افغانستان ۲۰۲۰ نړيوال کنفرانس بشپړه اعلامیه
جنيوا ۲۳-۲۴ د ۲۰۲۰ کال نومبر، پښتو ژباړه: محمد عزيز پردېس

د افغانستان په اړه د جینوا نړيوال کنفرانس، د ۶۶ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو بنسټونو په ګډون، د ملګروملتونو په مرکز «ملتونو ماڼۍ» کې- په مجازي بڼه- د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، فنلنډ جمهوريت او ملګروملتونو په ګډ رياست سره جوړ شو.
دغه ناسته په ځانګړو شرايطو کې، د بدلون څلور لسيزې دورې په پایته رسېدو او د افغانستان د سولې مذاکراتو له پيلېدو وروسته، او د کووېد ۱۹ناروغۍ د خپرېدو په وضعيت کې وشوه. په دې کنفرانس کې ګډونوالو له فرصته په ګټې اخيستو، له افغانستانه د اوږدمهاله ملاتړ لپاره، د سولې، سوکالۍ او پرځان بسياينې په موخه، خپلې ژمنې نوې کړې. ګډونوالو همدارنګه ژمنه وکړه چې د پرمختګونو او ژمنو د ارزونې لپاره به په ۲۰۲۱ کال کې، د لوړپوړو چارواکو ناسته او په ۲۰۲۲ کال کې به، د وزيرانو غونډه جوړه کړي.
۱- موږ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت (چې له دې وروسته به په دغه اعلامیه کې د افغانستان حکومت په نامه يادېږي) او نړیواله تولنه له نورو شریکانو سره د خپلواک، متحد، ولسواک او سوله ييز افغانستان او د نېکمرغۍ او ځان بسياینې په لور د هېواد پرمختګ په موخه، د يو نوي ګډ مشارکت لپاره خپله ژمنتیا اعلانوو.
ددې همکارۍ په اساس، موږ د افغانستان د سولې او پرمختګ چوکاټ له سند (۲) او د افغانستان د مشارکت له چوکاټ څخه هرکلی کوو او د حسابورکونې په متقابل چوکاټ کې ژمنه کوو چې د سولې، دولت جوړونې او د بازار رامنځته کولو په ټينګښت کې، د افغانستان د خلکو له هڅو ملاتړ وکړو.
۲- موږ تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو پراخه او رښتينې غوښتنه منو او اقرار کوو چې تلپاتې سوله يوازې د سولې بهیر له لارې چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي او د نړيوالو ملاتړ سره مله وي، شونې ده. په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره موږ د ټولو اړخونو د هر اړخيز او جدي ملاتړ غوښتونکي يؤ.
۳- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۱۳ ګڼې پرېکړه لیک ته په کتو، موږ د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه کې د يوې تلپاتې او جامع سياسي حللارې ته د رسېدو لپاره، د افغانستان د سولې بهیر د پيليدو هرکلی کوو. موږ همدارنګه د افغانستان د سولې بهیر د آسانتيا لپاره، د افغانستان د نړيوالو او سيمه ييز شريکانو، د مرکچي پلاويو په ګډون د ټولو افغان فعالينو له هڅو مننه کوو. موږ ټينګار لرو چې د سولې په مذاکراتو کې مهم پرمختګونه د ملګروملتونو د امنيت شورا د ۲۵۱۳ ګڼې پرېکړه ليک په اساس، د امنيت شورا د ۱۹۸۸-(۲۰۱۱) پرېکړه لیک له تور ليسته د (افرادو) د وتلو لپاره يو مهم لامل دی.
