افغانستان، د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد

۸صبح، کابل: د زېږدیز کال په پای کې بېپولې خبریالانو په تېرو ۲۰ کلونو کې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي راپور خپور کړی دی.
بېپولې خبریالانو جمعه د مرغومي پر نهمه نېټه په دې اړه خپل راپور خپور کړ او ویېویل، چې افغانستان له عراق او سوریې وروسته د خبریالانو لپاره ترټولو خطرناک هېواد دی.
د دغه سازمان د راپور له مخې په تېرو دوو لسیزو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د مړینې ۸۰ سلنه پېښې په ۱۵ هېوادونو له دې جملې سوریه، عراق او افغانستان کې شوی دی.
د بېپولې خبریالانو د وړاندې شویو شمېرو له مخې تېرو شلو کلونو کې په سوریه او عراق کې په ټولیز ډول ۴۷۸ خبریالان وژل شوي دي، چې دا شمېر په ټولۍ نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو درېیمه برخه ښیي.
د دغه سازمان د راپور له مخې له عراق او سوریې وروسته، افغانستان، یمن، فلسطین او سومالیا په ترتیب د خبریالانو لپاره دویم او درېیم خطرناک هېوادونه ګڼل شوي دي.
د دغه سازمان د راپورونو له مخې د رسنیو او اروپایي هېوادونو لپاره ترټولو ناوړه هېواد روسیه ده. په دې منځ کې فرانسه د ډېر مرګژوبلې لرونکي هېواد په توګه په څلورم مقام کې دی.
د ویلو ده، چې په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰۰ کال راهیسې لږترلږه یو زره او ۷۸۷ خبریالان وژل شوي دي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.