د افغان مېرمنو د سیاسي ګډون شبکه: طالبان له ټولنې د ښځو ګوښه کول خپله جهادي لاسته راوړنه بولي

۸صبح، کابل: د افغانستان د ښځو د سیاسي ګډون شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو د طالبانو د له خوا د نجونو د نجونو د ممنوعیت پروړاندې غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان د ښځو د سیاسي ګډون شبکې په اعلامیه کې، چې چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه خبره شوې ده ویل شوي، چې طالبان د ښځو پروړاندې خپل جنایتونه د دین له ادرسه توجیه کوي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي ګډون شبکې طالبان د ښځو پروړاندې پر ظلم او جنایت تورن کړي او د دې ډلې پروړاندې یې د نړیوالې ټولنې او د ملګروملتونو سازمان چوپتیا خواشینوونکې بللې ده.

دغې شبکې ویلي، چې طالبانو د امریکا له خوا د میلیون ډالري بستو او امکاناتو په ترلاسه کولو د افغانانو لپاره ژوند پر دوزخ بدل کړی دی.

د ویلو ده، چې افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د منع کولو لپاره د طالبانو د مشر نوی فرمان له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button