افغانستان او جلاوطنه استعدادونه، د حسرت سرچینه که د خوږښت پانګه؟

د طالبانو لاسته د افغانستان ۤپه لوېدو سره، بهر ته د هېواد د استعدادونو د کډوالېدو لویې څپې ورماتې شوې. د دغو استعدادونو یوه برخه د سپتمبر له یوولسمې په وړاندې نسل او بله برخه یې بیا تر هغې د وروسته دوو لسېزو په نسل پورې اړوند وه. په تېرو دوو لسیزو کې، پردې سربېره، چې د منځي عمر ځيني تحصیل کړي کډوال، په خورا شوق او لېوالتیا سره هېواد ته راستانه شول چې د خپل وطن په بیارغولو کې ونډه ولري، دغه راز لسګونه زره ځوانانو او زلمیانو په هېواد کې فرصت وموند چې په کور دننه او بهر لوړو زده کړو ته مخه کړي او د افغانستان د پرمختګ لپاره په متخصص او پیاوړي بشري ځواک بدل شي. له جګړې او نا امنیو سره سره، چې په دغو دوو لسېزو کې طالبانو پر هېواد تپلې وې، د افغاني ټولنې د ننه ډينامیک او په دې دوره کې یې د پایښت او غوړېدو لپاره وړتیا بې مخینې وه.

د مخکیني دولت سقوط  درانه او ملاماتوونکي اړخونه لرل، لکه د مغزونو تېښته او د استعدادونو په خپله خوښه جلاوطني. له ویلو پرته څرګنده ده چې متخصص او پرکارپوه ځواک د هېوادونو د پرمختګ او ترقۍ تر ټولو مهم عامل دی او د داسې نوښتګر پیاوړي او کارنده ځواک له لاسه ورکول بیا یوه لویه غمیزه ده. پرمختللو هېوادونو د پرمختګ یو لامل له نورو هېوادونو نه د تر ټولو غوره استعدادونو جذب او د اړتیا وړ برخو کې د هغوی کارول دي.

نن ورځ ډیری هېوادونه چې غواړي د راتلونکي پر لور ستر ګامونه واخلي، پر خپلو سیاستونو بیا کتنه کوي څو هم خپل هېواد ته د بهرنیو پانګوالو د ورتګ لاره هواره کړي او هم د نورو هېوادونو د متخصصو ځواکونو د جذب لپاره لاس په کار شي. د تمدنونو تاریخ هم ښيي، چې  تاریخي پرمختګونه هم، په هغو دورو کې رامنځته شوي دي چې غوره او پیاوړي بشري ځواک د یوه هېواد په ټولنه کې ځای پیدا کړی دی او له وړتیاوو یې په ښه توګه ګټه اخیستل شوې ده.

اوس له دې پوښتنو سره مخ یو چې د افغانستان د کډوالو او جلاوطنه استعدادونو رول په کوربنو ټولنو کې له ادغام پرته څه دی؟ په ځانګړې توګه، آیا کولای شي چې د خپل ټاټوبي ملاتړي وي او له ناخوالو یې د خلاصون پر لور بدلونونو کې ونډه واخلي؟ ټولنیزې شبکې ښيي چې ډیری کډوال استعدادونه، سره له دې چې پر افغانستان د واکمن ځواک له منګولو نه پرتېښتې خوښ دي، خو له وطن نه د بېلېدو له غمه کړېږي او د خپلې له لاسه وتلې خاورې په پار اوښکې تویوي. له خپل وطن او ټاټوبي سره عاطفي تړاو طبیعي چاره ده، خو باید وپوښتو چې آیا پکار ده، له خپلې خاورې سره زموږ تړاو زموږ اوښکو او اسوېلیو ته را محدود شي، یا کولای شو چې لوی او د پاموړ مسوولیت پرغاړه واخلو؟ آیا کولای شو د هغو کړاوونو په انعکاس کې چې زموږ پر وطن یې سیوری غوړولی رول ولرو؟ آیا کولای شو د کوربنو ټولنو د عمومي افکارو په پوهاوي سره د خپلو خلکو لپاره ګټور پرېوځو؟

آیا کولا شو د کوربه دولتونو پرسیاستونو اغېز وکړو څو د ظالمې و ځپوونکې دستګا پر ملاتړو بدل نه شي؟ آیا کولای شو افغانستان د نړۍ له هېرېدو وژغورو؟ آیا کولای شو له هغې خاورې نه د ورانوونکو نیابتي جګړو سیوری لېرې کړو؟ آیا کولای شو په هغې ټولنه کې د ترهګرۍ او افراط پالنې د جرړو د غځېدو مخه ونیسو څو د سخت دریځو جنګیالیو په لوی پنډغالي بدله نه شي؟ دې ته ورته ډیرې نورې پوښتنې شته چې ځواب ته په تمه دي.

Back to top button