افغانستان؛ ناسور ټپ یا هغه ځمکه چې خدای هېره کړې؟

شفیق الله احدي

که څه هم د بشر تاریخ د مثبت پرمختګ (له غلامۍ څخه د انسان ازادي، د غلامۍ خاتمه او د بشریت جوړونې) خوږې او زرینې پاڼې لري، خو د تېري، استعمار، ډله ییزې وژنې، کلتوري یرغل او د ترهګرۍ د نړیوال کېدو ترخې پاڼې هم له ځان سره لري. دا د نورو هېوادونو لپاره د لویو قدرتونو د جګړو او ښکاره تېریو تاریخ هم بیانوي. هغه جګړې چې یو تمدن په خپل ټول ویاړ سره له منځه یوسي، یو هېواد له منځه یوسي، او هغه هېواد د اوږدو کلونو لپاره په جګړو او اختلافاتو کې ښکېل کړي. په همدې حال کې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې سیمه ییزو او لري پرتو قدرتونو په وار وار پرې بریدونه کړي دي. دا برید یا د یوه متحد او ملاتړي په توګه و او یا هم د ښکاره یرغل په ډول. انګلستان دوه ځله، یو ځل د شوروي سور پوځ، او متحده ایالاتو په وروستیو کلونو کې دلته شتون درلود. د افغانستان خلکو د شوروي او انګرېزانو دواړو پر وړاندې مقاومت وکړ او د همدې مقاومت پایله له هېواده د دغو دوو هېوادونو وتل وو. خو د راپورونو له مخې امریکا له شرمناک تړون وروسته د هېواد د راتلونکي په اړه له اندېښنې پرته وتلې ده.

د دغو قدرتونو له وتلو وروسته د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا پرلپسې او ترخې څرګندونې کېږي. له افغانستانه د روسانو له وتلو وروسته ګورباچوف د ملګرو ملتونو سازمان په غونډه کې د کمونیزم یا د ختیځ قطب د ماتي د منلو په حال کې وویل: «افغانستان یو ناسور زخم دی» همدا ډول په تېرو څو ورځو کې د امریکا ولسمشر بایډن په دوو جلا جلا کنفرانسونو کې ویلي چې “د افغانستان خلک به هېڅکله یو ملت نه شي” او” افغانستان د خدای هېره شوی خاوره ده”.

آیا رښتیا هم افغانستان داسي دی؟ ايا ناسور زخم دی او د خدای هېره کړي خاوره ده؟ په دې لیکنه کې به د هغه څه په اړه خبرې وکړو چې په تېر او اوسني وخت کې په افغانستان کې پیښ شوي دي.

افغانستان؛ “ناسور ټپ” که د کمونیزم په وړاندې ننګونه؟

په تېرو وختونو کې افغانستان یوه پراخه خاوره وه چې د خراسان او آریانا لرغوني تمدنونه پکې جوړ شوي وو. دا خاوره له پخوا هغه ځلانده وياړونه لري چې نورو ډېرو هېوادونو نه درلودل. د افغانستان تاریخ ته په کتو سره به درته معلومه شي چې دا هېواد د “قبایلي” او “خاني” حکومتونو له جوړېدو وروسته په خپل منځي شخړو کې ښکېل شو. د سدوزي او احمدزي قومونو ترمنځ د واک پر سر اختلافات تر اوسه دوام لري.

دا هېواد مخكې له دې چې پر دې مخ واړول شو د ډېرو لرې او نږدې خلكو د خوبونو خاوره وه. د افغانستان معاصر تاریخ یو خونړی تاریخ دی، چې د نورو د ګټو د خوندي کولو لپاره له جنجالونو، دښمنیو او سرتیرو ډک دی. د قومي شخړو له رامنځ ته کېدو او له دغو قومونو څخه د یوه قوم واک ته په رسیدو سره د شخړو لمن دومره پراخه کېږي چې د دوو اړوندو قومونو تر منځ د جګړې ستونزه په افغانستان کې مېشتو نورو قومونو ته هم غځېږي. په دې توګه هر ځواک افغانستان ته داخلېږي. د دې اختلافاتو په منځ کې، هېواد د کښتۍ د ډوبیدو په څیر ډوب شو. کله چې شوروي اتحاد افغانستان ته داخل شو، د داسې زیربناوو په جوړولو یې پیل وکړ چې افغانستان تر اوسه هم هغه څه نه وو لیدلي.

