٨ صبح، کابل: د پاکستان د عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک ویلي دي چې د افغانستان د پخواني حکومت پرځېدل او د طالبان راتګ، د دوحې د تړون پربنسټ ترسره شوي دي.
افراسیاب خټک پنجشنبې (کب ١١ مه) ند یوه ټویټ له لارې ویلي دي چې د دوحې معامله پخپل ډول، په ١٩ پیړۍ کې پر افغانانو له تحمیل شویو استعماري “تړونونو” سره څه توپیر نلري.
نوموړي دغه راز ویلي چې د دوحې د خبرواترو بهیر کې د افغانستان پخوانی دولت نه ناخبره او يوې خواته و پرېښوول شو او دا ښه نه وه؛ ځکه طالبان په دې خبرو اترو کې د ترهګرو له لوري د افغانستان له خاورې د نه ګټې اخیستنې د ضمانت په ورکولو سره، د یوه واقعي دولت په توګه وپېژندل شول.
خټک وړاندې ویلي دي چې د امریکا تر فشار لاندې پخوانی حکومت اړ شو چې پرته له کوم متقابل اقدام نه، پنځه زره طالب جګړه ماران خوشې کړي.
د ویلو ده چې چهارشنبې (کب ١٠ مه)، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون د لاسلیک کېدو له دریېمې کالیزې سره برابره ده.
د یو شمېر سیاسي شنونکو په باور، ددغه تړون لاسلیک کېدل د افغانستان د پخواني حکومت د پرځېدو یو له لامل دی.