پيل:
تاوتريخوالی په راز راز ټولنو کې له بېلابېلو عواملو څخه منځته راځي او ددغو عواملو په لرې کولو او د مسائلو په حل سره پای ته رسېږي.
زموږ هېواد له يوې اوږدې مودې راهيسې له تاوتريخوالي سره مخامخ دی او د حل لپاره يې وخت ناوخت هڅې شوې دي. له نېکه مرغه اوسمهال له بل هر وخته زیات ددغه اوږدمهالي تاوتريخوالي او دوامدارې جګړې د پای ته رسولو لپاره فرصت رامنځ ته شوی دی.
له نېکه مرغه داسې هیله مندي شته چې د دولتي چارواکو په ګډون، د هېواد سياسي او ملي قوتونه، د تاوتريخوالي د کمښت او سولې ته د رسېدو لپاره سره یو موټی شي او په ګډه هڅې وکړي، خو د سوله غوښتونکو نيتونو او هڅو په پرتله به ددې تاوتريخوالي د پای ته رسولو څرنګه والی مهم وي. زموږ له نظره، د ملي روغې جوړې د کړنلارې یو شمېر مهم مسائل په لاندې ډول دي:
د روغې جوړې شرایط: له تاوتريخوالي څخه زموږ تحليل او سولې ته د رسېدو د لارې نقشه، په تاوتريخوالي کې زموږ ستراتېژۍ او د مديريت کړنلارې، له شخړې او منازعې څخه د تېرېدو لپاره زموږ ملي ستراتېژي، د باور جوړونې ارتباطي لوري، د مذاکراتو تګلاره او په خبرو کې زموږ سرې کرښې او په ټوله کې د رښتینې عادلانه او تلپاتې سولې د راتلو او د هغې د ملاتړ تګلاره.
زما په اند ځيني مهم، پېچلي او ژور مسائل شته چې بايد ورته جدي پام وشي او په خوا کې ورسره له شته فرصته خورا ښه ګټه واخستل شي.
که څه هم دا ستونزمنه ده چې د افغانستان د ستونزې، تخنيکي، کولتوري، رواني-ټولنيز، جوړښي او سياسي مسائل په څو جملو او پاراګرافونو کې سره راونغاړو، خو په لنډ ډول غواړم لاندې موردونه بيان کړم:
لومړی: د سولې د راتلو او د شخړو يا تاوتريخوالي د سوله ييز حل کړنلارې
د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو، د تاوتريخوالي د ختمېدو او ستونزو د اواري لپاره لومړنی ګام دادی چې ښکېلې خواوې دې باور ته ورسېږي چې نشي کولای د زور او جګړې د دوام له لارې يو او بل مات او بري ته ورسېږي.
افغان دولت چې نړيوال مشروعيت او د هېواد پر پلازمېنې او لويو ښارونو کنټرول لري، هم بې شمېره ناکامۍ لري. نه يوازې دا چې دفاعي-امنيتي او استخباراتي جوړښت او جګړه ييز تګلاره يې ډېره لګښت لرونکې او ناسمه ده او په جګړه کې یې د پام وړ برياوې هم نه دي لرلې، بلکې سربېره پر دې د تاوتريخوالي د عواملو او ريښو په پراخېدو کې هم ونډه لري.
طالبان په دې پوهېږي چې په مخامخ جګړه کې بري ته شي رسېدای، نو له همدې امله د جګړې په اوږدولو سره غواړي چې د افغان دولت له کمزوريو په ګټې اخيستو سره، خپلو موخو ته ځانونه نږدې کړي.
د هېواد په کچه د کړکېچ د مديريت او رهبرۍ نه شتون، د اطلاعاتو کمزورتيا، د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د تګلارې او د امنيتي او دفاعي ځواکونو د جګړه ييز جوړښت نه کارندوالی، د جګړې په ډګر کې د امنيتي-دفاعي ځواکونو د اکمالاتو او تاميناتو کمزورتيا، د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن زیاتېدل، پر ولسواکو بهیرونو د خلکو بې باوري، د فساد د کچې پراخېدل، بې عدالتي، بې وزلي، بی روزګاري، کډوالي او د هېواد نور رنځونه او کړاوونه د نظام مشروعيت او کارندوالی له منځه وړی او طالبانو د چريکي جګړې له تاکتيکونو په استفادې سره، په غرنۍ جغرافيه کې امنيتي – دفاعي قوتونه په کم لګښت سره په ایسار ساتلو، افغانستان له ننګونو سره مخ کړی دی.
