افغانستان، تحصیل کړې ښځې او تت راتلونکی

په افغانستان کې د کانکور ازموینې د سراسرې پایلو په اعلان سره، څرګنده شوه چې د افغانستان یو شمېر زیاراېستونکې او هڅاندې نجونې توانېدلي دي چې د هلکانو ترڅنګ خپلې د خوښې وړ څانګې ته لاره پيدا کړي. دا چې لاهم د هېواد یو شمېر نجونې کولای شي د خپلې خوښې وړ ځينو څانګو ته لاره پیدا کړې، د خوښۍ خبره ده او ښکاره ده، چې دا چاره په ډله ییزه توګه د هغوی تر ژوندۍ خښېدو غوره ده. هغه پلرونه چې د خپلو لوڼو د بریاليتوب په اعلانېدو سره یې په ټولنیزو شبکو کې خوښي څرګنده کړه، د افغانستان د هغې برخې د نارینه وو د سرلوړۍ لامل شول چې له شړېدلو افکارو خلاص شوي او ښځه په کرامت او بشري حقونو کې له سړي سره د مساوي انسانې په توګه پېژني، لکه د شینوارو عزت افغان چې د دغه هېواد د ښځو د هویت د له منځه وړو په برخه کې یې د طالبانو دود ته غاړه کېنښوده او په ویاړ سره یې د خپلې لور بریالیتوب اعلان کړ. هغه به نورو پلرونو ته الهام بښونکی وي څو له ناوړه دودونو سره مبارزه وکړي او د خپلو لوڼو د ښه راتلونکي په فکر کې شي.

دا زړور دریځ د دې ښودنه کوي، چې لاهم د توپیري چلند او ځپونکو سیاستونو پر وړاندې د خلکو د جدي مقاومت نښې لیدل کیږي. خو له شک پرته، دغه راز کوچنۍ پېښې دې ته بسنه نه کوي چې موږ د افغان ښځو د راتلونکې په هکله هیله من وساتي. د اندېښنې یو ترټولو مهم لامل دا دی چې نجونې د څانګو په غوره کولو کې له محدودیت سره مخ شوې دي او دا یو ښکاره او نامعقول تبعیض دی. هغه تبعیض چې د پوهې او تحصیل په برخو کې وي، په نورو برخو کې به د تبعیض د بنسټیز کېدو لامل شي او بې عدالتي به ژوره او پراخه کړي.

تر دې مهمه  اندېښنه دا ده چې د تحصیل کړو ښځو لپاره د کار او دندې فرصت نشته او هغوی په دولتي ادارو کې د دندې د مسوولیت له اخیستو محرومې دي. هغه ښځې چې د تحصیل فرصت یې نه دی لرلی، له شک پرته، له لا ډیرو ستونزو سره مخ دي. که په پام کې وي چې ښځه د خپل عمر څو کاله پر تحصیل تېر کړي او د تحصیل لپاره یې د کال له عمومي سرچینو پیسې ولګول شي، خو په پای کې هغو دندو ته غاړه کېږدي چې په یوې کلیوالې ټولنه کې د ښځو لپاره تعریف شوې دي، هم یې هڅې بې ځایه تللې دي او هم پرې لګېدلې پیسې هسې په سیند لاهو شوي دي. لکه څنګه چې زده کړې او تحصیل د افغانستان د نجونو او ښځوحق دی، څه په دولتي ادارو او څه په خصوصي سکټور کې د هغوی کار کول ،حضور لرل، او په صنعت، اقتصاد، سیاست، هنر، پوهې، امنیت، او دفاع کې د ونډې لرل هم، د هغوی حق دی او له دغو بنسټونو نه د هغوی بې برخې کول هېڅ معقول دلیل نه لري.

نه یوازې د بشري حقونو له پلوه، بلکې د پرمختیا د تیوریو له نظره هم، په یادو شویو برخو کې د ښځو حضور د ټولنې د تحرک، ودې او پرمختګ لامل کیږي. له لویه سره، هېڅ یوه ټولنه نه شي کولای د خپلو نیمایي خلکو له په کور ناستي کولو پرمختګ او بریالیتوب ته ورسیږي. طالبان ګواکې پر دې فکر نه کوي چې هغه ۴۰ میلیون ډالره چې هره اونۍ یې له امریکا اخلي، د هغو ښځو د مالیاتو یوه برخه ده چې په هغه هېواد کې کارکوي او د اقتصادي ماشین د څرخ په تاوولو کې یې ونډه لري، د هغوی په ډله کې هغه ښځې هم شاملې دي چې په فاحشه خانو کې د فعالیت رسمي جواز لري. که څلویښت میلیون ډالري بستې خوږې دي او د اسلامي نظام د ټینګښت او د شریعت د پلیتابه لپاره پکارېږي نو باید پوه شي چې تر دې هم دا چاره خوږه ده، چې د هېواد ښځې او نجونو کار وکړي، عاید ولري، د هېواد د اقتصاد څرخ فعال وساتي او د خپلو خواریو د حلالې ګټې مالیات ورکړي. له شک پرته، هغه مالیات چې د دې خاورې د زیار اېستونکو ښځو له حلالو پيسو ترلاسه کیږي، ترهغو پیسو ډیر برکت لري چې د بهرنیو فاحشه خانو د مالیاتو له پیسو طالبانو ته خیرات ورکول کیږي.

ورته لیکنې

Back to top button