افغانستان او د السوالوادور د سولې تړون درسونه
ليکنه: آسيه حمزه اي، ژباړه: محمد عزيز پردېس

جنرال کارلوس هومبرتو رومرو په ۱۹۷۷ زېږديز کال کې په درغلۍ سره په ټاکنو کې د السوالوادور ولسمشر شو. هغه چې له کابو(۵۰) کلونو پوځي واکمنۍ وروسته واک ته ورسېد، د اقتصادي مخکښو څېرو له ملاتړه برخمن شو. ددې هېواد په لس ګونه زره اوسېدونکو په تاوتريخوالي سره ددغو ټاکنو پر وړاندې پاڅون وکړ. په ورته وخت کې امریکايي چارواکو له رومرو وغوښتل چې له خپلو سياسي مخالفينو سره په سوله ييز ډول مخ ته لاړ شي او د ژر کېدونکو ټاکنو په ترسره کولو هوکړې ته ورسېږي؛ خو رومرو ونه منله. د ۱۹۷۹ د اکتوبر په ۱۵مه، د السوالوادور د پوځي افسرانو اصلاح غوښتونکې ډلې غير وسله واله او نه بې وینې تویلو کودتا وکړه چې په پايله کې رومرو او د کابينې ډېری برخه يې له هېواده په تېښتې بريالي شول.
د السوالوادور ، د مسيحي او سوسيال ډيموکرات ګوندونو مشران او همدارنګه د اقتصادي او سوداګریزو فعالينو یو استازی د يوې لنډې مودې لپاره ددې هېواد له پوځي حکومت سره د يوځای کېدو په موخه راوبلل. له يوې مودې وروسته د امريکا د سفير، رابرټ وايټ په ګډون د بېلابېلو څارونکو له لوري داسې وويل شول: «السوالوادور سوله ييز لوري ته برابر شوی دی»؛ خو نوي حکومت چې له يوه پلوه په پوځ او ټولنه کې د محدود ملاتړ لرونکی ؤ او له بلې خوا، د مديریت وړتيا يې نه لرله، له بې ثباتۍ سره مخ شو. په همدې ترتيب بياځلې پاڅونونو راپورته شول او پوځي حکومت هم د پاڅون کوونکو په ځپلو لاس پورې کړ.
داسې پېښه وشوه چې په حقيقت کې د السوالوادور د کورنيو جګړو پيل ؤ. د السوالوادور مذهبي مشر مونسينور اسکار رومرو، د ۱۹۸۰ زېږديز کال په مارچ کې ترور شو. دغه پېښه د خلکو او سياسيونو په غالب ګومان، د واکمنې ډلې د لوبغاړو لخوا شوې وه.
له دې پېښې وروسته د هغوی ځیني کسان زنداني شول. له يوې لنډې مودې وروسته په څو مياشتو کې د (اف. ام. ال. ان) د فاربوندو ماريتي، ازادي غوښتونکې جبهې په نوم، د کیڼپالو افراطي چريکي ډلو، يو ائتلاف د کيوبا او فيدل کاسټرو په مستقیمې مداخلې سره جوړ شو. شوروي اتحاد چې له کیوبا سره يې همکاري لرله، د کیڼپالو افراطي چريکي ځوځښتونو څخه يې ملاتړ اعلان کړ. د کیڼپالو افراطي ائتلاف له کوم ځنډ پرته، د وسلو او اطلاعاتو په ترلاسه کولو سره، د السوالوادور دولت پروړاندې وسله وال بريد وکړ. تاوتريخوالی ډېر شو او د جګړې اور بل شو. دغې جګړې شاوخوا ۱۳ کاله دوام وکړ، چې په پايله کې يې له ۷۵ زره ډېر وګړي ووژل شول. ډېری قربانیان، د کليوالو سيمو مېشت ملکي وګړي ؤ.
د کورنۍ جګړې پرمهال، پوځ څو ځله د ملکي وګړو په عامه وژنه لاس پورې کړ. د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو بېلابېلو څېړنو او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ارزونو، د کليوالو په عاموژنه کې يې د السلوادرو د پوځ د لوړ پوړو قوماندانانو لاس لرل تائید کړل. دواړو لوريو د ماشومانو او ځوانانو له منځه پوځيان جلبول او هغو وګړو به چې له غړيتوبه انکار کاوه، تر بريدونو لاندې به راتلل. له بل پلوه د فاربوندو ماريتي آزادي غوښتونکې جبهې غړو په پراخ ډول د ملکي وګړو او مخالفينو ترور او تښتولو ته مخه کړه. همدارنګه دغې ډلې ددې هېواد د عامه ځايونو لکه؛ پلونو، برېښنا، کروندو او فابريکو په ويجاړولو سره د اقتصادي ګوزار تګلاره عملي کړه. ددې ډلې غړو ددغه هېواد ۹۰ سلنه پلونه د چاودېدونکو توکو په وسيله والوځول او له يو نيولې تر يو نيم ميليارده ډالره يې ددې هېواد اقتصاد ته زیانونه ورسول.