طالبانو په ديني-ازادۍ غوښتونکې داعيې، بهرنیو-استخباراتي سرچينو، عشر راټولولو، نشه يي توکو او د افغانستان د کانونو د قاچاق له لارې، پر دې لاسبري شوي چې يوه دوامداره او نه پېژندل شوې جګړه تمويل کړي او تر دې دمه يې جګړه ييزه کړنلاره بريالۍ او کارنده ده.
د امريکا متحده ايالاتونو او طالبانو ترمنځ د هوکړه ليک په لاسليکولو سره، ددې ډلې لپاره د بريا حس ډېر شوی دی. کورنی اخ او ډب، په افغان دولت کې د سم پروګرام نشتوالی او ګډوډي دا حس غښتلی کوي. طالبان په دې باور دي چې په نړيواله کچه د ډېر اعتبار په ترلاسه کولو او پر افغان دولت د خلکو او نړيوالې ټولنې بې باورۍ او د تاوتريخوالي د دوام ترڅنګ مذاکرې سره هم مهاله اقداماتو سره کولی شي لازیات امتيازات ترلاسه کړي او يا هم پر افغان دولت د نړيوالې ټولنې د مرستو په بندولو سره د جګړې له لارې بريالي شي.
په همدې اساس، طالبان هڅه کوي چې د دولت له کمزويو په ګټې اخیستنې سره د هېواد په کليو او بانډو باندې خپل کنټرول ډېر کړي، پر اساسي تاسیساتو او بنسټونو بريدونه وکړي، پر لویو لارې واکمن او ناامنه لازیاته کړي او ورسره لوی ښارونه کلابند کړي.
په همدې حال کې طالبان هم نشي کولی، چې د مخامخ جګړې له لارې خپله بريا ثابته کړي، يا لږ ترلږه يو ښار ونیسي او ويې ساتي.
طالبان په غرنۍ جغرافيه، سختو لارو لرونکو سیمو، له ښاره لرې کليو، دښتو او ځنګلونو کې ډېر واکمن دي چې د جګړې څلورم نسل له کارونې او د چريکي جګړې له رودې سره اړخ نه لګوي.
سره له دې چې د طالبانو د جګړې کړنلاره د دولتي ځواکونو لپاره ننګوونکې ده، خو طالبان هېڅ مهال ونه شول کولای چې له خلکو او په ځانګړي ډول د لويو ښارونو له اوسېدونکو سره ګډه او مشترکه ژبه رامنځ ته کړي. طالبان د خپل ليدلوري د خوندیتوب په لټه کې دي، خو خلک بل څه غواړي. ښايي خلک د افغان دولت له فساد او ناکارندوالي ناخوښ وي، خو هغه څه چې طالبان غواړي پر خلکو یې وتپي، هغه هم خلکو ته د منلو وړ نه دي او په لېرې پرتو سيمو کې يوازې د وېرې له مخې له هغوی سره چلند او ګذاره کوي.
طالبان په دې برخه کې کومه بريالۍ ستراتېژي نه لري او ښايي هم هېڅ ستراتېژۍ ته اړتيا نه وي؛ ځکه که فرض کړو سبا طالبان د افغانستان د دولت واګې په لاس کې واخلي؛ نو هېڅ کاري ځواک نه لري چې د خلکو د خدمت لپاره چمتو واوسي.
د طالبانو جنګیالي له مډرن سيسټم سره هېڅ بلدتيا نلري، بلکې د دوی ډېری غړي هغه اعتقادي کسان دي چې د پوهې پرځای یې اعتقادي باور پر شخصت واکمن دی؛ نو پر داسې کسانو د دولتي چارو مخ ته وړل ناشوني او غمیزه راوړوونکي دي.
