د افغانستان د نشهیي توکو ستونزه او د هند اندېښنه؛ نړیواله ټولنه دې د قاچاقي شبکو د له منځه وړلو لپاره یو لاس شي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان په فورمل اریا ناسته کې هند له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو او د نشهیي توکو له قاچاق څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګروملتونو په سازمان کې د هند د دایمي استازي مرستیال مادو سوډان پنجشنبه د لړم پر ۲۶ یوه بیانیه کې دا اندېښنې څرګندې کړې دي.
دغه هندي چارواکي د ترهګرۍ له ګواښ څخه په اندېښنې وغوښتل، چې د افغانستان خاوره دې د پناهځای، د پلان جوړولو ځای او د ترهګریزو اقدامونو د مالي تامین په ځانګړې توګه د ترهګریزو بنسټونو له خوا له دې جملې د طیبې لښکر او جیش محمد لپاره ونه کارول شي.
هغه همدارنګه زیاته کړې: «موږ په دې وروستیو کې په خپلو بندرونو او د ازادو سیندونو پر غاړو د نشهیي توکو لویې جوپې نیولې دي. د قاچاق د دغو شبکو د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو همکاریو پیاوړي کول اړین دي.»
هند همداراز څرګنده کړې، چې افغانستان کې سیاسي بدلون په دغه هېواد کې د اقتصادي پروژو د پڅوالي او درېدو لامل شوی دی.
هغه زیاته کړې: «موږ همداراز د لېږد رالېږد هوایي دهلیزونه او چابهار بندر له افغانستان او سیمې سره د اړیکې د پیاوړي کولو لپاره پلي کړل. په دې لړ کې سیاسي بدلون او بېلابېل لاملونه زموږ د پروژو د پڅوالي لاملونه ګرځېدلي دي.»
په دې لړ کې دغه هندي ډیپلومات ویلي، چې د افغانستان پروړاندې د نوي ډیلي کړنلاره به د تل په څېر، د تاریخي دوستۍ او له افغانانو سره زموږ د ځانګړې اړیکې پربنسټ وي.
طالبانو د دغو اندېښنو په هکله څه نه دي ویلي.
دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې هند په تېرو میاشتو کې په خپلو بندرونو کې د نشهیي توکو ګڼې جوپې نیولې دي چې سرچینه یې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان بلل شوې ده.