د موټر چلولو جواز (لایسنس) د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د موټر د چلولو لپاره اصلي اړتیا ده؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نورو هېوادونو خلاف د داسې سند لپاره اړتیا نه حس کېږي.
یوازې همدا بسنه کوي، چې موټر ولرئ. کابو تېر یوه کال کې د افغانستان د ترافیکو ادارې د اسنادو د کنټرول برخه له کاره لوېدلې او له هېڅ موټر چلوونکي څخه د موټر چلولو جواز نه دی غوښتل شوی. د دې ترڅنګ، د طالبانو تر ادارې لاندې ترافیکي کارکوونکي هم اجازه نه لري، چې سرغړونکي موټروانان نقدي جریمه کړي.
د «اسنادو د کنټرول» برخې له کاره لوېدل او د ترافیکي جریمو پارچو له منځه تګ د واټونو د ترافیک لپاره ګڼې ستونزې راپورته کړې دي. په پلازمېنه او لویو ښارونو کې د ترافیکي پېښو، په تمځایونو کې بې نظمي او له اسنادو پرته موټرو تګ راتګ زیاتوالی د موټرو او چلوونکو د اسنادو نه کنټرولېدو لاملونه دي.
که څه هم په هېواد کې د طالبانو رژیم له واکمنېدو سره د هېواد په پلازمېنه او لویو ښارونو کې د موټرو تګ راتګ کم شوی؛ خو وګړي د واټونو په ترافیک کې له بې نظمۍ سر ټکوي. کابل کې ښاري موټر چلوونکی محمد قادر وایي: «سړکونه بېخي بې نظمه شوي. موټر چلوونکي هر ځای چې وغواړي درېږي. نه د ترافیک په کیسه کې دي او نه هم په فکر کې دي، چې سړک یې بند کړی دی.» محمد قادر زیاتوي: «تر دې مخکې موټر چلوونکي له جریمې څخه وېرېدل او اړ وو، چې د ترافیکو پر قانون عمل وکړي؛ خو اوس نه جریمه شته او نه له ترافیک څخه وېره. هر ډول یې چې زړه وغواړي، هماغسې کوي.»
د کابل اوسېدونکی بشیر وایي: «ښار کې موټر کم دي؛ خو ګڼه ګوڼه همدا لیني موټر رامنځته کوي. په هر تمځای کې لیني موټر ولاړ وي او ټول سړک یې بند کړی وي.» د کابل دغه اوسېدونکی د ترافیکو ادارې کارکوونکي په تمځایونو کې د موټرو له ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي په برخه کې پر بې پروایۍ تورنوي او زیاتوي: «که ترافیک خپله دنده ترسره کړي، ګڼه ګوڼه کنټرولېږي؛ خو له دې چې د ترافیکو ګټې درېدلې، دوی هم د ګڼې ګوڼې د کنټرول په کیسه کې نه دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېر کال په زمري میاشت کې د کابل له نیولو وروسته د ترافیکي اسنادو کنټرول او د نقدي جریمو وېش تر بل امر پورې درولی دی. اوس نږدې یو کال کېږي، چې له خلکو د موټر چلولو د جواز او د موټر د ګرځېدو جواز په اړه نه پوښتل کېږي.
تر دې مخکې د ترافیکو کارکوونکو هره ورځ د ښار په بېلابېلو برخو کې د موټرو تمځایونه رامنځته کول او د موټرو او موټر چلوونکو جوازونه یې کتل. د ترافیکو د قانون له مخې د موټر چلولو له جواز پرته چلوونکي له نقدي جریمې سره مخ کېږي. له همدې امله موټر چلوونکو د نقدي جریمې له وېرې د موټر چلولو جوازونه اخیستل، د موټرو د ګرځېدو جوازونه یې تمدیدول او تر یوه بریده یې ترافیکي قانونونه رعایتول؛ خو اوس په نږدې تېر یوه کال کې هېڅ موټر چلوونکی په نقدي توګه نه دی جریمه شوی. دا کار په واټونو په ځانګړې توګه د پلازمېنې په تمځایونو کې د بې نظمۍ زیاتېدو لامل شوی دی.