ډېری افغانان د طالبانو داعيه او چلند نه تائيدوي او نه يې ملاتړ کوي، له همدې امله طالبان بريالي ستراتژيستان یا تګلاره جوړوونکي نه دي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليکولو وروسته، د طالبانو پوځي او دفاعي ستراتېژي جوړوونکي د فتحې آیتونه لولي او په دې فکر دي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به له یوې لنډې خاموشۍ وروسته، خپلې تورې له تېکو راوباسي او د خپلو ستراتژيکو بهرنيو شريکانو په همکارۍ به د مطلق طالباني حکومت په جوړولو سره، يو اړخیز بري ترلاسه کړي.
دا کار له امکانه لرې نه دی، خو ورته رسېدل ډېر ستونزمن کار دی. ښايي طالبان وکولاي شي د يوې لنډې مودې لپاره واک ور خپل کړي، ځانونه فاتح اعلان کړي، خو د خلکو له سخت مقاومت سره به مخامخ شي؛ نو ويلی شو چې طالبان به هېڅ مهال داسې یو اړخیز مطلق بری تجربه نه کړي. نو د جګړې له لارې مطلق بری د هغوی لپاره بُن بست کېدلای شي نه یو روغ او دوامداره بری!
کله چې طالبان د بري یا ګټلو په تګلارې سره خبرو اترو ته کښېني او هغې ته په جګړه کې د بري د وسيلې په سترګه وګوري او همداراز د تاوتريخوالي کمښت يا اوربند ته غاړه کښېنږدي، نو دولت بايد په خپلې جنګي تګلارې سره پر طالبانو باندې د پوځي فشارونو په زیاتولو سره، هغوی اړ کړي، چې د یو اړخیز بري او فتحې خوب له سره وباسي! او د مصالحې او مذاکرې کړنلاره د اوږدمهالي کړکېچ د اواري د سیاست په توګه موني.
د روانو خبرواترو او هڅو نچوړ يا خلاصه هله اغېزمنه کېدی شي چې ښکېلې خواوې دې پايلې ته ورسېږي چې په جګړه کې د بري له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلاي او د حل يوازينۍ لاره داده چې دواړه اړخونه خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره د کړکېچ سوله یيز اواري ته مخه وکړي. د مصالحې تګلاره بايد په داسې بڼه برابره شي، چې د ښکېلو لوریو ترمنځ د باور جوړونې، د دوستانه اړیکو او چلندونو د رامنځته کېدو او سولې ته رسېدو په برخه کې پر ګډو اصولو او قواعدو کار وشي او د «سولې جوړونې» عمليات او پړاوونه په ښه ډول ترسره شي.
دويم: له شخړې څخه د تېرېدو برخه
د دې لپاره چې داسې شرایط رامنځته شي چې ښکېل اړخونه ( طالبان او افغان دولت ) خپلې غوښتنې او موخې، جګړې او تاوتريخوالي ته له مخې کولو پرته، په لاس راوړی، بايد ددې کړکېچ د پای ته رسولو په اړه ګډ لیدلوری رامنځته شي، چې له مخې پر بنسټ یې د ستونزې د اساسي او بنسټیز اواري لارې چارې برابرې شي. يعنې په شخړه کې ښکېل اړخونه او لاملونه، په شخړه کې ګټې اخیستونکې ډلې، د هغوی ليدلوري، د شبکو، دولتونو، ګروهنو او د کړکېچ د ريښو په ګډون، د ذي نفع ډلو ترمنځ د اړيکو کړنلاره تجزيه او تحليل او له مخې یې حل لارې جوړې شي.
زما له نظره د افغانستان شخړه داخلي، سيمه ييزې او نړيوالې ريښې او عوامل لري. د نړۍ د لويو قدرتونو د ګټو ټکر، په افغانستان کې سيمه ييزو او د ګاونډيو هېوادونو، جلا جلا ګټو د هېواد شخړه يا منازعه لا پېچلې کړې ده.
په افغانستان کې هغه وخت کړکېچ پای ته رسېدی شي چې ددې شخړې سيمه ييز ملاتړي د هغې د پای ته رسولو لپاره یو له بل سره همکاري وکړي. دا مسئله دومره شونې نه ښکاري، خو دا چې: ۱ – د افغانستان د سولې په مسئله کې سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته شي. ۲ – د جګړې په ډګر کې طالبان کمزوري شي.
