د افغانستان بانک ۱۲ میلیون ډالر لیلام ته وړاندې کوي

۸صبح، کابل: ټاکل شوې د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان بانک په بازار کې د افغانیو پیسو د ارزښت ساتلو لپاره ۱۲ میلیون ډالر لیلام کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په یوه ټویټ کې اعلان کړی، چې ټاکل شوې دغه پیسې دوشنبه د وږي پر ۲۱ لیلام ته وړاندې شي.

د افغانستان بانک پر شرایطو له برابرو شرکتونو او صرافیو وغوښتل، چې په دغې دواطلبۍ کې شرکت وکړي.

د ویلو ده، چې طالبان کله کله په بازار کې د افغانیو پيسو د ارزښت ساتلو لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې بازار ته دننه کوي.

ورته لیکنې

Back to top button