د ترافیکو ادارې له خوا د اسنادو د کنټرول برخې له کاره لوېدو او د ترافیکي جریمو له منځه تلو سره موټر چلوونکي ترافیکي لارښوونو ته چندان پاملرنه نه کوي. موټر چلوونکي د کوچنیو ترافیکي پېښو له امله د رامنځته شویو شخړو ډېری موارد پخپله هواروي او ترافیکي کارکوونکي لاسوهنې ته اړتیا نه لري.
په دې لړ کې د ترافیکو ادارې کارکوونکي په واټونو په ځانګړې توګه د ښار په لویو تمځایونو کې د بې نظمیو شتون مني او وایي، خپله ټوله هڅه کوي؛ خو موټر چلوونکي له نقدي جریمو پرته د هغوی لارښوونو ته پاملرنه نه کوي.
غلام (مستعار نوم) کابل کې د ترافیکو ادارې تجربه لرونکی کارکوونکی دی. هغه وایي: «اوس هر څوک چې موټر لري، شترنګ ته کېني. دا هېڅ اړینه نه ده، چې موټر چلول یې زده دي که نه. موټر چلوونکي د ترافیکو خبرو ته غوږ نه نیسي؛ ځکه د جریمې پارچې له منځه تللې دي.» د ترافیکو ادارې دغه کارکوونکي زیاتوي: «دا ګڼه ګوڼه چې په تمځایونو کې وینئ، د دې له امله ده، چې ډېری موټر چلوونکو ان ساده ترافیکي قانونونه نه دي لوستي، نه پوهېږي چېرته ودرېږي او چېرته ونه درېږي.» د هغه په وینا، اوسمهال ډېری کسان چې موټر چلوي، د موټر چلولو کورسونه یې نه دي لوستي او د ترافیکو له ریاست څخه یې جوازونه نه دي ترلاسه کړي. هغه څرګندوي، چې له قانوني پلوه هغه کسان چې د موټر چلولو جواز ونه لري، د موټر چلولو حق نه لري.
د ترافیکو ادارې دغه کارکوونکی څرګندوي، تر څو چې ترافیک د نقدي جریمې او د موټرو او موټر چلوونکو د کنټرول صلاحیت ونه لري، همدا وضعیت به دوام ولري او د هېواد په واټونو کې به د ترافیکي بې نظمۍ مخه ونه نیول شي.
کابل کې د ترافیکو ادارې بل کارکوونکی نصیر احمد څرګندوي، چې هغوی ان د ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې نه شي کولای سرغړونکي موټروانان جریمه کړي. نصیر احمد وایي: «اوسمهال که ترافیکي پېښه وشي، لومړی هڅه کوو موټر چلوونکي خپل منځ کې سره جوړ شي او که جوړ نه شي، د ترافیکي پېښو برخې سره اړیکه نیسو، تر څو هغوی راشي او پرېکړه وکړي.» نصیر احمد زیاتوي: «د ترافیکو کارکوونکي د نقدي جریمو پارچې په واک کې نه لري او سرغړونکي موټروانان ان د پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې نه جریمه کېږي.»
د نقدي جریمې پرځای ستنې
په دې لړ کې د ترافیکو کارکوونکي په تمځایونو کې د بې نظمۍ د کنټرول لپاره د نقدي جریمې پرځای له دروش (لویو ستنو) څخه کار اخلي. د ښاري موټرو ډېری چلوونکي د سپرلۍ اخیستو لپاره د ښار په څلورلارو کې غونډېږي. په څلورلارو کې د موټرو بې حده غونډېدل د ګڼې ګوڼې او د شخصي موټرو پر مخ د سړکونو د بندېدو لامل کېږي.