اوسنی وضعيت د طالبانو په ګټه برېښي، ځکه هغوی له يوې خوا د خپلو سيمه ييزو او نړيوالو ملاتړو په ملاتړ تمويلېږي او له بله اړخه داخلي مافيايي اقتصادي سرچينې د طالبانو په تمويلولو کې همکاري کوي او هغوی د دولت د بې اعتباره کولو له لارې وضعيت په خپله ګټه بدلوي.
له همدې کبله باید د دولت او د مصالحې عالي شورا لومړنۍ هڅې باید له فعالې سيمه ييزې ديپلوماسۍ سره یو ځای واوسي، چې په دې سره د شخړې بهرني عوامل مديريت شي.
د يادونې وړ ده چې په دې هڅو کې بايد دې ته پام وشي، د امريکا متحده ايالات چې د سيمې لوی قدرتونه او ګاونډي هېوادونه، له پخوا څخه په افغانستان کې د هغې د نفوذ په اړه اندېښنه لري، بايد ونه هڅول شي. البته د امريکا متحده ايالات کولی شي چې د يوه اغېزمن ملاتړي او ځواکمن منځګړي رول ولوبوي.
دويم، د کړکېچ د داخلي عواملو سرچینې وچېدلو لپاره بايد د «سولې جوړونې او د سولې ملاتړ» بهیر ترسره شي. ددغو سرچینو د وچېدو لپاره باید دولت د قانون د واکمنۍ، ښې حکومتولۍ، د اصلاحاتو او ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو، له بې وزلۍ سره مبارزې، امنيت ټینګښت او ملي مشارکت او عدالت د ټينګېدو په برخو کې رښتيني ګامونه پورته کړي.
زما په اند طالبان د جوړښت له پلوه په بېلابېلو ډلو وېشلي شوي دي؛ هغوی د سياسي يووالي له نسبي ساتنې سره سره له نظامي اړخه په بېلابېلو شبکو او پوځي برخو وېشل شوي دي. د جوړښت له اړخه طالبان هغه جنګیالي دي چې د جګړې د یوه داسې نسل په نامه یې یادولاي شو، چې يوازې د ټوپک له لارې ډوډۍ پیدا کوي. داسې طالبان هم شته چې په حق کې يې ظلم شوی او له عدالت څخه د عقدې په اساس يې ټوپکونه پورته کړي دي. ددې په خوا کې داسې طالبان هم شته چې د نشه يي توکو له مافيايي کړيو، مافيايي اقتصاد او قاچاق سره تړلي دي. ځینې نورو طالبانو بیا د ايډيولوژيکي باورونو، د بنسټپالنې قواعدو او اسلامي راډيګاليزم په پار وسلې اخيستي دي.
تر هغو چې طالبان پر خپل ستراتيژيک سیاست بيا کتنه ونکړي او همدرانګه تر هغو، چې هغوی د خپلو وچو باورونو په اساس هرڅه ته د تور او سپين له ليدلوري وګوري او تينګار پرې وکړي، نو د سولې بهیر له لوی خنډ سره مخ دی؛ په دې توګه دومره مهال قومي او ديني نظریات، د طالبانو ستراتېژيک فرهنګ لیدلوري له مخې، د شک وړ دي، ځکه نو د مصالحې او سولې په لور هغوی ته مطلق حرکت ورکول او تلپاتې سولې ته رسېدل ناشوني برېښي.
په همدې اساس بايد ډاډ ترلاسه شي چې دغو ټولو مسایلو ته، د يوه معقول، انساني او عادلانه توافق په چوکاټ کې چې قانون او نورو ته درناوی تضمين کړي، پاملرنه کېږي.
یقيناً چې په افغانستان کې د سولې مفهوم د طالبانو په مشرتابه له شورشګرۍ څخه پورته دی. د همدې لپاره بايد په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټيکاو لپاره، د افغانستان د شخړې او تاوتريخوالي کورنۍ او بهرنۍ ريښې وپېژندل او حل شي، ځکه چې د يوې داسې منفي سولې رامنځته کېدل چې په هغې کې جګړه نه وي، خو د تاوتريخوالي زمينه موجوده وي، نشي کولی موږ ته د يوې تلپاتې او انسانمحوره سولې ډاډ راکړي.
