له طبیعي پیښو او ناورینونو سره مخ هېوادونو په لړ کې افغانستان څلورم ځای لري

۸صبح، کابل: اروپایي ټولنه وایي، افغانستان په نړۍ کې له ناورینونو او طبیعی پېښو سره مخ هېوادونو کې څلورم ځای لري.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفارتکار (اکاونت) نن یکشنبه (د غوايي په ۱۷ مه)، یوه ټویټ کې لیکلي، چې موسمي بدلون، ددغه هېواد د وګړو پر ژوند ناوړه اغېز کوي.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، اروپایي ټولنې د افغانانو پر ژوند د موسمي بدلون د اغیزو کمولو او ورسره د مقابلې لپاره د حل لارو موندل، لومړیتوب ګڼلي.
اروپايي ټولنې دا نه ده څرګنده کړې چې ناورینونه او طبیعي پېښې، د افغانانو پر ژوند څه ډول اغېز کوي او د حل لارې یې هم نه دي په ګوته شوي.
اروپايي ټولنې په داسې حال کې دا اعلان کړی چې افغانستان له ناورینونو او طبیعي پېښو سره لاس او ګریوان دی، چې پدې وروستیو کلونو کې زلزلو، بارانونو، سېلابونو او طوفانونو، ددغه هېواد وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د اړوندو څانګو د راپور له مخې، افغانستان دا مهال په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی.