افغانستان او سیاسي استبداد

په افغانستان کې سیاسي استبداد اوږده مخینه لري او د شاته پاتې کېدو یو اصلي لامل یې همدا دی. البته په لنډمهالو دورو کې پرانیستې سیاسي فضا هم رامنخته شوې ده، خو دا د قاعدې یوه استنثنا وه. استبداد چې د ډېرو فسادونو او ورانیو مور ده، په خپله د نورو پېچلو عواملو زېږنده ده. لومړی عامل یې رواني دی. استبداد په ذلیلو او خوارو ټولنو کې رامنځته کېږي هلته چې عزت او غرور له منځه ځي او خلک زاریو او ذلت ته غاړه اېږدي. په هغو ټولنو کې چې ډېری خلک یې ازاد او سرلوړي خلک وي، هیڅ استبداد نه رامنځته کېږي او هېڅ مستبد پایښت نه مومي. بل عامل یې اقتصادي دی. په کوم ځای کې چې خلک په خورا بې وزلۍ او اقتصادي نابرابرۍ کې ژوند کوي، لومړی لومړیتوب یې د خپلې ګېډې ډکول وي او وږی انسان د عزت او درناوي په نوم څه نه پېژني هغه هېواد چې له پېړیو راهیسې وږی او د نورو مرستو او خیراتو ته اړ وي، اکثریت وګړي یې د ازادۍ په نوم څه نه پېژني. بل عامل یې کلتوري دی. کلتور یوه اوږدمهالې ښکارنده ده، چې د تاریخ په اوږدو کې ورو ورو وده کوي او د بشپړتیا لاره وهي. كه په يوه کلتور كې ستاینې، چاپلوسي، غوړه مالي او غلامي په عادي چارې بدله شي او کلتوري مخکښان، شاعران، ليكوالان، مفتيان، فقهاء او هنرمندان د قدرت د دستګاه په غوړه مالانو بدل شي، نو د هغې ټولنې كلتور استبداد پالونکی کېږي او د ذلت او بې وسۍ روحیه به د خلکو د هډوکو تر ژورو حاکمه کړي.
کله چې رواني، اقتصادي او ټولنیز عوامل سره یو ځای شي او ټول د استبداد په ګټه عمل وکړي، نو داسې وېروونکي شرایط رامنځته کېږي چې د ازادو او ازادي غوښتونکو خلکو لپاره میدان تنګوي او برخلیک به یې له زندان او شکنجې او یا نفیې او جلاوطنۍ سره غوټه کړي. په تېره یوه پېړۍ کې د افغانستان تر ټولو ویاړليو بچیانو یا په زندانونو کې وخت تېر کړی، یا جلاوطنه شوي او یا یې هم په ترخې انزوا کې ساه ورکړې ده.
ایا له استبداده د خلاصون لاره شته؟ بې له شکه، لکه څنګه چې هر درد درملنه لري، هره ټولنیزه ستونزه هم حل لاره لري. د ديکتاتورۍ د خونړیو دستګاوو په منګولو کې د کېوتو تجربه د نړۍ په ډېرو برخو کې شوې ده، خو ډېر ملتونه توانېدلي دي، چې په کلک هوډ او عزم سره خپل تقدیر بدل کړي او دا هغه وخت و، چې د خپل انساني کرامت پر قدر پوهېدلي دي او نه یې دي غوښتي، چې بربادۍ ته یې غاړه کېږدي. هغه ملتونه چې له عزت او پت سره یې انساني ژوند له ذلته ډک او رټل شوي ژونده غوره وباله، ظلم او جبر ته یې له غاړې اېښودو ډډه وکړه، د دې ښکارندې پر ژورو ریښو یې فکر وکړ، د هغې بنسټیز بدلون ته یې ملا وتړله او د استبداد او دیکتاتورۍ دستګاوې یې له پښو وغورځولې.
افغانستان نن ورځ په خپلې یوې تر ټولو استبدادي دورې کې دی او شکنجه او ځپل پکې د ژوند د ورځني واقعیت برخه ګرځېدلې ده، خو دا په دې مانا نه ده چې بدلون یې ناشونی دی. د یو ملت لپاره دا بسنه کوي، چې د عزت او ازادۍ په مانا پوه شي او د ازادو خلکو قدر درک کړي، څو نوی بهیر رامنځته شي. موږ باید ازادي د ارزښتونو په سر کې راولو، د ازادو خلکو ستاینه وکړو او د بې وسۍ، چاپلوسۍ او غلامۍ پر روحیه نیوکه وکړو او لږ تر لږه له راتلونکو نسلونو سره مرسته وکړو چې په داسې یوې فضا کې ژوند وکړي چې عزت او کرامت یې خوندي وي. ازادي او سرلوړي بیه لري چې موږ یې باید پرې کولو ته چمتووالی ونیسو.