درېيم: د بين الافغاني مذاکراتو برخه
ټولو اړخونو ته د منلو وړ بريالۍ خبرې اترې، هغه وخت شونې ګرځي، چې اړین شرایط یې د ټولو اړخونو لخوا ومنل شي.
زما په اند، راروان بين الافغاني مذاکرات له ډېرو ستونزو او پوښتنو سره مخ دي، چې د هغو په اواري سره کولی شو د دې بهیر برياليتوب لپاره هيله مندي زیاته شي. البته د مذاکراتو پرمخ بیول دغو مسلو او شرایطو ته په نه پاملرنې سره هم کېدای شي د بري پولې ته ورسېږي، خو دا برياليتوب به لنډمهاله او ظاهري وي چې سبا به يې معلوم نه وي او دا چې د سولې او د ټوپکو د شپېلیو لنډ مهاله خاموشې وروسته به څه پېښېږي، د پوښتنې وړ دي. دا ډول سیاسي پرمختګ ښایي يوازې امريکا لپاره د يوې سياسي بريا په توګه واوسي او بس!
د دې لپاره چې مذاکرات بريالي شي، لومړی بايد تر ټولو وړاندې دغو پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړو:
– آيا د طالبانو اړخ مذاکرات د غوره حل لارې په توګه په رسميت پېژني که نه؟
– آيا د مذاکراتو لوري دې باور ته رسېدلي چې د خبرو په پايله کې به ګډو ګټو ته لاسرسی پيدا کوي؟
– آيا د دولت اړخ، طالبان په رسميت پېژني او له بلې خوا طالبانو افغان دولت په رسميت پېژني؟
– آيا له دواړو لوریو څخه مرکچي پلاوي لازم مشروعيت او واک لري؟
که پورته پوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي، نو ويلی شو چې د مذاکراتو د برياليتوب لپاره لومړني شرايط برابر شوي دي. که ځوابونه منفي وي، نو دغه خبرې د پيل په پړاوونو کې ناکامې وبولئ!
دوهم ټکی، د مذاکراتو سالم او دقیق مدیریت دی. که چېرې د مذاکراتو اوه پړاوونه په ځيرتيا سره مديريت نه شي؛ نو دغه بهیر ته زيان رسېږي او د ماتې سبب ګرځي. له همدې امله د مذاکراتو ټول پړاوونه بايد په ځيرتيا سره مديريت شي.
د رسمي مذاکراتو له پيل څخه وروسته بايد خنډ جوړوونکي عوامل له دې بهیره لیرې وساتل شي. مذاکرات بايد پر مهمو مسلو هوکړې ته د رسېدو او د راتلونکو خبرواترو پر محور راوڅرخي. زما په باور که مذاکرات په سمه توګه مديريت شي، نو ښايي چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره لار هواره شي.
درېيم ټکی، په مذاکراتو کې د بحث وړ موخو او موضوعاتو د ټاکلو لپاره بايد سرې کرښې او د تعامل وړ مسائل مشخص شي. يعنی هغه موخې او غوښتنې چې دواړه اړخونه يې په اړه بحث کوي، بايد له وړاندې څخه روښانه شوې وي.
د افغان دولت له لوري دا چاره هغه وخت شونې برېښي، چې ملي اجماع رامنځته شي، خو دولت د سولې لپاره د ملي اجماع د ټولو غوښتنې ناسمې رااخیستي او په دې بهیر کې همغږي او واحد نظر نه دی رامنځته شوی. زما په اند د سولې خبرو له پيل څخه مخکې په دې برخه کې ملي اجماع اړینه ده.
همدارنګه باید د سولې مذاکراتو د ځای او وخت په انتخاب کې دقت وشي. زما په اند قطر د سولې مذاکراتو د دوام لپاره مناسب ځای نه دی. غوره ده چې د دغو خبرو د ځای او وخت د ټاکلو په اړه له ډېرې ځیرتیا کار واخیستل شي.
همدرانګه که د مذاکراتو له پيل سره سم د تاوتريخوالي کچه د پام وړ ټيټه شي، نو اغېزمنتيا به يې ډېره وي.
