افغان – امریکایۍ ښځه عایشه وهاب د کلفورنیا ایالت سناتوره شوه

۸صبح، کابل: د امریکا د کلفورنیا ایالت مېشتې افغان – امریکایۍ مېرمن عایشې وهاب ویلي، چې په رسمي توګه یې د دغه ایالت د سناتورې په توګه خپل کار پیل کړی دی.

عایشې وهاب سه شنبه د لیندۍ پر پنځه‌لسمه د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې ویاړې له یوې افغان کډوالې کورنۍ څخه وه او وروسته د هیوارډ ټولنې استازې شوه او اوس د سناتورې په توګه ټاکل شوې ده.

هغې زیاته کړې، چې د سختو هڅو په پایله کې تر دې ځایه رسېدلې ده او هیله لري له دې دندې په ګټې اخیستو دغه هېواد ته خدمت وکړي.

د عایشې وهاب په وینا هغه لومړنۍ افغان – امریکایۍ ښځه ده چې د دغه مقام لپاره ټاکل شوې ده.

اغلې وهاب په یوه پیغام کې «امریکایۍ هیلې» ته په اشارې زیاته کړې چې «هرې هیلې ته رسېدل شوني دي.»

د ویلو ده چې له دې مخکې اغلې وهاب په سنفرانسیسکو سیمه کې؛ هغه ځای کې چې ترټولو زیات افغانان پکې مېشت دي، د هیوارډ ښار په ټولنه کې کار کاوه.

ورته لیکنې

Back to top button