۴- موږ د سولې په بهير کې د ښځو، ځوانانو، نژداي او مذهبي ډلو او نورو لږکيو د جامع او معنی لرونکي ګډون غوښتونکي يؤ. موږ دا منو چې هر ډول سياسي هوکړه بايد د ښځو، ځوانانو او لږکيو په شمول د ټولو افغانانو له حقونو څخه ساتنه وکړي. همدارنګه تلپاتې سولې او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره چې د افغانانو همېشنۍ هيله ده احترام وشي او په اقتصادي، ټولنيزو، سیاسي او پرمختيايي برخو کې د افغانانو هغو لاسته راوړنو ته چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر دې دمه ترلاسه شوي دي، د دوی غوښتنې ومني، چې په دې غوښتنو کې د قانون حاکميت، د افغانستان نړيوالو ژمنو ته درناوی او د همه شمول او ځواب ویونکي حکومتولۍ وده شاملېږي.
۵- موږ د يو او واحد، خپلواک، سوله ييز او دموکراتيک افغانستان د جوړېدو په موخه، د افغانستان پر هڅو چې نړيواله ټولنه يې ملاتړ کوي، ټينګار کوو. په دې بهير کې موږ د خپلواکو رسنيو په شمول، د مدني ټولنو معنی لرونکی ګډون د اهميت وړ ګڼو.
د راتلونکي سياسي حل د ماهيت په اړه د افغانستان د خلکو د تصميم نيونې خپلواک حق ته د احترام ترڅنګ، ټينګار کوو چې ددې کار پايله څرنګه چې په څلورم پراګراف کې يې يادونه شوې ده، د ملاتړ په جوړېدو او راتلونکو نړيوالو مرستو کې اساسي رول لري.
۶- موږ ټينګار کوو چې د افغانستان اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره د نړيوالې ټولنې او له سهیل سره د سهیل پرمختيايي مرستې د پام وړ اهميت لري. موږ له نړيوالې ټولنې غواړو چې په افغانستان کې د سولې، بيارغونې او پرمختګ په موخه دې هېواد سره تر نږدې راتلونکې پورې خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.
۷- موږ منو چې د دوامداره پرمختګ لپاره امنيت او ثبات حياتي دی. موږ په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچې د دوام او په ځانګړي ډول د ملکي تلفاتو د ډېرېدو په اړه خپله ژوره خواشيني څرګندوو او د فوري او سراسري اوربند غوښتونکي يؤ او نړيوالو بشري قوانينو ته بشپړ احترام لرو.
۸- موږ همدارنګه افغانستان او سيمې ته د ترهګړۍ د ګواښ په اړه خواشيني يؤ او په افغانستان کې د داعش، القاعده او نورو ګڼو نړيوالو تروريستي بنسټونو د حضور له دوامه په جدي ډول خپله خواشيني څرګندوو. موږ هر ډول ترهګريز فعاليتونه او بريدونه په کلکو ټکو غندو او ددې موضوع د اهميت په اړه ټينګار کوو چې د افغانستان خاوره بايد د داعش، القاعدې او نورو تروريستي ډلو لخوا د نورو هېوادونو لپاره ونه کارول شي او طالبان يا بله هره افغانه ډله او شخص بايد د افغانستان په خاوره کې له فعالو ترهګرو څخه ملاتړ ونکړي.
۹- موږ د ظرفيتونو د رامنځته کولو او لوړولو او په ځانګړي توګه د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ظرفيت لوړونې په موخه د افغان دولت ملاتړ پر اهميت باندې ټينګار کوو ترڅو دا ملاتړ د امنيت د ټينګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره اغېزمن ثابت شي.
۱۰- موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات د پياوړتيا برخه کې د ملګرو ملتونو اوږدمهاله ژمنتيا او مهم رول باندې ټينګار کوو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت د هڅو هرکلی کوو او په اجرايي دندو کې يې هرکلی کوو.
۱۱- د متقابل مسووليت پذيرۍ روحيې سره، د افغانستان دولت د اقداماتو په اهميت او د حکومتولۍ، د قانون حاکميت، د بوديجې لګولو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې له افغان دولت څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ پر ژمنتيا ټينګار کوو.
