د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي دراني، د دوشنبې ورځ د وږي په ۲۰مه نېټه، تهران ته سفر وکړ او د دې هېواد له چارواکو له هغې ډلې د اسلامي جمهوري د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان، سره یې خبرې اترې وکړې. پر افغانستان له حاکم وضعیت سره د مخامخ کېدو څرنګوالی، د دواړو خواوو د خبرو اترو اصلي محور و. دغه لیدنه ځکه له ارزښت نه ډکه ده چې پاکستان، د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړی استازی ایران ته لېږلی او روښانه ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د دواړو هېوادونو په ګډه اندېښنه تبدیل شوی دی.البته اسلام اباد تر دې وړاندې د زمري د مېاشتې په په نیمايي کې هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر کوربه و چې افغانستان د دواړو خواو د خبرو اترو اصلي محور و.
د افغانستان د روان وضعیت په اړه له ایران سره د یووالي لپاره د اسلام آباد په هڅه کې، درې لاملونه کولای شي ګټور وي:
۱- د متحده امریکا ایالاتو نشتون
یو له هغو لاملونو چې اسلام اباد له تهران سره پر افغانستان د حاکم وضعیت د مخامخ کېدو په برخه کې د یووالي په لوري هڅوي، په سیمه کې د امریکا نشتون دی. تر هغه مهاله چې امریکا په افغانستان کې فعاله حضور درلود، پاکستان په ډګر برلاسی و او د افغانستان د قضیو په اړوند د سیمې دولتونو یووالي ته یې فکر نه کاوه؛ ځکه د امریکا او د هغه د ملګرو له لوري یې په پیاوړي ډول ملاتړ کېده او نه یې غوښتل چې د واشنګتن د سیمې سیالانو ته په نږدې والي، د هغه ملاتړ له لاسه ورکړي. چین کېدای شي په سیمه کې یوازینی هېواد وي چې اسلام آباد په تېر او اوس کې یې ورسره خپله اړیکه ساتلې ده چې دا ددې هېواد په اقتصادي اړتیاو پورې اړه لري. اوسمهال چې په افغانستان کې د امریکا رول پیکه شوی او د سیالانو رول یې پیاوړی شوی، اسلام اباد اړ دی چې د افغانستان د قضیو په اړه د سیمې له هېوادونو سره لاس یو کړي، ایران، د امریکا سیال هېواد دی او په افغانستان کې د ناورین د مدیریت لپاره له دې هېواد سره د پاکستان یووالی، د اړ کېدلو څرګندوینه کوي.
۲- ګډه اندېښنه
تهران او اسلام اباد سره له دې چې د طالبانو په هکله بېلابېل لیدلوري لري، خو پر افغانستان د دې ډلې د دوو کلونو او څو مېاشتو واکمني، دواړو هېوادونو ته یې ګډه اندېښنه زېږولې ده. دغو دواړو هېوادونو ته د ډېرو افغانانو کډوال کېدل، کولای شي یو له دغو اندېښنو نه وي. دواړو هېوادونو سربېره پر دې چې له پناه غوښتونکو نه یې د فشار د ابزار په توګه کړې او کوي یې، بیا هم د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمایي راپدېخوا له میلیونونو افغانانو نه کوربتوب کوي. په دې لړ کې، د اسلام اباد رول ډېر ځلیدونکی دی؛ ځکه هغه کسان چې دغه هېواد ته پناه وړي، کولای شي اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي. ایران هم سره له دې چې له پناه غوښتونکو سره یې چلند سم نه دی، خو بیا هم د ډېرو افغانانو کوربه هېواد دی.
دغه راز، تروریسم د اسلام اباد او تهران ترمینځ ګډه اندېښنه ده. پاکستان د پاکستاني طالبانو د تحریک له فعالیت او حضور نه اندېښمن دی او ایران په ظاهر ډول په خپل ختیځو پولو کې د داعش فعالیت او د حضور ګواښ اندېښمن کړی دی. په همدې توګه، تهران له طالبانو سره د اوبو پر سر شخړه لري چې په تېرو څو مېاشتو کې دا مسله نوره هم توده شوې ده. ګډ ټکی دادی چې طالبانو د دواړو هېوادونو غوښتنو ته لبیک ندی ویلی. د تي تي پي د کنترول په برخه کې د پاکستان اندېښنه او له هیرمند سین نه د حقابې په برخه کې د ایران نارضایتي، لاهم پخپل ځای پاتې دي.
۳- د فشار د ابزار په توګه له ایران سره یوځای کېدل
د طالبانو په هکله د پاکستان موضع تر دا مهاله د لمر په څېر روښانه ده: سخت ملاتړ. ایران هم تر یوې کچې له طالبانو سره ښه اړیکه لري چې په تهران کې دې ډلې ته د سفارت سپارل، د هغه روښانه بېلګه ده. ورته مهال له طالبانو سره د مخامخ کېدو په برخه کې ددغو دواړو هېوادونو په موضع کې توپیرونه شته دي. دغه شک چې پاکستان د طالب له مخالفو ځواکونو په تېره پوځي جبهو چې وسلوال فعالیت لري، ملاتړ وکړي، امکان نه لري. خو ایران د طالبانو مخالفو ځواکونو ته پناه ورکړې ده او عملا ددې هېواد په خاوره کې ډېر فرهنګي ناستې او لږې سیاسي ناستې ترسره کوي. دا چې ایران له طالبانو سره پرېکون او ددغې ډلې له مخالفو ځواکونو نه ملاتړ وکړي، امکان یې ډېر دی؛ ځکه په تېر کې د طالب ضد د جبهې له ملاتړ کوونکو نه و. پاکستان په افغانستان کې طالباني حکومت غواړي او لېوالتیا ورسره لري، خو تر اوسه پر دې ندی بریالی شوی چې سیمه دې ته وهڅوي چې له دې ډلې نه ملاتړ وکړي. خو ایران، په افغانستان کې د ټولګډونه دولت د رامنځته کېدو غوښتونکی دی چې په تېرو دوو کلونو او څو مېاشتو کې ددې هېواد د چارواکو له لوري په ځلونو مطرح شوی دی. دا چې ایراني چارواکي، طالبان د افغانستان د واقیعت یوه برخه بولي، نه ټول، دغې ډلې ته ناخوښه برېښي. همداراز، په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو اړیکه د تېر په څېر توده نده چې د اوبو شخړه یې لامل ده.
اوس، اسلام اباد تهران ته په نږدې کېدو کېدای شي غواړي طالبانو ته د سترګو زهر ورښکاره کړي؛ په دې مانا چې که چېرې دغه ډله ونغواړي تي تي پي کنترول کړي، کېدای شي پاکستان له هغو هېوادونو سره لاس یو کړي چې نه غواړي په افغانستان کې یومخ طالباني دولت رامنځته شي. البته پاکستان تر دا مهاله دغه امر ته چې باید د طالبانو په ګټه له لابي توب نه لاس واخلي، فکر ندی کړی؛ خو کېدای شي په راتلونکي کې له هغه نه د فشار د ابزار په توګه وغواړي د طالبانو پر وړاندې ګټه واخلي.
همدا ډول، ایران، د پاکستان دولت داسې یو دولت بولي چې پر طالبانو نفوذ لري. له همدې امله، له طالبانو سره د مخامخ کېدو د څرنګوالي په برخه کې له دغه هېواد سره له یووالي نه هرکلی کوي؛ ځکه هڅه کوي له فرصت نه په ګټې اخیستنې، د ګواښ منلو کچه کمه او خپلې غوښتنې پلي کړي.