بشري ټولنې د خپل تاریخ او ټولنیزې بشپړتیا د پړاوونو له پلوه یو شان نه دي. هغه څه چې په دې ټولنو کې پیښیږي، له سیاسي تر ټولنیزو، کلتوري، هنري او علمي فعالیتونو پورې د هغو د ودې او پرمختګ کچه منعکسوي. ډیری هغه ټولنې چې له پرمختګه مخکې پړاوونو کې دي، د ټولنیزې درجه بندۍ او د ځواکونو د اوډون له مخې، د پلار واکو ټولنو په نامه پېژندل کیږي. پلار واکې ټولني یعنې هغه ټولنې چې د انسانانو فردیت لا پکې په رسمیت نه پېژندل کیږي او ډېری ښاروندان د داسې نابالغو تنکيو ځوانانو په مقام کې تصور کیږي چي خپله ګټه او زیان په سمه توګه نه شي تشخیصولای او بايد چارسمبالی او سرپرست ولري. هغه څوک چې د ښاروندانو سرپرستي پرغاړه اخلي، د خپلو اولادونو لپاره د پلار رول لري، خو یو دودیز رول چې که څه هم د پلار له مهربانۍ سره مل وي، خو د اولاد لپاره پکې تعریف شوي حقوق په پام کې نه دي نیول شوي. په داسې ټولنه کې اولاد زېږونه پخپله د پلرونو د موخو او پلانونو وسیله ده، ځکه چې د اولادونو د شمېر ګڼوالی د کارګرانو، سرتېرو او خدمت کوونکو د زیاتوالي په مانا دی. اولاد د حقوقي شخصیت په توګه یو نوی مفهوم دی چې په مډرڼ پېر پورې اړه لري او یو له هغو عواملو دی چې په پرمختللو هیوادونو کې د اولاد راوړلو په بهیر کې د مفهوم له پلوه د ژور بدلون لامل شوی، داسې چې مور او پلار د خپل اولاد تر پيدایښت مخکې مکلف دي چې د خپلې کورنۍ ترکیب ته د يوه نوي حقوقي شخصیت د راتګ لپاره تابیا ونیسي او د هغه پر وړاندې د خپلو حقوقي او اخلاقي مکلفيتونو ترسره کولو ته چمتو شي.
په پلارواکو ټولنو کې واک او ټولنيز مقام ته د رسېدو لار د ولکې هغو خاوندانو ته په بشپړ ډول تسلیمېدل دي، چې د پلار مقام خپلوي او د همدې اړيکو پر بنسټ خپل واک کاروي. په داسې ټولنو کې د کوچنیتوب منل، د پېروۍ منل، له نیوکو ډډه کول او د هوښیارو او پیاوړو پلارواکو مرجعیتونو د لوړتیا منل، د ډله ییز فکري سیسټم برخه ده. په داسې ټولنيز جوړښت کې انتقادي فکر نه پيدا کيږي او خلاقيت او نوښت خپلې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېږي او نوښت او ماډرنيزم د يو داسې خطر په توګه ګڼل کيږي چې کولای شي د پخوانۍ پلارواکۍ د ختميدو زنګ ووهي. په داسې ټولنه کې د لوړتیا او پرمختګ لاره له کوم دلیل پرته د حکمونو اوریدل، اطاعت کول او اجرا کول دي، که څه هم دا پیروي او اطاعت د نورو ښکلو نومونو لکه درنښت، نزاکت، ادب او لوړې روزنې تر پوښښ لاندې وي. دا په دې مانا نه ده چې په مډرنو ټولنو کې درناوى او ادب نشته، بلکې هغه معيار چې له مخې يې دا ځانګړتياوې په مډرنو ټولنو کې سنجول کېدای شي، د هغو کسانو ازاد انتخاب دى چې دغه لاره په خپلواکۍ او ځانبسیاینې سره غوره کوي، نه د مجازاتو او يا پلارواکو مرجعیتونو د غوسې له وېري.
افغانستان لا تر اوسه له پرمختګه مخکې پړاوونو کې دی او د پلارواکۍ کلتور لا هم پکې مهم رول لوبوي او په دې ټولنه کې سیاست تر ډېره د پلارواکۍ د نظم منعکسوونکی دی. که څه هم د یوې مډرنې او په نننۍ نړۍ پورې د اړوندې ښکارندې په توګه د سیاسي ګوندونو له جوړیدو څه باندې نیمه پیړۍ تېږېږي، خو سیاسي ګوندونو پخپله د پلارواکۍ د وضعیت له بیا راژوندي کېدو سره مرسته وکړه او په پایله کې یې د دغو ګوندونو مشران پخپله د قبیلې په داسې پلرونو او سپين روبو بدل شول، چې څوک ترې د پوښتنې حق نه لري او پر حساب ورکولو او ځواب ویلو یې نه شي مکلف کولای. ګوندیزه درجه بندي ( د مراتبو سلسله) د دې پرځای چې د دندو په وېش او د کارونو په ترتیب کې بیوروکراټیک رول ولري، تر ډېره د پلارواکۍ هرم بیارغوي او هغه څوک چې د مشرۍ مقام خپلوي، هڅه کوي چې ځیرک او د برم خاوند وګڼل شي. هغه څوک چې د دې هرم په لوړ پوړ کې کیني، په اسانۍ سره یو هوښیار مشر او مدبر لارښود بلل کیږي او د چاپلوسۍ اوغوړه مالۍ څپې یې پر لور ورماتېږي. د «بابا» کلمه په دې کلتوري او سیاسي فضا کې ځانګړې مانا لري او د بشپړ ټولیز درناوي د ښکاره کولو لپاره ورته د ملت بابا وایي. د ځینو سیاسي شخصیتونو لارویان په ښکاره ډول د هغه نوم ته د بابا مختاړی اضافه کوي او په ویاړ سره یې خپل سیاسي بابا ګڼي.