په داسې حال کې چې امریکا د السوالوادور له دولت او پوځي ځواک څخه ملاتړ کاوه، نيکارګوا، کيوبا او شوروي د دولت مخالفو وسله والو يا همغه د فاربوندو ماريتي ازادي غوښتونکې جبهې ته وسلې ورکولې. شخړې او جګړې د السوالوادور ټولنې د ویجاړۍ، د بشري حقونو سرغړونې، د خلکو د بېځايه کېدو، د ناقانونه اعدامونو، د شاوخوا اته زره وګړو د لادرکه کېدو او له ۷۵ زرو زیاتو وګړو د مړینې لامل شوې.
د ۱۹۸۰ لسيزې په کلونو کې د فاربوندو ماريتي ازادي غوښتونکې جبهې ائتلافي ډلې او د السوالوادور دولت ترمنځ د سولې بهیر د رامنځته کېدو لپاره لومړنۍ هڅې وشوې، خو بريالۍ نه وې. په همغو ورځو کې پر يوې لويې غونډې بريد د سولې مذاکرات په ټپه ودرول. دوه اونۍ وروسته د کیڼپاله افراطي ایتلاف ډلې ترټولو لوی بريد ترسره کړ او په دې سره ناراميو بيا زور واخيست. دغې ډلې د سختو بريدونو په پايله کې يو شمېر لوی ښارونه لکه، سانسلوادور، سان ميګوئل او سانتاانا ونيول.
د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۱۶مه د السوالوادور پوځي ځواکونو په سانسلوادور کې د مرکزي امریکا پر پوهنتون بريد وکړ او شپږ عيسوي پادريان او دوه ګډونوال يې ووژل. د ۱۹۸۹ کال په وروستيو کې تاوتريخوالي وښوده چې د دواړو لوريو پوځي بريا ناشونې ده. پردې سربېره د شوروي اتحاد پرځېدل چې د فاربوندو ماريتي ازادي غوښتونکې جبهې ائتلافي ډلې ته یې وسلې يې ورکولې، ددغې ډلې پر فعاليتونو منفي اغېز وکړ او د السوالوادور دولت د مخالفو وسله والو د کمزورۍ سبب شو. له بل پلوه د امريکا دولت چې په ۱۹۸۰ لسيزه کې د سولې مذاکراتو لپاره د سيمه ييزو هڅو مخالف ؤ، په جدي توګه د کانګرس له لوري د مرستو د پرې کېدو له خطر سره مخ شو. د ۱۹۸۹ کال به دسمبر او د ۱۹۹۰ کال په لومړيو کې د السلوادرو دولت او مخالفو وسله والو له ملګروملتونو غوښتنه وکړه چې د سولې مذاکراتو مشري وکړي.
د سولې مذاکرات او اساسي چوکاټونه
د ۱۹۹۰ کال په فبرورۍ او مارچ کې د ملګروملتونو استازي الوارو دوسوتو له دواړو لوريو سره همکاري وکړه، څو په پيل کې د مذاکراتو لپاره يوه کړنلاره ترتيب کړي. د همغه کال په اپرېل کې د سولې مذاکراتو لپاره د څلورو اصلي موخو په لرلو سره يوه طرحه اعلان شوه چې څلور برخې يې لرلې «د وسله والو بريدونو پای ته رسول»، «د السوالوادور د دموکراتیک جوړونې دودول»، «بشري حقونو ته د درناوي تضمین» او «د ټولنې بیا یووالی». له هغې وروسته د مذاکراتو لپاره د هوکړې دوه پړاوونه رامنځته شول. لومړی پړاو سیاسي هوکړه وه چې څو موضوعات پکې شامل ؤ لکه، وسله وال پوځ، بشري حقونه، د اساسي قانون اصلاحات، قضايي او ټاکنيز اصلاحات، اقتصادي اصلاحات او اوربند، چې ټول دغه موارد د ملګروملتونو له لوري ومنل شول. د مذاکراتو په دويم پړاو کې د تړونليک بندونه عملي شول او د السوالوادور په سياسي، ټولنيز او فرهنګي ژوند کې د مخالفو جګړه مارو د بیا یو ځای کولو طرحه عملي شوه.