له افغانستانه د روسیې وتل په افغانستان کې د داخلي او پوځي عواملو پر ځای یو بهرنی عامل درلود. خو دغه هیواد تر ټولو زیات پوځي زیان وګاله او بالاخره یې له افغانستان څخه د وتلو په پایله کې د روسیې تر ولکې لاندې ۱۵ جمهوریتونه آزاد کړل. که څه هم په نورو ځایونو او نورو سیمو کې د روسیې واک او وقار مات شوی و، خو له افغانستانه د دوی وتل په حقیقت کې د دغې سترې ناکامۍ یوه پرده وه. په افغانستان کې د روسانو د شتون په وخت کې که څه هم د دولت جوړونې او ملت جوړونې په برخو کې ماهرین افغانستان ته ننوتل او د کمونیزم د پیاوړتیا هڅه یې وکړه، خو کومه لاسته راوړنه یې نه درلوده. همدا ډول ګرباچوف دغه هېواد له سترې سیاسي – ایډیالوژیکي ماتې وروسته یو «ناسور ټپ» وباله.

د شلو کلونو له ناکامه حضور وروسته؛ “افغانستان د خدای هېره شوی خاوره ده”

د احمد شاه مسعود تر وژل کېدو وروسته امریکا د القاعدې د ځپلو په پلمه افغانستان ته ننوتله. افغانستان ته د امریکا له راتلو سره سم د طالبانو څو کلنه واکمني پای ته ورسېده او د حکومتولۍ نوې دوره پیل شوه. اساسي قانون تصويب شو او په افغانستان کې د امريکا په خوښه نظام رامنځته شو. امریکایانو ظاهراً نړۍ ته دا وښودله چې جګړه ځپلی افغانستان په یوه ډیموکراټیک، ازاد او پرمختللی هېواد بدلوي. د نړۍ له دغو نندارو وروسته یې د ډیموکراسۍ د ارزښتونو بنسټیز کول پیل کړل. له دغو ارزښتونو یو یې ټاکنې او بل یې د بیان ازادي وه. داسې ټاکنې چې د تنظیم په هر پړاو کې یې د خلکو د خوښې وړ کس و نه ټاکل شو، بلکې د امریکا لخوا به یو کس ټاکل کېده.

د بیان د ازادۍ په ډګر کې خبریالان، مدني او سیاسي فعالان، ټولنیز فعالان او نور په بېلابېلو ډولونو وځپل شول. بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او ظلمونه بنسټیز شوي دي. امريکا دا ټولې قضيې څارلې، خو په افغانستان کې يې د نفوذي او ناپوهو استازو له ملاتړ او ګمارلو څخه ډډه ونه کړه، تر څو چې د دغه هېواد برخليک يو ځل بيا له منځه ولاړ شي او هرڅه سقوط وکړ. دا چې امریکا په افغانستان کې له دوه مخونو سره لوبه کوله؛ چې ظاهري ډول ​یې د ډیموکراسۍ او د هغې د ارزښتونو مدافع و او په دننه کې یې د دولت پر ضد او د حکومت د کمزوري کولو لپاره له ډلو ټپلو سره موافقه وکړه.

د امریکا دغه دوه مخی چلند، د افغانستان د ستر ملاتړي او متحد په توګه د دې لامل شو چې د ملت جوړونې بهیر له ننګونو سره مخ شي. په افغانستان کې د امریکا د دوه لسیزو حضور پایله یو کمزوری حکومت او کمزوری ملت دی. په هغو هېوادونو کې چې حکومت او ولس دواړه له بنسټيز بدلون وروسته کمزوري پاتې وي، د سياست د معلومو اصولو له مخې يې پايلې دوامداره جګړې او انارشيزم وي؛ دا هغه څه دي چې اوس په افغانستان کې روان دي. امريکا ټول هغه څه چې د افغانستان سره کړي وو، بسنه یې پرې ونه کړه، بلکې په يوه شرمناکه تړون کې يې د دغه هېواد ټول واک يوې داسې ډلې ته وسپاره، چې له هغې ډلې سره د جګړې او له منځه وړلو په پلمه امریکا افغانستان ته راغله.

اوس هم افغانستان ته هره اونۍ د امریکا مرستې روانې دي او دغه هېواد یې د ژوند او مرګ، وجود او تباهۍ، شتون او نه شتون په منځ کې ایسار کړی دی. افغانستان، چې د بایډن په وینا، “د خدای له خوا هېره شوې ځمکه” ده، د دوو لسیزو لپاره د امریکا ګټې خوندي کړې. دا هر څه چې نن په دې هېواد کې شوي د هغو پرېکړو پایله ده چې د امريکا حکومت له دوو لسيزو راهيسې په دغه هېواد کې ترسره او عملي کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button