د افغانستان له ۱۴ کلنۍ کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د تاجکستان په وړاندې ماته ومنله

۸صبح، کابل: د افغانستان له څوارلس کلنۍ کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د آسیا د مرکز(CAFA)، سیالیو په چوکاټ کې په خپله څلورمه لوبه کې شپږ د صفر په وړاندې ماته وخوړه.
دا لوبه نن جمعه د لړم په ۲۷مه د تاجکستان پر وخت د مازدیګر په ۳:۳۰ ترسره شوه.
د ویلو ده چې افغانستان په دغو سیالیو کې څلور لوبې وکړې چې د ایران او ترکمنستان د لوبډلو په وړاندې بریالي او د ازبکستان او تاجکستان له لوبډلو څخه ماته ومنله.
د آسیا د مرکز له څوارلس کلنۍ کم عمره لوبډلو د اتلولۍ سیالۍ (CAFA)، د لړم میاشتې له شلمې تر دېرشمې پورې ترسره کېږي.