د افغان ښځو بیانیه: له زدهکړو د نجونو ممنوعیت خطرناکې پایلې لري

۸صبح، کابل: لسګونه افغان مېرمنې په یوه بیانیه کې وایي، چې افغانستان کې له زدهکړو د نجونو منع کول به خطرناکې او ناوړه پایلې لري.
هغوی جمعه د لیندۍ پر دویمه نېټه د دې بیانیې په خپرولو له زدهکړو د نجونو د منع کولو په اړه د طالبانو له خوا وړاندې شوي لاملونه غیرموجه بللي دي.
هغوی چې شمېر یې ۷۷ تنو ته رسېږي، د ښځو تاریخي ګوښه کول یوه ستونزه ګڼي، چې تاریخي مسوولیت به یې د طالبانو پرغاړه وي.
هغوی ویلي، چې له زدهکړو د ښځو منع کول د دې لامل کېږي چې نور نسلونه د لوستو، حقوقپوه، ډاکتر او ښوونکو… میندو د نشتون له امله له روزنیز او ښوونیز شاتګ سره مخ شي.
د دې بیانیې لیکونکو د طالبانو وروستۍ پرېکړه د اسلام دین د لارښوونو خلاف بللې او له هغوی یې غوښتي، چې پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي.
د ویلو ده، چې طالبانو ۴ ورځې مخکې د نجونو پر تحصیل بندیز ولګاوه. د طالبانو دغه پرېکړه د افغانانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.