګه د دندې له ستونزې سره مخ کېږي او د پناه وړلو لپاره بله ټاکنه هم ونه لري او په ورته مهال مخدره مواد په نسبتاْ لږې بیې د لاسرسي وړ وي، طبیعي ده چې د هغه کاروبار ته مخه کوي. خو هغو ته لاسرسی یوازې دا نه ده چې خلک له هغو نه ګټې اخیستنې ته وهڅېږي؛ داسې ډېر شیان د لاسرسي وړ دي، خو ډېر لږ خلک د هغو په لوري ځي. دلته ده چې په نفس د اعتماد موضوع رابرسېره کېږي چې کولای شي په بېلابېلو بڼو راڅرګند شي. کله هم د ټولنې د غبرګون له لارې، کله هم د کورنۍ د څارنې د میزان له لارې او کله هم د یادې پدېدې پر وړاندې د شخصي اعتماد او باور له لارې عمل کېږي. د فرانسوي کلاسیک ټولنپوه امیل دورکیم په وینا، «ټولنه باید د فرد په دننه کې حضور ولري» او دا د منع کېدو پیاوړی میکانیزم دی. په دې معنی چې د ټولنې ارزښتونه او نزاکتونه باید د انسان په دننه کې وي څو فرد په خپلې ارادې د ټولنې د اصلي مسیر نه د کږې لارې تللو خواته لکه اعتیاد ته، نه ووایي.
یو کس چې کله ناراحته شي، بالکن ته ځي او سګرت دود کوي او داسې فکر کوي چې د ستونزو له رواني درد نه خلاص شو. خو د څو نورو ټاکنو ترڅنګ هغه ولې، سګرت وهلو ته مخه کوي؟ هغه کولای شي څو دقیقې پلی مزل وکړي، ځان په ټیلفون بوخت کړي، فلم وویني او یا هر بل کار ترسره کړي.
انسان د پیداېښت له وخت نه په څه نه پوهېږي، وروسته له نورو سره د تعامل له امله یې زده کوي. که په واده کې ګډا کوو، له دې امله ده چې مونږ په وار وار لیدلي چې نور هم په ورته شرایطو کې داشان چلند کوي. دارنګه که چیرې یو کس د سګرت له لارې خپل خپګان لیرې کوي، هم دغه عمل یې زده کړی دی. دا شان چلند یا الګو یې په فلم کې لیدلی یا یې ملګري یوه ورځ ورته کیسه کړې چې څنګه یې له غم یا مصیبت نه وروسته یاد چلند ترسره کړی دی او یا څو کاله وړاندې یې په ځوانۍ کې یې کاکا په بالکن کې د سګرت وهلو په حال کې لیدلی دی. دغه ډول کس له شرایطو سره متناسب چلند زده کوي او بل وار چې هماغه ډول شرایطو سره مخ شي، هماغه الګو تکراروي. لکه څنګه مو چې ولیدل، د یوه کس پرېکړه هم فردي پرېکړه نده، بلکې شدیدا د نورو د چلندونو تر اغېز لاندې دی. یو روږدی افغان که چېرې په یوه بل وخت او یوه بل ځای کې نړۍ ته راغلی وای، کېدای شي په ډېر لګښت لرونکي موټر کې د خپل کار له ځای نه خپل کور ته تللی تر دې چې د پل سوختې د پله لاندې د خپل دوست د مړي ننداره یې کولای چې د ښاروالۍ کارکوونکو یې هدیرې ته د وړلو چمتوالی نیولی. له همدې امله هغه چاپېریال چې یو کس په هغه کې وده کړې ده، له شک پرته د هغه په ژوند یې سیوری پرېښی دی. دغه راز له هغو کسانو سره چې له مخدره موادو نه ګټه اخلي (نه یوازې روږدي کسان، بلکې حتی هغه کسان چې کله ناکله هغه کاروي) هم کولای شي انسان د هغو استعمال ته وهڅوي. یو شمېر خلک چې روږدتیا ته مخه کوي، د کنجکاوۍ له مخې دي. خپله هم نه پوهېږي چې نور ولې له هغو نه ګټه اخلي او د هغه په کارولو سره انسان ته څه احساس ورپه برخه کېږي.
