۸صبح، کابل: افغانستان کې د تولید شویو بسکېټو لومړنۍ جوپه د حیرتان بندر له لارې قزاقستان ته صادره شوې ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس یکشنبه د لیندۍ پر شپږمه نېټه راپور ورکړی، چې افغانستان کې تولید شوي څلور ټنه بسکېټ د لومړنۍ صادراتي جوپې په توګه قزاقستان ته صادر شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې د افغانستان تولید شوي بسکېټ نورو هېوادونو ته هم صادر شي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنعت خونې رییس احمدشکیب اکبري دا اقدام د افغانستان د کورنیو توکو د صادراتو په برخه کې یو مثبت او ارزښتناک ګام ګڼلی او هیلهمندي یې څرګنده کړې، چې د دغې جوپې صادرول به وکولای شي په نړیوال بازار کې د نورو تولیداتو د لار موندنې په برخه کې اغېزمن ووسي.
تېر کال طالبانو ویلي وو، چې له قزاقستاني چارواکو سره د ګډې سوداګریزې خونې پر رامنځته کولو کار کوي.