د افغانستان د خبریالانو مرکز: د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره شوی

۸صبح، کابل: د کب ۲۷ نیټې په رارسیدلو سره، چې د افغانستان د خبریالانو د ملی ورځ ده، په دې مناسبت د افغانستان خبریالانو مرکز پخپل کلنی راپور کې د افغانستان د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی دوه برابره زیاتېدلو او د رسنیو د ازادۍ لا خرابېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز کلني راپور چې نن شنبه (کب٢٧) خپور شو، ښيي چې په ١٤٠١ لمریزکال کې د خبريالانو او رسنيو کاري فضا په جدي توګه محدوده شوې ده.
د دغه راپور له مخې، په روان کال کې د ګواښونو، نيولو او له تاوتريخوالي ډک چلند په ګډون، د خبريالانو له حقونو د سرغړونې ۲۳۷ پېښې ثبت شوې دي.
دغه شمیرې په ۱۴۰۰ لمریزکال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د ۱۱۷ پېښو په پرتله، دوه برابره زیاتوالی ښيي. خو سږکال کومه وژنه نده ثبت شوی.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز د راپور له مخې، په تېرو دولسو مياشتو کې، د خبريالانو د وهلو ټکولو اته پېښې ثبت شوي چې له دې جملې څخه څلور پېښې په کابل او يوه يوه پېښه په بلخ، سمنګان، ننګرهار، بادغيس او زابل ولايتونو کې ثبت شوې دي.
سږ کال د خبريالانو د موقتي نيولو ۹۴ پیښې ثبت شوې دي، چې له ډلې يې کابل د ۴۹ پیښو په لرلو سره اول دی.
د خبریالانو د دفاع د دغه سازمان موندنې ښيي چې د طالبانو استخبارات او د دې ډلې د امر بالمعروف وزارت، په مستقیم او غیر مستقیم ډول، د خبریالانو په نیولو، ګواښلو او د رسنیو د ازادۍ په محدودولو کې لاس لري.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خبریالانو او رسنیو پر فعالیتونو پراخ بندیزونه لګول شوي دي.