اوچا: افغان کورنۍ په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشری چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې د کورنیو ژوند ډېر سخت شوی دی.
اوچا چهارشنبه د کب میاشتې پر درېیمه نېټه خبر ورکړی، چې د افغان کورنیو د پورونو اخیستلو کچه شپږ برابره زیاته شوې ده.
د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګروملتونو سازمان د افغانستان څانګې د ارزونو پر بنسټ، د بېوزلۍ د زیاتوالي له امله له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د افغان کورنیو پورونه په اوسط ډول له ۱۱۴ ډالرو څخه ۶۸۷ ډالرو ته لوړ شوي دي.
اوچا ټینګار کړی، چې نه شي کولای دا وضعیت له پامه وغورځوي.
د ملګروملتونو اړوند دغه سازمان له افغان کورنیو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د ملګروملتونو سازمان د بشري مرستو څانګې تل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بېوزلۍ د زیاتوالي خبرداری ورکوي.