څو مياشتې وروسته دواړه لوري د «مکسيکو تړونليک» تر عنوان لاندې د اصلاحاتو پر يوې کڅوړې سره سلا شول چې «د وسله والو ځواکونو اصلاح»، «له وسله وال پوځه جلا، د ملي مدني خپلواکو پوليسو رامنځته کول»، «د سترې محکمې د قاضيانو د ټاکلو لپاره نوی ميکانيزم» او همدارنګه «د کورنۍ جګړې په اوږدو کې د ترټولو تازه تاوتريخوالي ګامونو په اړه د حقيقت موندونکي کمېسیون جوړول» يې ترټولو مهم بندونه ؤ.
سره له دې چې له هوکړې څو مياشتې تېرې شوې وې، خو بیا هم د دواړو لوريو لخوا تاوتريخوالي دوام درلود. د تاوتريخوالي دغه دوام ددې سبب شو چې د منځګړي په توګه د ملګروملتونو رول نور هم ډېر شي. خبرواترو دوام درلود، خو د پرمختګ څه پکې نه ترسترګو کېدل.
د مکسيکو تړون له لاسليکولو وروسته د تلپاتې سولې د ټيکاو او په السوالوادور کې د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو لپاره يوه بل تړونليک تنظيم شو. د ۱۹۹۱ کال په سپټمبر کې د کیڼپاله افراطي چريکي ډلو ائتلاف او د السوالوادور دولت په نيويارک کې د ملګروملتونو په مرکز کې سره وليدل او هلته يې د «نيويارک تړون» لاسليک کړ. په دغه تړون کې لاندې برخې شاملې وې:
«د السوالوادور د واکمنۍ د دفاع په اړه د وسله والو ځواکونو د ماموريت لپاره نوی تعريف»، « د نويو ملي پوليسو رامنځته کول»، «د هغو کوچنيو کروندګرو لپاره چې زمکې نلري، له ۲۴۵ هکتاره لويو زمکو څخه ګټه اخيستل» او «له سياسي تړونليکونو څارنه او د سولې د ټيکاو لپاره د ملي کمېسيون رامنځته کول.»
د ۱۹۹۱ کال د نومبر په ۱۶مه، د کیڼپاله افراطي چريکي ډلو ائتلاف په رسمي توګه د خپلو فعاليتونو د درېدو خبر ورکړ او د ۱۹۹۲ کال د جنورۍ په ۱۶مه د السلوادرو دولت او د دولت مخالفو وسله والو د «د چاپولتپک تړونليک» تر عنوان لاندې د سولې بل تړون لاسليک کړ او اوربند په رسمي توګه عملي بڼه غوره کړه.
د نړيوالو لوبغاړو رول
نړيوالو لوبغاړو د السوالوادور د سولې په مذاکراتو او هم د هغه د اصلاحاتو په پلي کېدو کې اساسي رول درلود. د السوالوادور لپاره د خبرواترو د آسانتياو د برابرولو او د سولې د ټيکاو لپاره د سولې د څارونکي په توګه د ملګروملتونو رول د اهميت وړ ؤ.
له بل پلوه کاتوليک کليسا هم د السوالوادور د سولې په بهیر کې د پام وړ رول درلود. د څو کلونو جګړو په ترڅ کې، کليسا د څو ناستو کوربه توب وکړ او په ناستو کې يې ګډون وکړ. په داسې حال کې چې کاتوليک کليسا رسمي منځګړې نه وه؛ خو اخلاقي واک يې د اړخونو ترمنځ د سولې خبرواترو په بريالي کېدو کې مهم رول درلود.
پايله
د سولې مذاکراتو اصلي موخه هغې جګړې ته د پای ټکی ايښودل ؤ چې پکې له ۷۵ زرو زیات وګړي چې ډېری يې ملکي وګړي ؤ، ووژل شول. په دغو وختونو کې په سلهاوو زره وګړي بېځايه او له خپلو اصلي سیمو کډوال شول او ملي اقتصادي بنسټونو ته سخت زيان ورسېده. په همدې اساس مذاکرات بريالي ؤ.
په السوالوادور کې سیاست غير پوځي شو او تر ډېره دغه بهير اوس هم روان دی. امنيتي ځواکونه اصلاح او د بشري حقونو سرغړونکو ته سزا ورکړل شوه او د ښاروالۍ، قانون جوړونې او ولسمشريزې ټاکنې په وخت او پوره روڼتيا ترسره شوې. همدارنګه په السوالوادور کې د سولې له ټينګښت وروسته بشري حقونه او نور حقونه جدي ونيول شول.
