افغانستان د جرمونو د کچې له مخې په نړۍ کې څلورم ځای لري

۸صبح، کابل: د نړۍ د نفوسو د سروې د سازمان د راپور له مخې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د جرمونو د کچې له پلوه په نړۍ کې څلورم ځای لري.
دغه راپور چې د يکشنبې په ورځ (وري ۲۰) خپور شو، په لسو هېوادونو کې د جرمونو اندازه پکې څېړل شوې ده.
د ترسره شوي سروې له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په هرو سلو زرو اتباعو ترمنځ ۷۶ جرمونه شوي، چې فساد، وژنې، د نشه يي توکو قاچاق، تښتونه او د پیسو مینځل په کې شامل دي.
ویل شوي چې په افغانستان کې د بیکارۍ د کچې د لوړوالي له امله د جرمونو په نورو ډولونو کې هم زیاتوالی راغلی لکه غلا او وهل ټکول.
په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان د نړۍ ۸۵ سلنه تریاک برابرول او په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو د دغه هېواد واک تر لاسه کړ، د تریاکو پېر او پلورل جریان درلود.
دغه راپور په نړۍ کې د بیلا بیلو هېوادونو د جرمونو کچه څیړلی چې وینزویلا، پاپوا نیو ګیني، جنوبي افریقا، افغانستان، هندوراس، ترینیداد او ټوباکو، ګیانا، السلوادور، برازیل او جمیکا په ګډون په ۲۰۲۳ کال کې د جرمونو کچه څیړل شوی.
په دغه راپور کې دا نه دي ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې څومره جرمونه ترسره شوي دي.
د نړۍ د نفوسو د سروې د راپور له مخې، بې روزګاري د جرمونو د ډېرېدو اصلي لامل بلل شوی، د باوري راپورونو له مخې، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له څه باندې یو نیم کال راهیسې د بېکارۍ او بېوزلۍ د بې ساري ودې شاهد دی.