افغانستان او سیکولر سیاسي نظام

په دې ورځو کې چې سیاسي کړۍ په افغانستان د راتلونکي حکومت خبرې کوي، یو شمېر کارپوهان په دغه هېواد کې د سیاسي سیکولریزم پراړتیا ټینګار کوي. دا هغه مساله ده، چې بايد ډير پخوا ورته پاملرنه شوی وای؛ په ځانګړې توګه د طالبانو او مجاهدينو د واکمنۍ او دغه راز د ايران او سوډان د حکومتونو په ازمویل کېدو سره، چې د د دغو واکمنیو د ارزونې او خبرو اترو لپاره يې موږ ته پوره مواد په واک کې راکړي دي. د اوږدو کلونو په لړ کې د اخوان المسلمین، حزب التحریر، القاعدې، داعش، د ایران حکومت او طالبانو په څېر بنسټپالو ډلو سیکولریزم له دین سره د ضدیت، الحاد او په خدای د نه باور مترادف شي په توګه معرفي کړي او خلک یې وېرولي دي چې ګواکې له دې لارې به یې سپيڅلتياوو ته سپکاوی وشي او ارزښتونه به يې تر پښو لاندې شي . په افغانستان کې ترور او چاودنو ته د بنسټپالو ډلو مخې کول د دې لامل شوي دي چې څوک يې د تبلیغاتو د ننګولو توان پيدا نه کړي او په دې توګه دغه دروغ پر برلاسي او عمومي باور بدل شول او د بنسټپالنې وينادود( ډېسکورس)په دې وتوانېد چې پر ځان وژنې په تکيې سره پرټولنې وتپل شي.
سیکولریزم له دين سره د ضديت په مانا نه دی او په سیاسي مفهوم کې دا یوازې د دوو برخو د تفکیک او د هرې يوې د صلاحیتونو د ټاکلو مانا لري. یوه برخه د ملایانو او هغو ډلو ده چې ځانونه د دین استازي ګڼي او بله يې د دولت برخه ده چې د هیچا انحصاري حق نه دی. سیکولریزم په ساده مانا دا دی چې هیڅوک نشي کولای په دې ادعا سره چې « نایب الله او خلیفه رسول الله» دی، په عمومي برخه کې ځان ته ډير حق او امتیاز وغواړي. عمومي برخه یعنې هغه ځای چې په ټولو پورې اړه لري او حکومت یې یوه برخه ده. دا برخه د ټولنیز تړون او د ټولیزې هوکړې پربنسټ د مدیریت وړ ده او د یو کس ، یوې ډلې ، مذهب ، یوه پاړکي او یا د ټولنې د یوه قشر په لاس کې یې انحصار د خونړیو شخړو لامل کیږي.
سیکولریزم په دې مانا دی، چې عمومي برخه له کوم تبعیض پرته د ټولو وګړو په واکې کې پاتې شي او له قانون سره سمه اداره شي. خو په شخصي برخه کې، د هرچا کړه وړه د خپلې عقدي له مخې وي. قانون هم، د مقننه قوې په جوړولو کې د وګړو تر منځ له تبعیض پرته د عمومي مشارکت له لارې جوړېږي او هیڅوک د دین په تړاو د خپل باور له امله په دغه بهیر ک له ګډونه نه محرومېږي .
پر دې بنسټ، د هر دین دینداران کولای شي، خپل مندرونه، مذهبي مرکزونه، مدرسې، تعلیمي موسسې او رسنۍ ولري؛ داسې چې نور وګړي به همدا حقونه لري. د دغه لید لوري پربنسټ، په عمومي برخه کې د وګړو فعالیتونه یوازې د قانون په اډانه کې ترسره کیږي او له دولت پرته، بل هېڅوک د قهریه ځواک د کارولو حق نه لري. سیکولر حکومت یعنې هغه حکومت چې په مذهبي مسایلو کې بې پرې وي، نه کوم دین تحمیل کړي او نه د کوم دین مخه ونیسي او قانون پر ټولو وګړو که د هرې عقیدې وي، یوشان عملي کړي.
له تاریخي پلوه د سیکولریزم پيدايښت د دین په نوم د غولونې، شتمنۍ ترلاسه کولو، واک غوښتنې او ظلم پر وړاندې غبرګون و څو د هغو کسانو او ډلو لاس لنډ کړي چې دین یې د واک او شتمنۍ د زینې په توګه کاراوه. له دین نه د یوې وسیلې په توګه د کارولو تجربه لکه څنګه چې په منځنیو پیړیو کې په اروپا کې وشوه او د کلیسا او سیاسي واکمنو اتحاد یو توره او خونړۍ تاریخي دوره رامنځته کړه، په اسلامي نړۍ کې هم د څه باندې زرو کلونو په اوږدو کې پر اموي،عباسي او عثماني پاچایانو سربیره د هغو ډلو له لوري چې د مذهب په وسیله یې سیاست ته مخه کړې، په بیلابیلو بڼو تکرار شوه.
سیاسي سیکولریزم د دین په ګټه او د دین پلورونکو په زیان دی.