افغانستان به تر راتلونکو څلورو کلونو د غنمو، وریجو او چرګانو د غوښې په تولید کې پر ځان بسیا شي

د ۸صبح پښتو مجله

م. ظریف صمیم

د وري په دوهمه نېټه د معیاري تولید او سوداګریزه کرنه په شعار سره پنځه ویشتم کرنیز نندارتون او د بزګر مېله د کابل په بادام باغ تحقیقاتي فارم کې پرانیستل شو.

د کرنې وزیر انوارالحق احدي، ددغه نندارتون او بزګر مېلې په پرانیستونکو مراسمو کې اعلان وکړ چې افغانستان به په راتلونکو څلورو کلونو کې د غنمو، وریجو او د چرګانو غوښې په برخو کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

که څه هم د کرنې وزیر ووېل چې په تېر ژمي کې د اورښت کمښت ته په پام سره، د احتمالي وچکالۍ اټکل شوی، خو ټینګار یې وکړ چې له وچکالۍ سره د مقابلې لپاره یو شمېر پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

احدي زیاته کړه: «انشاءالله په راتلونکو درېيوـ څلورو کلونو کې به موږ د غنمو، وریحو، لبنیاتو او چرګانو د غوښې په تولید کې ځان بسیاینې ته ورسېږو. بڼوالۍ ته به وده ورکړو، د افغانستان کرنه به په سوداګریزه بڼه برابره کړو.»

د کرنې د وزیر په وینا، هڅه کېږي چې د لازیات کښت او کرنیزو حاصلاتو د صادراتو اقتصادي معقولیت په پراخه توګه زیات شي.

انوارالحق احدي همداراز وېلي چې په روان کال کې د ورښتونو د کمښت له امله، د احتمالي وچکالۍ اټکل شوی، خو د کرنې او اوبو لګولو وزارت ددغه وضعیت د احتمالي منفي پایلو په وړاندې د مقابلې لپاره، حکومت ته ځانګړي وړاندیزونه کوي.

هغه که څه هم جوته کړې چې روان بارانونه وچکالي کموي، خو وې ویل چې سره له دې کرنې وزارت یو لړ پروګرامونه لري.

د کرنې او اوبو لګولو وزیر، د کرنیزو محصولاتو نندارتون او بزګر مېلې په پرانیستونکو مراسمو کې جوته کړه چې په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې، د کورونا ویروس د خپرېدو له امله په هېواد کې ځینې اقتصادي فعالیتونه ودرول شول، خو د کرنې په برخه کې فعالیتونه لاپراخ شوي دي.

د احدي د مالوماتو پربنسټ، د کرنې وزارت په تېر هجري لمریز کال کې په ټول هېواد کې د پټاټو، پيازو او تازه مېوو د ساتلو لپاره ۱۲ زره سړې خونې جوړې کړې او تېر کال د کرنیزو حاصلاتو له پلوه د افغانستان لپاره بد کال نه و او د غنمو او وریجو حاصلات زیات وو.

هغه ژمنه وکړه چې په روان هجري لمریز کال کې به د اصلاح شویو تخمونو کچه ۱۷ زره ټنو ته ورسېږي او کابو ۸۰ زره هکتاره نورې ځمکې به خړوبې شي.

احدي په روان کال کې د پټاټو، پيازو او تازه مېوو د ساتلو لپاره د دوه زره سړو خونو او د ۱۵ ولایتونو لپاره د حیواني ناروغیو د تشخیصه لابراتوارونو د جوړولو ژمنه وکړه. هغه ووېل چې نوی کال په هیله مندۍ سره پيلوو او دا هیله مندي د واقعیت پر بنسټ ده.

له بلې خوا، د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني ویلي چې افغانستان تېر کال د کابو ۸۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لرل چې ددغو صادراتو ډېره برخه کرنیز حاصلات وو.

د ویلو ده چې د کرنې په دغه څلور ورځني نندارتون کې په ۲۸۶ غرفو کې کرنیز، حیواني او د کرنې د نوې ټکنالوژۍ او د ښځو د لاسي صنایعو محصولات نندارې ته اېښودل شوي وو.

د کرنې په وزارت کې د خصوصي برخې د پراختیا رییس حبیب الله حبیبي، د بادام باغ د پنځه ویشتم نندارتون په اړه ووېل چې په دغه نندارتون کې ۲۸۶ کرنیزو او د مالدارۍ برخې شرکتونو ګډون کړی چې ۲۰۷ یې د وچو او تازه مېوو، زعفرانو، طبي او صنعتي بوټو، اصلاح شویو تخمونو، لبنیاتو، د کرنې او تحقیقاتي برخې ماشینونو دي او همداراز ۷۹ نور شرکتونه د ښځو د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي.

ورته لیکنې

Back to top button