د روږدتیا مسله یوازې افغانستان پورې اړه نلري، بلکې نور هېوادونه هم له هغه سره لاس او ګریوان دي. په ۸۰یمې لسیزې کې پرتګال کې د مخدره موادو ناورین، په یوه وار پراختیا وموندله. د هیرویین نه د ګټې اخیستنې له امله ډیرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکاوه چې دا د اندېښنې وړ وه او ډیر لږ شمېر کورنۍ وې چې د مخدره موادو له مسلې سره لاس او ګرېوان نه وي. په هغو کلونو کې له هر ۱۰۰ پرتګالي نه یوه یې مخدره مواد استعمالول. پرتګال لومړنی هېواد و چې په ۲۰۰۱م کال کې د مخدره موادو د بېلابېلو ډولونو لېږد او له هغه نه ګټه اخیستنه یې جرم وبلل. د مخدره موادو کارونکو ته ښکنځل نه کول او دغه راز په ورځنۍ مکالمه کې هغوی ته د کلیمو او اصطلاګانو په کارولو کې د بدلون راوستل او په ټوله کې د ټولنې د عمومي فرهنګ په لیدلوري کې د بدلون راوستل نه یوازې د مخدره مواد په کارولو کې یې زیاتوالی راووست، بلکې د اعتیاد پرېښودلو کې یې مرسته وکړه. دوستانه چلند، د طبي امکانات وړاندې کول، د خدمتونو وړاندې کول لکه د مخدره مواد کارونکو ته د خوړو اماده کول، له هغو اقداماتو نه وو چې هغوی یې ملاتړي مرکزونو ته د تللو لپاره هڅول. د پرتګالي فعالینو سیاست دا ډول دی چې که چېرې یو کس له اعتیاد نه وروسته بیاځلي د هغو کارولو ته لیوالتیا وښيي، نباید چې حمایتي مرکزونو ته له تللو وېره ولري او باید په ډېر زغم هلته ورشي او د مرستې غوښتنه وکړي.
څېړنې ښيي چې د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې ایسلندي ځوانانو د مخدره موادو الکل او سګرت د کارولو په برخه کې د ټولو اروپايي هېوادونو نه مخکښ وو. ایسلندي ډاکټرانو دغې پدیدې ته له ژور پام وروسته وویل چې کله خلک په هیرویینو روږدي کېږي، ولې په ورزش او هنر روږدي نشي. دغې جملې لوی بدلون په هغه هېواد کې راوست تر هغه ځایه چې له څو کلونو وروسته په اروپا کې د مخدره موادو او الکل د مصرف د جدول په وروستي ځای کې راغلل. دغه راز ایسلند د مخدره موادو د ځایناستې لارې چارې معرفي کړې او د هغو د پیاوړتیا لپاره یې ملا وتړله. د اعتیاد یا روږدتیا لپاره د امکاناتو برابرول هم غوره اقتصاد ته اړتیا لري چې په ورته مهال د ټولنیزو بنسټونو د ښه کارکولو لامل کیږي. د یوه هېواد اقتصاد د روږدتیا له پدیدې سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لري. ځکه په سوکاله شرایطو کې، ښاروندان سوکاله ژوند لري او په سوکاله ژوند کې، مخدره موادو ته هڅېدل ډېر لږ وي. د نورو هېوادونو له تجربو باید ښه ګټه واخلو؛ خو باید په یاد ولرو هغو هېوادونو چې په اعتیاد د اخته کېدو کچه یې کمه کړې ده، لومړی یې پراخه مطالعه ترسره کړې او وروسته کومو پایلو ته یې چې لاسرسی موندلی هغه یې پلي کړي دي. نو له همدې امله د نورو هېوادونو ورته تجربې پلي کول کېدای شي دومره مناسب کار نه وي.
روږدتیا او حکومتولي
روږدي کسان دومره کمزوري دي، چې وکولای شي خپل مسوولیتونه په سم ډول ترسره کړي. هغوی د دولت لپاره ګتور ښاروندان نه دي. ښه حکومتولي هغه ده چې د روږدتیا پدیدې ته رسېدنه وکړي. په امریکا کې څېړنو ښودلې ده چې هر ۱ ډالر چې د روږد کسانو د درملنې په برخه کې پانګونه کیږي، له ۴-۱۲ ډالرو د هغو احتمالي لګښتونو چې د جرمونو او جنایت سره د مبارزې په برخه کې لګول کېږي، کموي. هغه کسان چې د مخدره موادو قاچاق کوي د دولت له لوري د وضع شویو قوانینو نه سرغړونه کوي. هغوی په خپلو کړنو سره په ټولنو کې خلل رامنځته کوي او دولت هم اړ دی چې د هغوی د مخنیوي لپاره تر ټولو سخت قوانین ولګوي. قاچاق کوونکي، د مخدره موادو کښت کوونکي او د هغو صنعت کاران ددې لامل کیږي چې دولتي چارواکي فساد ته وهڅول شي او دغه راز د حکومتولۍ د کمزوزتیا لامل کېږي. البته دا هم ثابته شوې؛ هغه ځایونو کې چې دولت فاسد او کمزوری وي، د مخدره موادو کښت او قاچاق پراختیا مومي او په طبیعي ډول ډېر شمېر خلک هغه ته مخه کوي. دوی د سیمه ییزو وسله والو، زورواکو او ترهګرو ډلو د ملاتړ کوونکو له مهمو عناصرو ګڼل کېږي.