په امریکا کې افغان کډوال غیږ نیوونکي د الامډا د غیږ نیونې په نړیوال پروګرام کې ګډون کوي

۸صبح، کابل: افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته سلګونه ورزشکاران له هېواده وتلی دی. په همدې حال کې امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې په امریکا کې مېشت درې افغان غیږ نیوونکي د الامډا غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

سي‌بي‌اېس چهارشنبه د فبرورۍ پر اتمه د درېیو افغان غیږ نیوونکو ژوند د پوښښ لاندې راوستی چې نهه میاشتې مخکې امریکا ته لیږدول شوي دي.

مشتاق او علي شکوري، وروڼه او د دوی د تره زوی مختار هاشمي درې افغان کډوال دي، چې امریکا ته له رسیدو وروسته د غیږ نیوونکو له ډلې سره یو ځای شول او په ایالاتي سیالیو او الامډا نړیوالو سیالیو کې به برخه واخلي.

د دغو سیمه‌ییزو سیالیو لومړی پړاو، چې دغه درې لوبغاړي به پکې ګډون وکړي سبا (جمعه د سلواغی پر ۲۱مه) ترسره شي.

د الامډا جونیر نړیوالې غیږنیونې ډلې مشر روزونکي فرانک تروجیلو وویل: «ما ته ټیلیفون راغی چې ویل یې، موږ له افغانستان څخه ځینې هلکان لرو چې غواړي د غیږې نیونې په پروګرام کې ګډون وکړي. ما ورته وویل: هو، دوی راولیږئ.»

مشتاق ۲۸ بریاوې او یوازې یوه ماته، علي ۲۷ بریاوې او ۵ ماتې او مختار هاشمي په خپل ریکارډ کې ۱۱ بریاوې لري.

د دغو غیږ نیوونکو روزونکي سي‌بي‌اېس ته وویل چې دغو افغان کډوالو د ژبې ستونزه درلوده، خو د دوی د سپورتي سابقې له امله دوی وکولای شول چې دلته راشي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سپورت فضا محدوده شوه او سلګونه ورزشکاران له هېواده ووتل او کډوال شول.

ورته لیکنې

Back to top button