۸صبح، کابل: د افغان ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا تر ۲۰ کلنۍ ټیټ اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې د ټایلنډ پروړاندې ماته وخوړه.
د افغانستان فوټبال لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د درې پر صفر پایله سره د ټایلنډ پروړاندې ماته وخوړه.
په دغو سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه به د افغانستان په وخت د مازدیګر ۵:۳۰ بجو د دغو سیالیو د کوربه عمان لوبډلې پروړاندې ترسره شي.
د ویلو ده، چې د اسیا اتلولۍ مقدماتي سیالۍ د شل کلنو ځوانانو ترمنځ د روان کال له ۲۳ تر ۲۷ په عمان کې ترسره کېږي.
افغانستان په G ډله کې له ټایلنډ، عمان او فلیپین سره دی.