افغان تبعیدي خبریالان ګوترش ته: افغانستان کې پاتې خبریالان مرګ سره مخ دي

۸صبح، کابل: یو شمېر افغان تبعیدي خبریالانو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په نوم یوه پرانیستي لیک کې ویلي، چې په افغانستان کې پاتې خبریالان هره شېبه له مرګ، تحقیر او تهدید سره مخامخ دي.

دغو خبریالانو د دوشنبې پر ورځ، د وري ۷ مه، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترش په نوم لیک کې ویلي، چې تراوسه ۱۱۵ خبریالان نیول شوي، ګواښل شوي او شکنجه شوي دي.

د دغو خبریالانو په وینا، یوازې تېر کال پینځه خبریالان وژل شوي او یو شمېر نادرکه دي.

د دغه لیک د معلوماتو له مخې، ټلویزوني شبکې د طالبانو د محدودیتونو له امله، په داسې وضعیت کې دي، چې تړل کیدل یې غوره دي او انلاین رسنۍ له جدي سانسور سره مخامخ دي. همدا راز، د ۸ صبح ورځپاڼې او زاویه وېب پاڼې له همدې امله تړل شوې دي.

په دغه لیک کې راغلي، چې په پاکستان، ایران او هندوستان کې یو شمېر تبعیدي خبریالان د بدن او جسم غړو خرڅولو او اولادونو ته له دې لارې یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو ته اړ شوي، چې معتبر مدارک یې په لاس کې شته دي.

په دغه لیک کې، له مجبورۍ د یو شمېر تبعید شویو خبریالانو وضعیت ته په اشارې ویل شوي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې سرګردانه دي.

ورته لیکنې

Back to top button