د « افغانستان ګودام» او وچکالي؛ د بکواه خلک د سیمو پریښودو ته اړ شوي

۸صبح، فراه: په افغانستان کې د زمکې لاندې اوبو د کمښت او وچکالۍ ناورین له پراختیا سره، د فراه بکواه ولسوالۍ اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ او د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.

بکواه د افغانستان په لویدیز کې پرته او له تر ټولو لویو ولسوالیو څخه ده، چې مخکې یې د پراخو کرنیزو حاصلاتو له امله ځانګړی شهرت درلود.

د دغې ولسوالۍ او د فراه ولایت نور اوسیدونکي پر مخکیني حکومت او اوسني رژیم نیوکه لري، چې د ورځ تر بلې پراخیدونکې وچکالۍ پر وړاندې یې د قناعت وړ کارونه نه دي کړي.

 کډوالۍ ته مجبوریدل

د بکواه یوه کروندګر (محمدولي) وویل، چې په لمریزه بریښنا له کیندلو څاه ګانو څخه دوه اینچه اوبه هم نه شي ترلاسه کولای.

هغه زیاتوي، چې سږ کال یې د اوبو د کمښت له امله کرلی فصل وچ شوی او حاصل یې نه دی ورکړی.

نوموړي وویل:«۴۰- ۴۰ هیندارې مو ورته ایښي، خو د ضرورت وړ اوبه نه شو ترلاسه کولای.»

د حاجي (سخي جان جمالي) په نوم یوه بل سیمه ییز اوسیدونکي وویل، چې دوی په سل متره کیندلي څاه کې هم له زمکې پوره اوبه نه شي ترلاسه کولای.

هغه زیاتوي:«اول مشکل مو د اوبو دی، که پاملرنه ورته ونه شي، بل هیڅ شی را ته په درد نه خوري، له دې سیمې به کډې یوسو.»

 د بخش آباد بند د جوړیدو غوښتنه

ځایي اوسیدونکي وایي، چې له ډېرو کلونو راهیسې یې په فراه ولایت کې د بخش‌آباد بند د جوړیدو غوښتنه کړې، خو دغې غوښتنې ته یې مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

د دوی په وینا، که دا بند پر وخت جوړ شوی وای او یا اوس یې د جوړیدو امکان وي، په دې ولایت کې د وچکالۍ ناورین د مهارولو لپاره ګټور تمامیږي.

انجنير (عبدالظاهر اسحاقزی)، چې شاوخوا ۶ کاله وړاندې په فراه کې د فراه رود سمندري حوزې مشر و، ویلي وو چې که د دې ولایت بخش آباد بند ونه رغول شي، تر راتلونکو اتو یا لسو کلونو به د فراه ولایت تر زمکې لاندې اوبه وچې او خلک کډوالۍ ته اړشي.

هغه مهال هم د بکواه ولسوالۍ زمکو تر شاوخوا سلو مترو پورې اوبه نه لرلې.

د طالبانو غبرګون او پرې نیوکې

د فراه د بکواه ولسوالۍ لپاره د طالبانو د رژیم ولسوال مولوي (آصف) هم مني، چې په دغه ولسوالۍ کې د اوبو کمښت په یوه لوی ناورین بدلیدونکی دی.

نوموړی وایي، چې که په لنډ وخت کې دا ستونزه حل نه شي، په بکواه کې به لوی ناورین رامنځته شي.

د ده په وینا، دا ستونزه یې د خپل رژیم له مشرانو سره شریکه کړې، خو ویې نه ویل چې د هغوی او د ده ځواب په مشخص ډول خلکو ته څه دی؟

یو شمېر ځایي خلک، چې د طالبانو د ګواښ له امله خپل نومونه نه شي خپرولای، طالبان د بخش‌آباد بند د جوړیدو پر وړاندې اصلي خنډ یادوي.

دوی په دغه ولسوالۍ کې د جمهوري نظام پر مهال، د طالبانو اوږدې واکمنۍ ته په اشارې وایي، چې دغې وسله والې ډلې، د بخش‌آباد بند د جوړیدو هڅې ننګولې وې.

د بکواه ولسوالي د فراه ښار شمال ختیځ ته، په ۶۰ کیلومترۍ کې موقعیت او د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د ارقامو له مخې، څه باندې ۴۰ زره نفوس لري، چې لویې برخې یې د کروندو له لارې د خپل ژوند اړتیاوې تامینولې.

بکواه، د غنمو د پراخو کښتونو او حاصلاتو له امله د افغانستان په ګودام هم شهرت درلود.

یاده ولسوالي له ۲۰۰۷ کال راهیسې، د افغانستان له تر ټولو ناامنه ولسوالیو څخه وه او په ځلونو- ځلونو د طالبانو په لاس سقوط شوې وه.

ترزمکې لاندې د اوبو کمښت او په ټوله کې د وچکالۍ ناورین پراختیا د ټول هېواد په کچه یوه جدي ستونزه ده، چې ډېر خلک شکایت ورڅخه لري.

خلک اندیښمن دي، چې په هېواد کې د یوه مسوول او مشروع نظام له نه موجودیت سره به دا ناورین نور هم پراخ او د افغانستان د بشري ناورین خطر جدي کړي.

ورته لیکنې

Back to top button