له نیمې پیړۍ سیاسي بدلونونو وروسته اوس د افغان سیاستوالو یو نسل له سیاسته د تقاعد په حال کې دی او سره له دې چې په دې برخه د خپل حضور دوام ته سخته لېوالتیا لري، د بدن کمزورتیا او بیولوژیکي زړښت یې د مخې ښې زنګ ورته وهلی یا يې د رول لوبولو وړتیا ورته خورا کمه کړې ده. خو د هغوی تلل یا څنګ ته کېدل د سیاسي لوبې په قواعدو کې د بدلون او د پلارواکي نظام د بدلون په مانا نه دي، بلکې هغوی تر ډېره هڅه کوي چې خپل اولادونه خپل ځایناستې کړي او د هغوی رهبر کېدو ته لاره پرانېزي. د جمهوریت د ړنګیدو یو لامل د افغانستان پر سیاسي ډګر د خپلو نازولو او تودو او سړو نالیدلو اولادونو د تحمیلولو لپاره د سیاستوالو د یوې برخې هڅه وه، چې د لا پیاوړو او وړ کسانو ځای یې نیوه او غوره استعدادونو ته یې اجازه نه ورکوله چې ډګر ته راووځي او د راتلونکو نسلونو لپاره د مشرتابه تشه ډکه کړي. دا کار یوازې د طالبانو په مخالفې جبهې پورې محدود نه دی، بلکې په دې ډله کې هم د ملا عمر زوی او د جلال الدین حقاني زامن د خپل پلار له ادرسه پیژندل شوي او په دې ډله کې یې ځای موندلی دی.
د پلرونو تر سیوري سیاست کول او د هغوی له ادرسه حضور د افغانستان د سیاست د جوړښت یوه برخه ګرځېدلې او دا کار کله کله د تناقضاتو لامل هم کېږي، ځکه چې اولادونه یې عملاً په متفاوتې دورې او داسې زمانې کې لوی شوي چې د خپلو پلرونو له زمانې سره څه ناڅه توپیر لري او له همدې امله نه شي کولای چې د خپلو پلرونو اصلي فوتوکاپي وي. له بلې خوا، دوی خپل سیاسي او ټولنیز هویت له خپلو پلرونو په پور اخیستی او کومه ځانګړې وړتیا نه لري چې خپلواک هویت ورکړي. پلرونو یې لږ تر لږه دا مهارت درلود چې له خپلو نیمګړتیاوو او تېروتنو سره سره، د پیښو له لوړو او ژورو په بریالیتوب سره تیر شي او د ځان لپاره نوم او ځای جوړ کړي. اولادونه یې اپوټه په داسې وضعیت کې دي، چې که یې د پلار نوم ترې واخلې، بله کومه شخصي وړتیا او ظرفیت نه لري چې په هغې سره د سیاست په ډګر کې وزن پیدا کړي. د دې تر څنګ د هغوی له ډلې یو شمېر پر هغو ایډیالوژیو او افکارو هېڅ باور نه لري چې پلرونه پرې ګروهنه لرلې او له همدې لارې سیاست ته راغلي وو، خو په عمل کې د داسې څه د ښکاره کول توان نه لري او له ناچارۍ د دغو افکارو د پاللو تظاهر کوي، څو یې ټولنیزه او سیاسي پانګه زیانمنه نه شي. هغه کسان چې پر یوې مفکورې باور نه لري، په پياوړتیا او ځواک سره یې دفاع نه شي کولای او په پایله کې اصیل او بریالي سیاستوال نه شي کېدای. یو اصیل سیاستوال هغه څوک دی چې هغه څه چې درک کړي یې دي او پرې باور لري، په کلکه مطرح کړي او په زړورتیا سره ترې دفاع وکړي.
هغې شلېدنې چې د جمهوریت ړنګیدو د افغانستان پر سیاست وتپله، د دې فرصت برابر کړ، چې زاړه او سولیدلي سیاستوال له مخې لېرې شي او د نوي نسل د مبارزینو، فعالینو او سیاستوالو راڅرګندیدو ته لاره هواره شي او د سیاست کولو د نوي موډل راڅرګندیدل امکان پیدا کړی. خو دا ډول بدلون دې ته اړتیا لري، چې سیاستوال د خپلو پلرونو له سیوري ازاد شي او د خپلې زمانې او معاصر نسل لپاره مناسبه لاره غوره کړي. نه یوازې په فردي کچه، بلکې په ټولنیزه کچه هم باید افغانستان د پلارواکۍ او د «بابا» پر چورلیز د راڅرخېدو له سیاسته خلاصون ومومي. د لرغوني پارس په ادبیاتو کې د رستم او سهراب تر منځ د تقابل او په مسیحي ادبیاتو کې د آسماني پلار لخوا صلیب ته د مسیح د پورته کولو افسانوي کیسې په سمبولیکه مانا د پلار او زوی تر منځ د دغه تقابل او له یو بله یې د جلا کیدو ښودنه کوي. هغه ټولنې چې د خپل هر وګړي فردیت او خپلواکي په رسمیت پیژني، له پلارواکۍ سره مخه ښه کوي او ترهغې وروسته کولای شي خپله لاره په مسؤولانه توګه غوره کړي او خپل برخلیک په شعوري ډول پخپله وټاکي.