۱۲- د سولې او ثبات د ودې په موخه د سيمه ييزو همکاريو پر اهميت او همدارنګه د افغانستان ژيوپولتیکي او جغرافيايي موقعيت ته په کتو، د همکارۍ او سيمه ييزې ودې لپاره له دې هېواده د زمکني پل په توګه او همدرانګه په سيمه کې د اقتصادي ودې لپاره د ګډو موخو د پياوړتيا لپاره د خبرو اترو په دوام باندې ټينګار کوو.
۱۳- موږ، په افغانستان کې د مخدره توکو د کرکېلې، توليد، سوداګرۍ او قاچاق په اړه خپله ژوره اندېښنه چې د سيمې سولې او ثبات ته يې جدي ګواښ متوجه کړی دی، بيانوو او له افغان دولت او نړيوالې ټولنې څخه غواړو چې ددې ګواښ پر وړاندې د مبارزې لپاره، خپلې هڅې د نړيوالو، سيمه ييزو او په سيمه کې دننه همکاريو له لارې ډېرې کړي.
۱۴- موږ د افغانستان اقتصادي پرمختګ چې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د افغانستان د بيارغونې اعتباري صندوق (ARTF) له لارې چې په وروستيو کلونو کې لاس ته راغلی، تائيدوو. همدارنګه د خصوصي سکتور رول، عايدات او مناسب چاپېريال يې د پانګونې لپاره چې د ښځو ونډه هم پکې شامله ده، د اهميت وړ ګڼو. موږ په اقتصادي اصلاحاتو کې د قوتونو پر نوي کولو ټينګار کوو او ژمنه کوو چې د افغانانو څخه خپل اوږد مهاله ملاتړ او مرسته اعلانوو ترڅو تلپاتې پراختيايي موخو ته د رسېدو لپاره خپله ژمنتيا څرګنده کړو.
۱۵- موږ له ذيدخلو اړخونو غواړو چې د افغان کډوالو د باعزته، خوندي او دوامداره بېرته راتګ او د هغوی د ادغام او هراړخیز فعالولو په برخو کې له نږدې همکاري وکړي او د سیمې له هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان او ايران اسلامي جمهوريته مننه کوو چې د افغان کډوالو کوربتوب کوي.
۱۶- موږ همدارنګه له افغان دولت، نړيوالو همکارانو او ګاونډيو هېوادونو غواړو چې د همکاريو د پياوړتيا او د ګډو اقداماتو له لارې د انساني قاچاق او د کډوالو د قاچاق او همدارنګه د نا انډوله مهاجرتونو مخه ونيسي.
۱۷- موږ په راتلونکې کې د وړاندوينې وړ بشردوستانه مرستو اړتيا باندې پوهېږو او له همدې امله په ټول هېواد کې د بشري فعاليتونو لپاره د بشردوستانه اصولو په رعايتولو سره د لاسرسۍ ( او د ازاد فعاليت ) تضمين غواړو.
۱۸- موږ د کووېد-۱۹ ناروغۍ او موسمي بدلونونو له امله د بنسټیزو ننګونو او پر افغانستان او افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو سلامتۍ باندې يې اغېز درک کوو او له افغانانو په ټولنيزو، اقتصادي او چاپېريالي برخو کې خپل اوږدمهاله ملاتړ اعلانوو.
۱۹- موږ هيله لرو د پرمختګونو او ژمنو د ارزونې لپاره به په ۲۰۲۱ کال کې د لوړپوړو چارواکو ناسته او په ۲۰۲۲ کال کې به د وزيرانو غونډه د بدلون لسيزې ختمېدو ته په کتو سره ترسره شي.
د ۲۰۲۰ کال د نومبر ۲۴مه، جنيوا، د ملتونو ماڼۍ
يادونه: د جنيوا د ناستې اعلاميې فارسي ژباړه د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست لخوا شوې ده.