افغان نجونې او کوباني نجونې

د افغان نجونو نننی حالت د کوباني د نجونو پروني حالت ته ورته دی. هغوی د داعش او مریتوب له خطر سره مخامخ وې او افغان نجونې له طالبانو سره مخامخ دي، چې د داعش بله څېره نندارې ته وړاندې کوي. داعش مخالفې نجونې بندي کولې او جنسي غلامانو ته يې اړولې او طالبان افغان نجونې له زده کړې او پوهې بې برخې ساتي څو یې مریتوب اسانه شي. د دواړو د تګلارو تر شا منطق یو ډول  دی؛ ښځې ته په نابرابره سترګه کتل او د انساني کرامت له پلوه د هغې نیمګړې بلل.

د کوباني نجونو د غلامانو په بازارونو کې د یزیدي نجونو د پلورلو ویډیوګانې لیدلې وې او پوهیدلې چې داعش ته تسلیمیدل یعنې د شهوت غوښتونکو بنسټ پالو غلامۍ ته سرټېټول دي چې د جنت د حورو لېوالتیا دومره بې تابه کړي دي، چې هغې دنیا ته تر تللو صبر نه لري او غواړي په همدې نړۍ کې بې شمېره حورې ولري.

په خواشینۍ سره، د لرغونې نړۍ په ټولو سوبو او لښکر کشیو کې د څو زرو کلونو په اوږدو کې د جنسي غلامانو د ترلاسه کولوهوس د هغو جنګیالیو یوه پیاوړې انګېزه وه چې د سترو فاتحانو لپاره جنګېدل. د توبه سورې د آيتونو په تفسيرونو کې راغلي دي، چې د تبوک د غزا  پر مهال د اسلام يو شمېر لومړنيو عربو ويل چې که له رومي لښکرو سره جګړې ته ولاړ شي نو د «بنی الاصفر» یعنې د سپینې مخو رومي نجونو پر وړاندې به صبر ونه کړای شي. داعش او طالبان په نننۍ نړۍ کې د دې جنسي تندې بېلګې دي، چې ښځه د پېرولو او پلورلو توکی ګڼي، نه خپله انساني سیاله.

د کوباني نجونو تر دوو انتخابونو زیات نه لرل؛ یا به ترخه او تور برخلیک ته تسلیمېدې، یا به د مرګ د خطر په منلو سره جنګېدې. هغوی دویمه پریکړه غوره کړه او د نارینه وو ترڅنګ یې وسلې پورته کړې، جنګي کنډکونه یې جوړ کړل، پوځي روزنه یې ترلاسه کړه او د داعش پروړاندې په وسپنیز هوډ سره ودرېدې. نړۍ حیرانه وه، ځکه د ختېځ د تسلیمۍ منوونکې او اېل کېدونکې ښځې کلیشه ټوټې ټوټې شوه. اوس د ختيځ  نجونې په بې ساري زړورتيا سره وسلې پر اوږو د جګړې ډګر ته تللې وې، د خپلو وينو د تږو دښمنانو پر وړاندې يې  خپلې مورچې کلکې کړې او هغه داعش يرغلګر يې له منځه يوړل او یو په بل پسې یې اوربوز ورته په خاورو واهه چې د بني الاصفر په هیله ډګر ته راوتلي وو.

هغوی وکولای شول د هغو زرګونو نجونو لپاره پناه ځای شي چې داعش نیولې وې او اوس د تیښتې په لټه کې وې. نړۍوال پوه شول چې آزادي او غرور ښځه او نر نه پېژني او نجونې د زړورتیا او کرامت له پلوه په ختېځو او لوېدېځو نه وېشل کیږي، بلکې هر څوک چې په هره جغرافیه کې هوډ وکړي، د خپل عزت او ناموس د دفاع لپاره راپاڅېدلای شي. بالاخره داعش د کوباني نجونو له خوا مات شو او هغوی بریالۍ شوې.

افغان نجونې ورځ تر بلې خپلې وړتیاوې درک کوي. هغوی په تش لاس له طالبانو سره مخامخ دي او په دې پوه شوې چې تسلیمیدل او له خپلو حقونو تېرېدل له جنسي غلامۍ پرته بله پایله نه لري. هغوی پوهيږي چې د نيولو، شکنجو او مرګ خطر شته، خو پر دې هم پوهيږي چې د ذلت او غلامۍ ژوند د کولو ارزښت نه لري. لکه څنګه چې د کوباني د نجونو د جګړې په تړاو کتابونه ولیکل شول او فلمونه نندارې ته وړاندې شول، د دې پېړۍ د تر ټولو تیاره فکرلرونکې ډلې پر وړاندې به د افغان نجونو د مبارزې په تړاو هم کتابونه ولیکل شي او د ازادۍ په زرین تاریخ کې به یوه بله پاڼه هم زیاته شي. پرېږدئ چې ملګري ملتونه وچې او تشې غندنې ته دوام ورکړي او په کابل کې یې مرستیال د طالبانو لپاره لابي ګري وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button