افغانستان د ترهګرۍ خوله کې خو امریکا خپل نظامي حضور پايته رسوي
محمد زمان سهیل

افغانستان کې امریکایي ځواکونو د خپل نظامي حضور بشپړې ختمېدو ته نږدې دغو ځواکونو د روان کال د چنګاښ په ۱۱مه، د جمعې په ورځ د بګرام له سترې نظامي هډې څخه خپل وروستی عسکر هم وويسته. په دې سره به د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه کې شوی تر ټولو مهم شرط پوره شي. خو د بحث وړ موضوع دا ده، چې امریکا افغانستان ته څه په میراث پرېښودل؟
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې نېټې وروسته، کله چې امریکا د شويو بریدونو پړه افغانستان کې د اُسامه بنلادن تر مشرۍ لاندې پر القاعده شبکې واچوله، نو د واکمن طالب نظام نه یې د اُسامه د تسليمۍ غوښتنه وکړه او طالبانو له دې امره انکار وکړه، دغه موضوع برخليک ټاکونکې او حساسه شوه. هغه موضوع چې افغانان یې د یوې پردۍ او نامعلومې جګړۍ ډګر ته دننه کړل. امریکا له ملګرو ملتونو سره په سلا مشوره افغانستان ته د القاعده او ترهګرۍ د نابودۍ په بهانه راغله.
د امریکایي ځواکونو راتګ دوه اغېزې په افغانستان ولرلې، چې مثبت او منفي یې بللی شو، مثبت همدا چې افغان پوځ یې وروزه، تجهیز یې کړ، عملیاتونو کې یې رهبري کړ، د دوی پراخ مالي ملاتړ یې وکړ او مالي ملاتړ یې لا هم دا دی دوام لري. د امریکا راتګ سره نړیوالو انجیوګانو، موسسو او نورو بهرنیو ادارو په زیاته کچه افغانستان ته پام وکړ او په بېلابېلو برخو کې یې کار وکړ، افغانانو ته یې د کار زمینه برابره کړه، زده کړې عامې شوې او ترټولو مهمه دا چې رسنيو په پراخه که وده وکړه او نور ډېر کارونه وشول. اوس افغان پوځ د نړۍ په کچه پېژندل شوی پوځ دی، دا ټول یې مثبت اړخونه دي.
په منفي بعد کې یې دا؛ چې افغانستان د یوې ناپایه او پردۍ جګړې ډګر شو، داسې جګړې چې ټول ارزښتونه په کې پایمال شول، زرګونه انسانان، ښځې او ماشومان یې قربانیان کړل. د امریکا لویه موخه القاعده او د دې شبکې مشر اُسامه بنلادن ؤ، خو هغه د پاکستان په اېبټ اباد سیمه کې ووژل شو، نو په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدو ته نور هېڅ دلیل نه پاتې کېده. مګر د جګړې یو بل اړخ طالبان شول، چې د سیمې استخباراتو په ځانګړې توګه د پاکستان ISI په ملاتړ یې جبهه قوي کړه. دا جګړه د څورو نو ډلو د منځته راتګ لامل شوه، لکه داعش، لشکر طیبه، جيش محمد او نور. هر یو په خپل ځای د بحث وړ دي، مګر موږ دلته له افغانستانه د امریکایي پوځيانو وتلو او نظامي حضور د پايته رسېدو باندې خبره کوو.
دا یو عینی واقعیت دی، چې امریکا کومې موخې پسې راغلې وه، هغې موخې ته لا هم نه ده رسېدلی، القاعده فعاله ده او امریکا ته یې مخامخ بیا ګواښ کړی دی، طالبانو تر بل هر وخت جګړې ته شدت ورکړی او تېره مياشت «جون» په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان لپاره یوه خونړۍ او له ګواښونو ډکه میاشت وه. پوستې سقوط شوې، ولسوالۍ یو پر بل پسې د طالبانو لاس ته ولوېدلې، د افغان حکومتي ادارو د معلوماتو په اساس په دغه نږدې موده کې تر ۶۰۰۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
د امریکا په شتون کې افغانستان د تاوتريخوالي ترټولو لوړې کچې شاهد شو او لا هم ده، نو د امریکا موخه د «ترهګرۍ» ختمول ؤ، چې لا نه ده ختمه، مګر لکه د ناکام سپاهي یې یوازې د تېښتې لاره وموندله.
دا سمه ده چې امریکا افغانستان ته په میراث کې پوځ او نظام پرېښود، مګر شخصي ملېشه جوړونې ته يې زمينه سازي وکړه، کورني پاڅونونه یې رامنځته کړل، د افغان ولس ټول ارزښتونه یې چلېنج کړل او بالاخره افغان ځواکونه یې د جګړو په شدت کې ځانته پرېښودل.
ولس د افغان ځواکونو ترڅنګ ودرېد او پوره باور پرې لري؛ خو د امریکا وتل په داسې حال کې، چې د سولې خبرې یې نيمګړې پرېښودې د دغه ستر هېواد ناکامي په ګوته کوي، چې په دې سره یې افغانستان يو نامعلوم برخليک سره مخ کړ.
اوس مهال د هېواد په شمال، ختیځ او نورو سیمو کې ګڼ شمېر ولسوالۍ سقوط دي، ځينو سيمو کې امنیتي ځواکونه محاصره دي او جګړه لا هم په شدت کې ده.
اوس په دې شرایطو کې افغان حکومت ته په کار ده، چې خپل ټول حضور او تمرکز جګړې ته کړي، ځکه د سیمو بېرته نیول او د امنیتي ځواکونو محاصره ماتول لومړیتوب دی.
یو بل مهم ټکی دا، چې اوس وسله والو طالبانو ته په کار ده، څو جګړه ودروي، ځکه د جګړې دلیل په ختمېدو دی او بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي. که طالبان داسې ونه کړي نو د نیابتي جګړې د سون توکو په څېر به بيا هم د سیمې استخباراتو له لورې وکارول شي.
د امریکایي ځواکونو وتلو سره جوښت په پاکستان کې چارواکو د بندو دروازو تر شا غونډه کړې او د دې غونډې له منځه دا خبره کېږي، چې د طالبانو په پېر او پلور خبرې روانې دي. که رښتیا داسې وي نو بیا د امریکا وتل د بیا جګړې تمدید دی او بس.