د سولې تړون دواړو لوريو ته يوه بشپړه سياسي لاره پرانيسته څو د هغه په اساس ګډې ګټې د ايډيولوژيک جوړجاړي له لارې وپېژني. البته بايد وويل شي چې سياسي حل لارو دواړه لوري دې ته نه مجبورول چې اساسي اقتصادي اختلافات حل کړي، په همدې اساس يو سياسي خنډ په السوالوادور کې د اقتصادي ودې د ځوړتیا لامل شوی.
د السوالوادور د سولې په بهير کې مهم ګامونه
د ملګروملتونو منځګړيتوب د مذاکراتو د برياليتوب اصلي لامل ؤ. بې له شکه چې منځګړي (درېيمګړی او بېپرې)، دواړه مذاکره کوونکي پلاوي دې ته اړ کړل چې د وسلې اېښودلو لپاره معتبرې ژمنې وکړي یا د کیڼپالو مخالفينو او د دولت مشرانو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي. ځواک لرونکو مشرانو او منځګړو د سولې مذاکراتو د پيلولو او پايلې ته د رسېدو لپاره د دواړو لوريو په هڅولو کې رغنده رول او اغېز لرله.
د ملګروملتونو له رسمي منځګړتوبه ورهاخوا، کاتوليک کليسا د غير رسمي آسان چاري په توګه د کیڼپالو افراطي مخالفينو او د السلوادرو دولت ترمنځ په مذاکراتو کې مهم رول ولوباوه. د مکسيکو او وينزويلا په څېر نورو هېوادونو د مذاکراتو په اوږدو کې د ناستو په کوربه توب سره له دې بهیره ملاتړ کړی دی.
د سولې په بهیر کې حل لارو د السوالوادور دولت او د کیڼپالو مخالفينو غوښتنو پورې تړاو درلود؛ خو په دغه بهیر کې د نورو نادولتي، کرنيزو، کارګري او مذهبي بنسټونو ونډه چې په مستقيمه توګه د جګړې تر اغېز لاندې ؤ هم د پام وړ ؤ. په پايله کې د سولې د تړون په کېدو سره د ډېر شمېر ملکي وګړو غوښتنې چې د شخړو پرمهال زيانمن شوي ؤ، تر يوه بريده لیرې شوې.
د سولې په تړون کې ځيني اصلاحات او موارد له تمې مخکې پلي شول او ځيني نورو يې په بشپړ ډول عملي بڼه خپله نه کړه.
د افغانستان لپاره د السوالوادور د سولې لارښوونې
د سولې تړون د عملي کېدو لپاره د درېيمګړي يا ثالث شخص شتون اړین دی، لکه د السلوادو لپاره د ملګروملتونو منځګړیتوب.
د طالبانو د سياسي یو ځای کېدو ميکانيزم، په ځانګړي ډول د ټولنې په کچه، بايد په دې شرط مطرح شي چې د قربانيانو لپاره عدالت پلی شي. همدارنګه د ښځو او قومي لږکيو اساسي حقونه بايد له پامه ونه غورځول شي. د سولې په بهیر کې د افغانستان د ټولو مذهبونو او قومونو ونډه او ګډون د اهمیت وړ دی.
مهم ټکی دادی چې په السوالوادور کې تقلبي ټاکنې او د حکومت نه مشروعيت، ددې هېواد د کورنيو جګړو د پيلېدو اغېزلرونکی لامل ؤ. په همدې اساس ويلی شو چې په افغانستان کې د دولت د مشروعیت کچه د سولې د عمر پر اوږدوالي اغېز لري.
د سولې په بهیر کې د دین «جوړوونکی» رول د اهمیت وړ دی. لکه څرنګه چې د السوالوادور د سولې په بهیر کې کليسا مهم رول ولوباوه. ترټولو مهمه موضوع خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې انډول په پام کې نیول او د هغوی د رضايت ترلاسه کول دي.
سوله هغه وخت شونې ده چې تبعيض له منځه ولاړ شي. همدارنګه په جګړه ځپلو سیمو کې روغتیايي خدمتونه، اقتصادي فرصتونه او د امنيت ټينګښت، په مساوي توګه ماشومانو، ځوانانو، ښځو او نارینه وو ته د زده کړې د لاسرسی فرصت برابرول هغه اساسي خدمتونه دي چې باید برابر شي.
سرچينه: د نړیوالو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز