افغانستان او په چریکي لارو چارو سره د پوهې دودول

هغې جګړې چې د طالبانو ډلې له علم او پوهې سره پېل کړې او د افغان نجونو د یوه نسل د بې سواده ساتلو هوډ یې کړی، پر بدیلو لارو یې د فکر کولو ناچاري رامنځته کړې ده. هغه کسان چې د علم او پوهې خواخوږي دي او د دې خاورې د ملیونونو ماشومانو د راتلونکي په تړاو اندیښمن دي، مجبور دي چې د هغو آزادۍ غوښتونکو ځواکونو د جګړې په څېر لارو چارو ته مخه کړي، چې د یرغلګر او جابر دښمن پر وړاندې یې په داسې شرایطو کې کوي، چې دودیز جګړه د امکان وړ نه وي، چې دا پخپله زموږ په هېواد کې د ژوند یو تریخ طنز دی چې د پوهې د دودېدو وضعیت د جنګ او جګړې په بېلابېلو بېلګو سره تشریح او په همدې منطق مطرح کیدای شي. له علم او پوهې سره د طالبانو مخالفت ګڼ لاملونه او انګیزې لري؛ پر علم او پوهه د دې ډلې له بې باورۍ نیولې د هېوادوالو له پوهې او علم نه د دې ډلې تر وېرې پورې. د هغې هڅې موخه چې دې ډلې د هېواد پر تحصیل کړي پاړکي د فشار د زیاتولو په موخه پیل کړې، څو له خپل وطنه کډه کولو ته اړ شي، دا ده چې دې ډلې ته د خپلسرۍ او فساد لا ډيره زمینه برابره شي، ځکه د چور او تالان، دیکتاتورۍ او استبداد او ځپلو او شکنجې هر ډول مخنیوی هغه مهال کیږي چې د هیوادوالو د پوهاوي کچه لوړه او پوهه زیاته شي او په ملي او وطني مقیاس خپلې ګټې او تاوانونه په روښانه توګه تشخیص کړي.

دا مهمه نه ده، چې د علم او پوهې د ځپلو او په وچه او آفت ځپلې دښته د افغانستان د بدلولو لپاره د طالبانو انګېزه څه ده، مهمه دا ده چې د دغه بهیر مخه څنګه نیول کيدای شي او لږ تر لږه د علم د دودېدو او د پوهې د ملاتړ او د کلتور د ساتنې په برخه کې کوم اغېزناک ګامونه اخیستل کیدای شي. اوس مهال، یو شمېر خلکو د کورنیو ښوونځیو جوړولو ته مخه کړې، ځینو د خصوصي ښوونیزو کورسونو جوړولو او یو شمېر نورو په مجازي فضا کې د ښوونیزو دورو پېلولو او ځینو خو ان د آنلاین ښوونځيو جوړولو ته مخه کړې ده. دا ټولې هڅې ارزښتناکې دي او هغه کسان چې د ننداره کولو پرځای یې په یوه کار لاس پورې کړی دی، د ستاینې او قدر وړ دي. خو دا هڅې کافي نه دي او یوازې یو محدود شمېر افغان نجونو ته رسېږي. د دې تر څنګ د دغو پروګرامونو د سلیقه یي کېدو امکان، د تخصصي او مسوولو مراجعو له لوري د څارنې نشتوالی، د ښوونیزو محتویانو توپېر او د هر ښوونیز پروګرام تر شا په ښوونیزه فلسفه کې ابهام د هغو د اغېزناکتوب او ګټورتوب د کچې په اړه د شکونو لامل ګرځي.

په دې برخه کې د لا بنسټيز کار لپاره باید دې مسألې ته له دې زاویې پام وشي، چې ښوونه او روزنه په اوسني پېر کې یو له لومړنیو بشري حقونو او د ژوند یوه له لومړنیو اړتیاوو ده او هغه رژیمونه چې له دغو حقونو نه یې د خلکو بې برخې کولو ته ملا تړلې ده، خپل د مشروعیت له لاسه ورکولو سند پخپله لاسلیکوي، په واقعیت کې دا ډول رژیمونه د ټولنې د عامو وګړو پر وړاندې راپاڅیدلي دي او له همدې امله د هغو راپرځول انساني رسالت ته ارتقا مومي څو خلکو ته خپل حقونه بېرته ورکړل شي. د داسې رژيمونو راپرځول او د هغو پر ځای د خلکو د ارادې پر بنسټ د نظامونو راوستل تر ټولو بنسټيزه حل لاره ده. خو تر هغه وخته د علم او زده کړې د مسألې اهمیت ته په پام سره، اړتیا ده چې د علم او پوهې د دودېدو لپاره لا مهم ګامونه واخیستل شي، په ځانګړې توګه، د لویو لارو چارو لپاره د سواد زده کړې او تحصیل د پياوړو نړیوالو سازمانونه هڅولو ته اړتیا ده، څو د ډیجیټل ټیکنالوژۍ په کارولو سره په دې برخه کې لاس په کار شي. په افغانستان کې په دې برخه کې ترسره شوي کارونه له پوهې د خلکو د بې برخې کولو لپاره د ځپونکو رژیمونو د ناکامه کولو یوه بیلګه کیدای شي.

ورته لیکنې

Back to top button