افغانستان او بې بنسټه دولتونه، له شبکه يي دولته د انډیوالۍ تر دولت پورې

د دولت- ملت ښکارنده د مډرنې نړۍ له ښکارندو ده چې تاریخ یې په ۱۷ پېړۍ کې د ویسټفالیا تړون ته رسېږي. هغه څه چې دولت- ملتونه له لرغونو نظامونو بېلوي د مډرنو بنسټونو پراساس د دولتونو جوړېدل دي، نه د اشخاصو او کسانو پر چورلیز. مډرن بنسټونه هغه جوړښتونه دي، چې وجودي فلسفه یې له موخو، لرلید، اصول، لوایحو او ضوابطو جوړه وي.

بنسټ د دننه منطق لرونکی دی چې ګمارل شوي کسان د ضوابطواو قواعدو په ګټه  خپل محوریت پکې یوې خوا ته پرېږدي، یوازې د پرزې په مقام کې د ټولې دستګاه په خدمت کې پاتې کیږي. په دې جوړښت کې د کسانو ځای پرځای کول د دستګا پر فعالیت نسبي اغېز لري، خو نه تر هغه بریده چې منطق یې بدل کړي، ان که د دستګا په مشرۍ کې هم وي.

په دولت- ملت لرونکو هېوادونو کې د کلمې په واقعي مانا، بیلابیل بنسټونه شته، لکه د سلطنت بنسټ یا د جمهوري ریاست بنسټ، پوځ، د استخباراتو بنسټ، قضا بنسټ، د قانون جوړونې بنسټ، د پولیسو بنسټ، د پوهنې بنسټ، د دین بنسټ او نوربنسټونه چې له یو بل سره په همغږۍ دولت- ملت ته پایښت او کلکوالی بښي. د دغو کلکو بنسټونو جوړېدل د دې لامل کیږي، چې ملتونه د پېښو توفانونه په بریالیتوب سره تېر کړي، پرماتو برلاسي شي او ځانونه له سره بیاورغوي. د دغه کار لپاره ترټولو ښه بېلګه د جرمني او جاپان هېوادونه دي چې له سترو تاریخې ماتو وروسته یې بېرته ځانونه جوړ کړي او اپوټه«برعکس» یې بیا د دولت- ملت نه لرونکي هېوادونه لکه، یمن، لیبیا، سومالیا او افغانستان دي چې له هرسیاسي بدلون او بلوا وروسته بیا بیا پاشل کیږي.

په افغانستان کې د دولت- ملت د جوړېدو لپاره لومړنۍ هڅې د مشروطه غوښتنې له پيره پېل شوې، خو د دې بهیر طراحانو د مډرنو بنسټونو د جوړېدو داهمیت له ژور درک پرته، د دغه کاربنسټ یې پر خامو خښتو کېښود او له پرمختللو هېوادونو یې د سولیدلو کلیشو را اخیستل کافي وبلل. نو افغانستان هېڅکله هغه کلک بنسټونه نه دي لرلي چې د دولت- ملت سکلیټ جوړوي او له همدې امله هر سیاسی بدلون پکې د پاشل کېدو زنګ وهلی دی. د کاواکه سلطنت پر وړاندې د سردار داووخان له کودتا نیولې، د غويي تر کودتا اود لویو ټولنیزو واټونو تر رامنځه کېدو او بیا د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته، د جهادي تنظیمونو د جګړو تر پېلېدو او تر ټولو بد پر کابل د طالبانو د لومړنۍ ولکې تر ټينګېدو او د ټولو بنسټونو د ټغر تر ټولېدو او د یوې بلواګرې بدوي ډلې د واکمنۍ کچې ته د دولت تر رالوېدو پورې.

د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د مډرنو بنسټونو د جوړېدو لپاره کم ساری فرصت رامنځته شو او پر دې لاره لومړني ګامونه واخيستل شول، خو پراخ فساد له یوې خوا او د دولت په مشرۍ کې د یوې بادرایته مشرتابه نشتوالي له بلې خوا اجازه ورنه کړه چې هېڅ یو بنسټ په هغې مانا چې په نورو هېوادونو کې یې پېژنو، جوړ شي. د دې کار په پایله کې داسې وضعیت رامنځته شو چې ډاکټر تیمور شاران په خپلې اکاډمیکه څېړنه کې د « شبکه یي دولت» نوم پرې کېښود، هغه څه چې د دولت له بنسټونو سره بشپړ توپېر لري. اوسمهال افغانستان د شبکه یي دولت له کچې راټيټ شوی چې د «انډیوالۍ دولت» دی. انډیوالي د حکومتولۍ له مډرنو مفهومونو سره له کوم تناسب پرته د طالبانو د نظام یوه له لویو ځانګړنو ده. د مډرنو جوړښتونو له رامنځته کېدو ۳۵۰ کاله وروسته افغنستان د ویسټفالي دولت- ملت پرځای د انډیوالۍ په دولت کې راګیر دی.

Back to top button