د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د فزیکي او انلاین تاوتریخوالي پر مرکز بدل شوی دی. طالبانو په ټولنیزو شبکو کې سلګونه کسان د «امارتي قلموالو» په توګه ګومارلي دي. د طالبانو د مجازي پاڼو دغه کاروونکي په ټولنیزو شبکو کې د دې ډلې سیاسي مخالفینو په ځانګړې توګه ښځینه سیاستوالو او اعتراض کوونکو ته په سپکو او بدو الفاظو سره سپکاوی کوي. افغان ویټنس په دې وروستیو کې په یوه څیړنیز راپور کې موندلې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې انلاین تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دغه راپور موندنې ښيي، چې په مجازي فضا کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د سپکاوي پوسټونه درې برابره زیات شوي دي. د دغه څېړنيز راپور څېړونکي وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ټولنيزې رسنۍ د ټولنيزو او سياسي نظرونو د څرګندولو له فضا نه د ښځو د ځورولو او ځپلو پر مرکز بدلې شوې او د ښځو پر لور د ډېرو تاوتریخجنو او بدو پيغامونو څپه ورماته شوې ده.
افغان ویټنس راپور ورکړی چې د افغان ښځو پر وړاندې انلاین تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دغه راپور کې راغلي چې د طالبانو د ناوړه چلند او د ټولنیزو رسنیو د کمزوري مدیریت له امله په افغانستان کې ښځینه سیاسي فعالانې چوپتیا ته اړې شوې دي. په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د سیاست په ډګر کې د فعالو ښځو پر وړاندې په ټولنیزو شبکو کې تاوتریخوالی او کرکجنې خبرې زیاتې شوي دي.
د راپور موندنې ښیي، چې په مجازي فضا کې د ښځو پر وړاندې له سپکاوي ډک پوسټونه په ۲۰۲۲کال کال کې له جون تر ډسمبر میاشتې پورې د ۲۰۲۱میلادی کال د ورته مودې په پرتله درې برابره زیات شوي دي. د دې څیړنې څیړونکو ویلي دي، چې په میانمار کې د یوې څیړنې په څېر یې د اېکس ټولنیز پاڼې د کاروونکو پوسټونه راټول کړي او له مېرمنو سره یې مرکې کړي دي.
دغو څېړونکو په فارسي او پښتو ژبو څه باندې ۷۸ زره پوسټونه راټول کړي او بيا يې ارزولې او څېړلې دي. په راپور کې راغلي چې د دغو پوستو له لارې د سیاست د برخې نږدې ۱۰۰ فعالې ښځې په نښه شوي چې یو شمېر یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلې دي. په راپور کې ویل شوي، چې د دغه بنسټ څېړونکي د پوسټونو د منځپانګې د څېړلو پر مهال نه دي توانیدلي چې د ټولو هغو ښځو موقعیت په اسانۍ سره تشخیص کړي، چې له دغه چلنده زیانمنې شوې دي.
په همدې حال کې د دغې څېړنې مخکښې څېړونکې فرانچسکا جنټایل ویلي دي:« پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ټولنیزې رسنۍ د ټولنیزو او سیاسي نظریاتو د څرګندولو له فضا نه د ښځو د ځورولو او ځپلو په مرکز بدلې شوې دي. موږ د ډېرو تاوتریخجنو او بدو پیغامونو د څپې شاهدان یو چې افغان میرمنې په نښه کوي. دا تاوتریخجن او ګواښوونکي پیغامونه تر ډېره د خصوصي پیغامونو په بڼه او د (پورنوگرافۍ) په ناوړه منځپانګې سره لیږل شوې دي.
د دې څیړنې مخکښې څیړونکې ویلي، چې له ښځو او د هغوی له حقونو سره د طالبانو دښمني د مجازي فضا ناوړه ګټه اخیستونکو ته دا پیغام ورکوي چې هره هغه ښځه چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره ودریږي د سپکاوي وړ ده او په هغې باندې نیوکه کول جایز دي.
د راپور موندنې ښيي، چې په افغانستان او بهر کې د ښځو اعتراضونه په مجازي فضا کې له کرکجنو خبرو سره مخ شوي دي. په دې څېړنه کې ښځو د انلاین تاوتریخوالی د مدیریت د نشتوالي په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
افغان ویټنس څرګنده کړې چې پر واقعي خطرونو سربیره چې د ښځو امنیت ګواښي، ښځې چوپتیا ته مجبورې کړاې شوې دي او انلاین تاوتریخوالي د هغوی پر رواني او روحي روغتیا منفي اغېزې کړي دي. په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال له دویمې نیمايي د ښځو پر زده کړو بندیز او عامه ځایونو ته د هغوی نه لاسرسي د ښځو پر وړاندې آنلاین تاوتریخوالی زیات کړی دی. دغه راز د څېړنې څیړونکو هغه اعتراض کوونکې میرمنې چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره واټونو ته راوتلي، هم لیدلي چې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.
د راپور له مخې، د افغان ویټنس څېړونکو د ۲۰۲۲ کال د نومبر په لومړۍ نېټه له سپکاوي د ډکو پوستونو یوه بله څپه په ګوته کړې ده. دغو څېړونکو له یوې ویډیو چې د ښځو د حقونو یوه فعاله تمنا زریاب پریاني پکې خپله چادري سووځوي، موندلې چې کومو کسانو چې دا پوسټ شریک کړی، له سپکاوي ډکو خبرو سره مخ شوي دي.
د انلاین تاوتریخوالی د ماهیت په تړاو د افغان ویټنس څېړنه ښیی، چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کاله تر ۲۰۲۲ کال پورې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ۶۰ سلنه پوسټونو کې د ښځو پر وړاندې د «فاحشې» او «رنډۍ» په څېر کلمې کارول شوی او د ښځو پر وړاندې د « بې حیا» کلمې کارول ۱۱ سلنه زیات شوي دي. هغو ښځو چې له افغان ویټنس سره یې مرکې کړې ویلي دي، چې هغه پیغامونه چې په مستقیمه توګه دوی ته لېږل شوې دي، د پورنوګرافۍ له عکسونو او د جنسي تیري او مرګ له ګواښونه ډک دي.
افغان ویټنس په دغه راپور کې موندلې چې پر جنسيتي تاوتریخوالي او ناوړه جنسي ګټې اخیستنې سربیره، ښځینه سیاسي فعالانې له سپکاوي ډکو مذهبي، سیاسي او قومي خبرو سره هم مخ شوي دي. د راپور له مخې، د دې څېړنې ګډونوالې ښځې په څلورو ګډو روایتونو سره په نښه شوي دي. لومړی روایت دا دی چې ګواکې دا ښځې له جنسي پلوه بې باکې دي او دویم روایت دا دی چې ګواکې له کلتوري او مذهبي دودونو او رواجونو سرغړونه کوي. دغه راز ویل شوي، چې ګواکې دا ښځې د لویدیځ ګوډاګیانې دي او یو بل روایت هم دا دی چې ګواکې په لویدیځ کې د پناه اخیستو په هڅه کې دي.
د څېړنې موندنو ښودلې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری عاملین له طالبانو ملاتړ کوي. د افغان ویټنس څیړونکو موندلې ده، چې له سپکاوي ډک پوستونه تر ډېره ټیټ پوړي طالبان او په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پلویان کوي.
د افغان ویټنس څیړونکو د ښځو د حقونو د یوې فعالې، یوې پخوانۍ دولتي چارواکې او یوې خبریالې په ګډون له شپږو افغان مېرمنو سره مرکې کړې دي. هغوی موندلې چې انلاین تاوتریخوالی د ښځو په آنلاین ګډون باندې ناوړه اغېزه کړې او په شخصي، ټولنیزه او مسلکي کچه یې د ښځو ورځني ژوند اغېزمن کړی دی. هغو ښځو چې په دې څېړنه کې ورسره مرکې شوي، ویلي چې له آنلاین تاوتریخوالی وروسته یې ځانونه سانسورکړي او یا له ټولنیزو رسنیو څنګ ته شوې دي. د راپور له مخې، ښځو ټینګار کړی چې د خپل امنیت د نشتوالي د وېرې او اندېښنې له امله یې د ملګرو او د کورنۍ د غړو په ګډون له نورو سره له حضوري کتنو ډډه کړې ده.
یوې مېرمنې چې مرکه ورسره شوې ده، ویلي دي: «زه فکر کوم هغه کرکه چې هغوی یې په ټولنیزو رسنیو کې څرګندوي، له هغه څه سره توپیر نه لري چې هغوی یې په ریښتیني ژوند کې احساسوي، که هغوی له تاسو سره مخامخ شي، هماغه نفرت به وښيي.»
د دغې څېړنې څېړونکو ټینګار کړی دی، چې انلاین تاوتریخوالی د ښځو پر کورني ژوند اغېز کوي او په کورنۍ کې د ښځو د چلند او جامو پر څرنګوالي د کورنۍ د نارینه غړو کنټرول او جبر پیاوړی کوي. د دوی په وینا دا اندېښنه شته چې انلاین تاوتریخوالی به د کورني تاوتریخوالي لامل شي.
دا څیړنه ښیې، چې ټولنیزو رسنیو څنګه د آنلاین تاوتریخوالی په ډېرېدو کې ونډه لرلې ده. راپور د اېکس/ ټوېټر د مسوول ایلان ماسک په حواله ویلي چې هغه ځان د بیان د ازادۍ مطلق پلوی ګڼي. راپور اټکل کړی، چې دا ډول نظر ښایي کاروونکو ته دا انګېزه ورکړې وي چې د جنسیت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی پر بنسټ د کرکې خپرولو ته لېوالتیا ولري. دا راپو د تاوتریخجنې یا له سپکاوي ډکې مینځپانګې ته د اېکس/ ټوټېر د غبرګون د بڼې پر احتمالي بدلونونو ټينګار کوي، ځکه چې په اېکس کې د هغو پوسټونو موندل خورا سختېږي چې د دې ټولنیزپاڼې له تګلارو سره په ټکرکې دي او په بشپړه توګه نه حذف کیږي.
راپور وړاندیز کړی چې د ټولنیزو رسنیو د شرکتونو لخوا باید نور اقدامات په پام کې ونیول شي. دغه بنسټ د ښځو له خولې ویلي، چې هغوی د ټولنیزو رسنیو له شرکتونو غواړي چې په غیر انګلیسي او سیمه ییزو ژبو کې د کرکې پر خبرو خپله څارنه زیاته کړي. هغو ښځو چې په دې راپور کې ورسره مرکې شوې ویلي دي، باید له سپکاوي د ډکو پوسټونو او هغو اکونټونو د حذف په برخه کې جدي اقدامات وشي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې افغان ویټنس د اطلاعاتو د تاب راوړڼې په مرکز پورې اړوند پروژه ده. افغان ویټنس په بریتانیا کې میشت یو غیر انتفاعي سازمان دی چې په افغانستان، اوکراین، میانمار او سوډان کې د بشري حقونو د سرغړونو، جنګي جرمونو او ناسمو معلوماتو د څیړلو لپاره د پرانېستې سرچینې معلومات او تخنیکونه کاروي.