د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ؛ شاهین اسمايي اتلولي خپله کړه
م. ظریف صمیم

د افغانستان د فوټبالغوره لیګنهم پړاو په پایلوبه کې،شاهین آسمايي لوبډلې په یوه ګول سره،سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړه اود پنځم ځل لپاره یې ددغه لیګ اتلولي وګټله.
د لوبې یوازېنی ګول د شاهین آسمايي لوبډلمشر، فردین حکیمي وواهه.
خو د لوبې غوره لوبغاړی، ددغې لوبډلې دفاع کوونکی، حسین علیزاده وټاکل شو.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ کابو یوه میاشت مخکې په کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
شاهین آسمايي، د میوند اتلان، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، توپان هریرود، د اباسین څپې، د سپین غر بازان او موج هاي آمو، لوبډلو په دې لیګ کې سیالۍ وکړې.
د ویلو ده چې د فوټبال غوره لیک پایلوبې لیدلو ته د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم ورغلي وو.
له بلې خوا د هرات نجونو لوبډله، د ښځو فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتله شوه.
د جمعې په ورځ په کابل کې د ښځو فوټبال غوره لیګ سیالیو پایلوبه، د هرات د نجونو لوبډلې وګټله.
دا لومړی ځل دی چې هرات نجونو لوبډله، دا اتلولي ګټي.
د ښځو فوټبال غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ، د کابل، هرات، بامیانو، بلخ، جوزجان او غور ښځينه فوټبال لوبډلو ترمنځ، د اکتوبر په اوومه کابل کې پیل شوې وې.
اخوا د لوبې په سبا ورځ، د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د فوټبال د غوره لیګ د وروستۍ لوبې د دواړو لوبدلو له لوبغاړو سره په کتنه کې ووېل چې تاسو زموږ ویاړ اود ځوانانو لپاره ښه بېلګه یاست. ځکه تاسو هېوادوالو ته موسکا ډالۍ کړه.
شاهین آسمایي لوبډله، د پنځم ځل لپاره، د افغانستان د غوره لیګ سیالیو اتله شوه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.