افغانستان او هندوستان د شاتوت بند د جوړولو تړون لاسلیک کړ
د ۸صبح پښتو مجله، م. ظریف صمیم

افغانستان او هندوستان د سلواغې په ۲۱مه په آنلاین غونډه کې د شاه توت بند د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه. دغه هوکړه د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو محمد حنیف اتمر او سربرامانیام جایشنکر له خوا د ولسمشر غني او د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي په حضور کې لاسلیک شوه.
د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې د دغه بند په جوړولو څه باندې ۲۳۶ میلیون ډالره لګښت راځي چې یوه برخه یې د هند له خوا ورکول کېږي چې د دوه میلیونه کابل ښاریانو لپاره به د څښاک اوبه برابرې شي.
شاتوت بند به ۹۷ متره لوړ او ۶۰ متره پلن والی او د ۱۴۶ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
محمد اشرف غني او نریندرا مودي په دغو مراسمو کې ویناوې وکړې. ښاغلي مودي په افغانستان کې سراسري اوربند غوښتنه وکړه.
هغه په هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه او وې وېل چې افغانستان او هند د یوې امنې سیمې لپاره هڅه کوي.
ښاغلي مودي زیاته کړه چې د افغانستان اړتیا ورته مهمه ده او په راتلونکي کې به په افغانستان کې دیته ورته نورو پرمختیايي کارونو ته دوام ورکړي.
په دغو مراسمو کې ولسمشر غني د هند له مرستې، د شاه توت بند د جوړولو او له افغانستانه یې د ملاتړ مننه وکړه.
شاتوت د بند جوړولو دوهمه پروژه ده چې د هند له خوا تمویلېږي. د هرات سلما بند هم د هند په مرسته جوړ شوی دی.
شاتوت بند چې د کابل په سیند جوړېږي، د کابل ولایت د چهارسیاب ولسوالۍ په للندر سیمه کې موقعیت لري، د ۱۵۰ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري چې په جوړېدو سره به یې څلور زره هکتاره ځمکه خړوبه او دوه میلیونه کابل ښاریانو ته به پاکې اوبه چمتو کړي. د اوبو د تنظیم اداره وايي چې د شاه توت بند د جوړولو کار به ډېر زر پيل او په درېیو کلونو کې په یې چارې بشپړې شي.
د شاتوت بند د جوړولو تړون داسې مهال لاسلیک کېږي چې کابل ښار د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی او آن د کابل تر ځمکې لاندې اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده.