افغانستان او د بې باورۍ معادله

لیکنه:زین‌الله سروري

باور او بې باوري هغه څه دي چې هر یو یې هم حکومت او هم هېوادوال تر اغېز لاندې راوستلای شي. د باور او ښې حکومتولۍ ترمنځ مستقیمه اړیکه شته. هر څومره چې دولت د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د ټولنې د بنسټیزو اړتیاوو په برابرولو کې بریالی شي، هومره د ټولنیزې پانګې په ځانګړې توګه د ډله ییز باور کچه لوړیږي.

باور هغه وخت ارزښتمن توکي ګڼل کېږي، چې یوه ټولنه په اخلاقي فضیلتونو، ريښتیولۍ، صداقت او امانتدارۍ سمباله وي. په داسې حالت کې باور د همکارۍ د اسانتیا برابرونکی ګڼل کېږي. په یوه ټولنه کې باور د خلکو تر منځ د اړیکو اسانتیاوې برابروي، د اقتصادي پرمختګ بنسټ جوړوي او بالاخره د سیاسي پرمختګ لامل ګرځي او په سیاسي فعالیتونو کې د ټولو مشارکت او د دولت ملاتړ ته زمینه برابروي. د دې اپوټه، بې باوري هغه افت دی چې د ټولنې د غړو ترمنځ د هر ډول ټولنیزې همکارۍ فرصت کموي او بالاخره په ټولنه کې د اقتصادي، سیاسي او کلتوري د شاتګ لامل ګرځي.

لاندې د ټولنیزې بې باورۍ پر ریښو او اصلي عواملو بحث کوو.

د حکومت ناکارندوالی او د ځواب ورکړې د وړتیا نه لرل

د حکومت کیفیت او ضعف تر ډېره بریده په باور یا ټولنیزې پانګې پوري تړلی دی. یو کارنده حکومت د خدمتو په وړاندې کولو او د خلکو اړتیاوو ته په ځواب ویلو سره ټولنیز باور ترلاسه کوي او د باور شتوالی هم په خپل وارسره  د دولت فعالیتونه اسانه کوي.

افغانستان اکثراً د یوه پیاوړي او اغېزناک حکومت له نشتوالي سره مخ پاتې شوی دی، چې د بې باورۍ کړکېچ ته یې لمن وهلې ده. د فرانسس فوکویاما په وینا، بې باوري د تاریخ په اوږدو کې تر ډيره د کلتوري ریښو پر ځای د پیاوړي حکومت او د قانون د حاکمیت د نشتوالي له امله رامنځته شوې ده. د پیاوړي او باور وړ ځواک په نشتوالي کې، خلک او کورنۍ په خپلو شته سرچینو کې پاتې شوي او ټول د ټولو پروړاندې یو ډول نرمې جګړې ته مخه کړې ده.

په افغانستان کې حکومتونه نه دي توانېدلي چې د هېوادوالو اړتیاوې په سمه او اغېزناکه توګه پوره کړي او په پایله کې یې د هېوادوالو پر وړاندې د پرستیژ او برم  کچه راټيټه شوې او په دولت باندې د خلکو باور کم شوی دی. کله چې یو حکومت ونه کړای شي او یا ونه غواړي په عادلانه توګه مالیه راټوله کړي، څوک حاضر دي چې په خپله خوښه مالیه ورکړي او یا له مالیې د تیښتې په اړه فکر ونه کړي؟ یا کله چې حکومت ونه کړای شي مجرمین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري، لږ خلک د نظام پر واک او مشروعیت باوري کېږي. دا ټول د خلکو د بې باورۍ لامل کېږي او د حکومت مشروعیت کموي.

اقتصادي – صنعتي وروسته پاتې والی

اقتصادي وده او پرمختګ نه یوازې د یوې ټولنې او هیواد بڼه بدلوي، بلکې د هغه د خلکو په کړنو او نورمونو هم اغېز کوي.

له صنعتي انقلاب مخکې، ټولو خلکو په خپلو کرنیزو ځمکو کې کار کاوه او په عمده توګه یې د ژوند اړتیاوې پوره کولې. کروندګر له سهاره تر ماښامه  په ځمکه کې پر کار بوخت وو او ډېر لږ به یې ډله ییز فعالیتونه کول. خو د ټولنو په صنعتي کېدو سره ډیری خلکو کرنيزې ځمکې پرېښودې او په ښارونو کې یې توليدي او صنعتي شرکتونو ته مخه کړه او هلته يې په ډله ييزه توګه کار پيل کړ. دا فعالیت باور ته اړتیا لري.  کارګر باید باور وکړي چې د شرکت خاوند به د هغه د کار په بدل کې د هغه مزد او معاش له ځنډه پرته ورکوي او د شرکت خاوند باید پر خپلو کارګرانو باور وکړي چې د کار کولو وړتیا لري. کنه نو، دا به ممکنه نه وي چې دا ډول ډله ییز کار ترسره شي. له همدې امله ټولنیز او ډله ییز فعالیتونه باور ته اړتیا لري او له دې پرته دوام نه شي کولای. له بده مرغه افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېری وګړي یې پر کرنه بوخت دي او په صنعتي او ټولنیزو فعالیتونو کې چې ډله ییزې همکارۍ ته اړتیا لري، لږ کار کوي. د دغه کار په پایله کې د خلکو ترمنځ د باور او ډله ییزې همکارۍ کچه ټیټه ده.

کلتوري فقر او دودیزه ټولنه

د دودیزو ټولنو یوه ځانګړنه دا ده چې خلک په خپلوانو او پردیو وېشي او ټولې اړیکې د وینې د اړیکو پر بنسټ جوړېږي. په داسې نظام کې خپل کسان دوستان، همکاران او ملګري ګڼل کېږي او تر منځ یې ګرمه او نږدې اړیکه ټینګېږي، خو پر پردیو باور کول ناروا او نامناسب ګڼل کېږي او پردي د سیالانو او دښمنانو په توګه تعریفوي. په داسې ټولنو کې تل داسې معاملې وي چې باور کمزوری کوي او د ډله ییزې بې باورۍ له پراختیا سره مرسته کوي.

کلتور، چې ټولې مادي او معنوي شتمنۍ پکې شاملې دي، په ځانګړې توګه ارزښتونه، نورمونه، چلندونه او نظرونه، د باور او اړیکو پر جوړولو اغیزه لري. دیني باورونه او ارزښتونه هم د باور او بې اعتمادۍ له پراختیا سره مرسته کولای شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د دين د ناسمو تعبيرونو او له ديني لارښوونو د ناوړه ګټې اخيستنې له امله نه يوازې دا چې د باور له پراختیا سره یې مرسته نه ده کړې، بلکې د بې باورۍ د زياتېدو لامل شوى دى. ځکه داسې کسان وو او شته چې د دین له وسیلو په ګټې اخیستنې سره په تاوتریخوالي، تبعیض، قتل او وژنو لاس پورې کوي.

بې باوري او د مافیا ظهور

کله چې دولت  خلکو ته د عامه خدمتونو په وړاندې کولو په تېره بیا د امنیت په ټینګښت کې بریالی عمل ونه کړي، خلک د خپل امنیت د ټینګښت لپاره خصوصي حل لارو ته مخه کوي. یوه له دغو حل لارو دا ده چې دوی مافیايي ډلو ته مخه کوي. د بېلګې په توګه، که ستاسو ځیني سوداګریز توکي غلا شي او حکومت یې د عاملینو په نیولو او مجازاتو کې پاتې راشي یا کمزوری عمل وکړي، نو تاسو اړ کېږي چې دویمه حل لاره غوره کړئ چې هغه مافیايي ډلو ته مراجعه ده. مافیايي ډلې به په لنډ ممکن وخت کې له غلو غلا شوي توکي د یو څو پیسو په اخیستلو سره بېرته راوګرځوي. خو دا ټوله کیسه نه ده، د مافیايي ډلو شتوالی د بې باورۍ کړکېچ زیاتوي، ځکه دغه ډلې د قانون او عدالت له مخې عمل نه کوي او هر اړخ یې ګټې تامین کړي، د دعوې د هماغه اړخ په پلوی عمل کوي.

افغانستان هغه هېواد دی، چې له یوې خوا د حکومت کمزورتیا او له بلې خوا یې جغرافیایي خنډونه د دې لامل شوي دي، چې دولت ونه کړای شي، په لېرې پرتو سیمو کې په اغېزناکه او دوامداره توګه لاسرسی او حضور ولري. په سیمو کې د حکومت د نشتوالي له امله د مافیايي ډلو او جنایتکارو ډلو د پراخېدو لپاره زمینه برابره شوې ده. په داسې حالت کې تاسو باید په انفرادي توګه د خپل ژوند او مالي خوندیتوب لپاره اقدام وکړي، هغه که د ساتونکو د استخدامولو یا مجرمینو او مافیايي ډلو ته د باج ورکولو له لارې وي.

د افغانستان مرکزي حکومتونو د ضعیف جوړښت او واک له امله نه یوازې دا چې دغو ډلو ته د حضور او مانور فرصت ورکړی، بلکې ځینې وخت یې له دغو ډلو د مالیاتو د راټولولو او د خپل نفوذ د پراخولو لپاره هم کار اخیستی دی. دا کار پخپله د بې عدالتۍ او عامه بې باورۍ لامل شوی دی.

پایله

په افغانستان کې د بې باورۍ زیاتوالی د ټولنیزو فعالیتونو د کموالي لامل شوی او په دې توګه ټولنیز یووالي ته پر یوه ګواښ بدل شوی دی. ټولنیز باور د افغانستان په ګډون په هر هیواد کې ارزښتناکه ټولنیزه پانګه ګڼل کېږي او له پامه غورځول یې له یوې سالمې ټولنې دواټن اخیستو مانا لري او په پایله کې یې په ټولنه کې بې باوري زیاتېږي.

په افغانستان کې بې باوري د نه همکارۍ، ګډوډۍ او بلوا لامل شوې ده. د دولتي حاکمیت ناکارندوالی او کمزورتیا، دودیزه ټولنه، اقتصادي کمزورتیا، اخلاقي ستونزې، کلتوري فقر او مافیاواکي په افغاني ټولنه کې د ټولنیز بې باورۍ د رامنځته کېدو له لاملونو دي، چې د ټولنیزو اړیکو پر کمزوري کولو سربېره، د اقتصادي پرمختګ، سیاسي پرمختګ او ولسواکۍ د پرمختګ پروړاندې پر یوه لوی خنډ بد

ورته لیکنې

Back to top button