څلورم ټکی، په مذاکراتو کې د همکارۍ او د بري-بري ټګلارې واکمنول کولی شي چې اړيکې ښې او د بې باورۍ فضا لرې کړي او اغېزمن واقع شي. يوازې په دې تګلارې سره کولی شو چې نظرونه او غوښتنې سره پخلا او د هوکړې لپاره ورته ګډ قواعد رامنځته کړو.
پنځم ټکی، په هغه صورت کې چې موخې او غوښتنې له يو او بل سره اساسي اړخ ونه لګوي، نو د يوه ځواکمن منځګړي ټاکلو ته جدي اړتيا ده.
څلورم: د دولت او طالبانو ترمنځ د مرسته کوونکي او منځګړي برخه؛
زما په اند، د دې بهیر د بریالتوب لپاره، د درېیو بهرنيو عاملونو حضور کولی شي چې ګټور ثابت شي:
۱- بې پرې تسهيلوونکي یا مرسته کوونکي؛
۲- د عدالت او انصاف په موخه بې طرفه منځګړی؛
۳- د نفوذ او ځواک د اغېزمنتوب په موخه، د پیاوړي منځګړي شتون.
پنځم: د سولې د هوکړې او ټيکاو برخه:
د سولې هوکړه به هغه وخت د عمل جامه واغوندي چې د کړکېچ ټول اړوند مسائل حل شوي وي، د تاوتريخوالي انګېزې له منځه ولاړې شي، جدي څارنه او نړيوال اجرايي ضمانتونه موجود وي.
په همدې اساس د سولې له بهیره وروسته بايد د کړکېچ ښکېلې خواوې ډاډ ورکړي، چې هوکړه تلپاتې ده او سولې ته ژمن دي. تجربې ښودلې چې زموږ په هېواد کې په مذاکراتو له هوکړې وروسته، په ځينو مواردو کې د جګړې او شخړې اصلي جرړې نه دي لرې شوي، نو د تاوتريخوالي د بيا راڅرګندېدو احتمال بيا ډېر وي. په همدې اساس د سولې او ټیکاو د پاېښت لپاره مذاکرات او هوکړه لومړني ګامونه دي. تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره بايد لازم ډاډ ترلاسه شي، چې د کړکېچ بڼه او فرهنګ، د ملي مصالحې له لارې ګام په ګام بدلون ومومي. د دې بهیر سياسي او تخنيکي لوري او لوبغاړي بايد د تل لپاره د شخړو د له منځه وړلو په موخه، د ښکېلو اړخونو د دوستۍ د زمينې، تلپاتې ټيکاو، له قطبي شوي وضعيت څخه تېرېدل، د اختلافاتو مديريت، د عقايدو باورونو او لیدلورو د توپير منل، ملي یوالی او سوله ييز ژوند، څرګند او روښانه سياستونه او طرحې په عمومي توګه بيان کړي.
د روغ یا مصالح داسې میکانیزم، چې د سولې منل له پاسه پر نورو ور تحمیل کړي، د پلي کېدلو په پړاو کې له ماتې سره مخ کېږي.
ددې لپاره چې د مذاکراتو بهیر او پاېلې او دغه راز د سولې ټول بهیر ټولنه ومني او ننګې ته یې راودانګي؛ نو باید د سولې بهیر او د سولې ميکانيزم له کښته څخه پورته يا په مختلط ډول طرح شي.
هغه سوله چې له نړيوالو پرمختيايي معيارونو سره اړخ ونه لګوي، نو تلپاتې نه ده. له همدې امله بايد د مصالحې او مذاکراتو په بهیر کې ټول نړيوال او حتی ملي حياتي معيارونه په پام کې ونيول شي. د سولې د بهیر سياستونه بايد په رښتيني او پراخه کچه- هم مهاله- د افغانستان د پرمختيا او ودې لپاره داسې اوږدمهاله لاره برابره کړي، چې د تاوتریخوالي جرړې په غوڅه توګه وچې او تلپاتې سوله او ټیکاو رامنځته شي.
په دې هیله چې وکولاي شو خپله وېشل شوې ماضي، د ګډې راتلونکې په لور مخته بوځو!