ترافیکي کارکوونکي د موټرو د ټایرونو له سوري کولو پرته بله چاره نه لري، تر څو د دې ګڼې ګوڼې مخه ونیسي. د کابل په «سر زېرزمیني» سیمه کې ترافیک غلام وایي، چې ښاري موټرو چلوونکو ته چې هر څومره ووایو، سړک مه بندوئ او سپرلۍ اخیستو لپاره د واټ غاړې ته ودرېږئ، زموږ لارښوونو ته غوږ نه نیسي. غلام زیاتوي: «جریمې بندې دي او بله چاره نه لرو. موټر چلوونکو ته څو ځله خبرداری ورکوو، چې بې نظمي ونه کړي او که زموږ خبرو ته غوږ ونه نیسي، اړ کېږو ټایرونه یې سوري کړو.»
کابل کې بیا موټر چلوونکي د ترافیکو ادارې کارکوونکو دغه اقدام ناسمه لار بولي. موټر چلوونکي وایي، که منظم تمځایونه وي، هغوی د سپرلۍ د اخیستو لپاره نه اړ کېږي د واټ پر سر ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل پر واټونو د منظمو تمځایونو نشتوالی پخوانی ستونزه ده. که څه هم د کابل ښاروالۍ مخکې څو ځله د ښار په بېلابېلو برخو کې د منظمو او پوره تمځایونو د رامنځته کولو په اړه له خپلې پرېکړې خبر ورکړی؛ خو تر اوسه دا پلانونه نه دي پلي شوي.
د ترافیکي پېښو زیاتوالی
د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیي، چې سږ کال د تېر لمریز کال په پرتله ترافیکي پېښې کابو دوه برابره زیاتې شوې دي. د دغو شمېرو له مخې، هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د مرغومي میاشتې له ۱۱ د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري تر لومړۍ نېټې کابو ۳ زره او ۶۳ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي.
د دې ترافیکي پېښو په پایله کې ۲۴۷ تنه مړه او دوه زره او ۲۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال د شمېرو له مخې، په همدې موده کې دوه زره او ۳۲۳ ترافیکي پېښې ثبت شوې وې. تېر کال د دې پېښو له امله ۱۵۲ تنه مړه او یو زر او ۶۷۶ تنه نور ټپیان شوي وو. لیدل کېږي، چې روان کال کې ترافیکي پېښې او اوښتي تلفات یې زیات شوي دي.
هغه شان چې د ترافیکو ادارې کارکوونکي وایي، د ترافیکي جریمو او د ترافیکي اسنادو د کنټرول له بندېدو سره ډېر شمېر وګړي د موټر چلولو له قوانینو سره له پېژندګلوۍ پرته موټر چلوي. دا کار د ترافیکي پېښو د زیاتېدو لامل شوی دی.
د ترافیکو عمومي ریاست د پېښو عمومي مدیر توکل خان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د ترافیکي پېښو زیاتوالی تایید کړی دی. د هغه په وینا، ترافیکي قوانینو په اړه نه پوهاوی هېواد کې د ترافیکي پېښو د زیاتېدو لامل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو سره د تېر کال په زمري میاشت کې د ترافیکو ریاست فعالیت په پوره توګه درېدلی دی. هېواد کې د طالبانو رژيم د کابو یوه کال واکمنېدو سره د دې ادارې ډېر شمېر کارکوونکي د طالبانو په غوښتنې خپلو دندو ته ګرځېدلي او ډېرو یې هېواد پرېښی دی. طالبانو د ترافیکو ریاست ته حکم کړی، چې تر بلې خبرتیا پورې دې د نقدي جریمو له وېش څخه ډډه وکړي. مالي فساد، د نقدي جریمو له امله د ترافیکو ریاست د عاید نه روښانتیا او په دې پارچو د جمهوریت نښه د نقدي جریمو د بندېدو بنسټیز لاملونه بلل شوي دي.
د طالبانو له دغه حکم وروسته د ترافیکو ادارې کارکوونکو د موټرو اسنادو د څېړلو بهیر درولی، ځکه هغوی ته نه وه روښانه شوې، چې له نقدي جریمو پرته سرغړونکو سره څنګه عمل وکړي. اوس د دغه حکم له صادرولو کابو یو کال کېږي؛ خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافیکو ریاست تر اوسه دویم حکم نه دی صادر کړی.